بادغیس: د جوند ولسوالۍ امنیه قومندان په بمي چاودنه کي وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل): د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ امنیه قومندان فیض الله خان د یوه ساتونکي سره یوځای نن ماښام مهال هغه وخت ووژل شو کله چې د ولسوالۍ د مرکزي ودانۍ مخي ته چاودنه رامنځته شوه.

د بادغیس چارواکي وایې چې چاودیدونکي توکي په یوه موټرسایکل کي ځای پرځای شوي وه او د امنیه قومندان د رارسېدو سره سم د ریموټ کنترول په وسیله چاودنه ورکړل شوي.

په پېښه کي د امنیه قومندان درې تنه ساتونکي ټپيان شوي هم دي.

د بادغیس جوند یو له ناامنه ولسوالیو څخه ده او کله ناکله د هغه ځای څخه د امنیتي پېښو راپورونه ور کول کیږي، همدارنګه د تېر پسرلي څخه طالبانو په یاد ولایت کي خپل فعالیتونه ډیر کړي او ځیني سیمي یې تر خپل کنترول لاندي راوستي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د