افغانستان

هلمند: امنیتي ځواکونه خانشین کې له ګڼو مرکزونو تښتېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱، ۱۳۹۴ل): د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه له ګڼو مهمو مرکزونو تښتېدلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې امنیتي ځواکونه د سوزمه کلا په سیمه کې له ۹ پوستو، یوې قرارګاه او یو کنډک نه تښتېدلي دي.

د هلمند ځايي امنیتي مسوولینو په خانشین کې د جګړې خبر ورکړی، خو د امنیتي ځواکونو د تېښتې په اړه يې څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو د خانشین په سوزمه کلا سیمه کې د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې یاده سیمه له څو ورځو راهیسې د دوی تر محاصرې لاندې وه.

تېره شپه یوه پوسته نیولې، نهه عسکر يې وژلي او تېره غرمه يې له ګڼو مرکزونو دولتي ځواکونه تېښتې ته اړ کړي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ګڼ مهمات يې هم تر لاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د هلمند په ګڼو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ لا هم جګړې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x