fbpx

بنګلاديش کې د اپوزيسيون دوه لوړپوړي غړي اعدام شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ليندۍ، اوله، ۱۳۹۴ ل): د بنګلاديش حکومت ۹۱۷۱م کال کې د پاکستان د ويش او بنګلادېش د جوړېدو د مخالفت په تور د اپوزيسيون دوه لوړ پوړي غړي اعدام کړل.

تېره شپه د بنګلاديش د ملي ګوند صلاح الدين چودهري او د جماعت اسلامي علي احسن مجاهد د بنګلادېش پلازمېنې ډاکه په مرکزي زندان کې په دار شول.

صلاح الدين قادر چودهري د بنګلاديش يو مخور سياستوال و او شپږ ځله د پارلمان غړی پاتې شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړه سياسي مشران د ولسمشر عبدالحميد له لاسليک وروسته اعدام شول.

دغو دواړو مشرانو له ولسمشره د بښنې غوښتنه کړې وه، مګر نوموړي ونه منله.

صلاح الدين چودهري د بنګلادېش د ملي ګوند تر ټولو لوړپوړ مشرانو له ډلې و، ۱۹۷۱م کال کې يې د له پاکستانه د بنګلادېش د جلا کېدو مخالفت کړی و او دوه کاله وړاندې د بنګلادېش د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې د جنګي جرمونو او قتلونو په تور په اعدام محکوم کړی و.

علي احسن مجاهد د جماعت اسلامي عمومي منشي و، نوموړی هم ۱۹۷۱م کې د ولسي خلکو په وژنو او ملي خيانت تورن و او محکمې ۲۰۱۳م کال کې پر اعدام محکوم کړی و.

۲۰۱۰م کال راهيسې د بنګلادېش حکومت د اپوزيسيون ګڼ غړي په اعدام او ټول عمر بند محکوم کړي، چې ډېری يې د جماعت اسلامي ګوند غړي دي.

جماعت اسلامي بنګلاديش کې سياسي فعاليتونه کوي او له هر ډول نظامي کارونو بې برخې دي، مګر د وخت چارواکي يې ترهګر او د هېواد دښمنان بولي، مګر جماعت اسلامي په خپلو اعلاميو او ويناوو کې د چارواکو دغه خبرې اسلام سره دښمني بولي او زياتوي، چې چارواکي هر ځای او هر وخت اسلامپال په هېواد کې کمزوري وويني، نو تهديدوي يې او له صحنې يې د ويستلو کوښښ کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د