شعـــــرونه

( ښامارمــــــاتوو )

مغـــــــــــــرورې ککری په یو ګذارمـــــاتوو
لښـــــــــکرې دښکېلاک اوده ښامارمــــــاتوو
بچي ده غزنوی ده احمدشا اومیرویس خـان یو
زانګوکی زنګېدلی ده خپلـــواک افغانستـان یو
بـدرنګه ارادې دهر غــــــــــــــــــــــدارماتوو

ده غشوهرګذارمو ده غلیم په تندي ســــــــم ده
بدبخته سرنګونه زمونږ توروته سرخـــــم ده
دکبر زولنې یې تارپه تــــــــــــــــــــــارماتوو

ده پاک سپېڅلي دین اوګران وطن په پاکه مينه
مـــدام مو قربان کړېده دتن اوبدن ویــــــــــنه
ښایسته ښایسته ځوانی لکـــــــــــه چینارماتوو

هدف ته په مستئ اوپه نازونو په غورځنګ ځو
پښې یبله په اغزنو ستړولارواوپه جنګ ځــــو
ډېر زر به ده تورمخو تورقـــــــــطارمــــاتوو

کاروان مورسېدلۍ ترمیــــــــــدان دآزادۍ ده
دا برخه مولاوړاندې (حبیبی) دقـــــــربانۍ ده
داتورې تورې شپې په  سپــــــــین سهارماتوو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x