karzai.25-01-2014

مَزَه نَاکي- خطرنَاکي (۱)- له فساد سره د مبارزې وزارت پریکړې!!

له فساد سره د مبارزې وزارت په خپله وروستۍ غونډه کې چې په ارګ ماڼۍ کې رابلل شوې وه او د والسوالانو سربېره والیانو پر والیانو برسېره قومندانانو پر قوماندانانو برسېره د ټول کابل وزیرانو پر هغو سربېره په هېواد کې دننه د امریکا د لوی سفیر په شمول د ټولو سفارتونو استازیو او پر دوی ټولو سربېره اوه لس مشر جلالتمآب حامد کروزي هم ګډون درلود.

په پیل کې اوه لس مشر د غونډې د اجنډا سره سم د وزارت فعالیتونه د نورو وزارتونو غوندې مثبت وارزول او د لا چړچو توفیق یې ورته وغوښت. نوموړي د خپلې وینا پرڅ کې له ټولو تر لاس لاندي او لاس باندې مامورینو او چارواکیو نه مننه وکړه چې د دوی د مسلسل فساد له کبله بلآخره د لومړي ځل لپاره افغانستان د خپل پنځه زره کلن تاریخ په بهیر کې د نړۍ په سطحه په فساد کې د اول نومره توب مقام وګاټه او زیاته یې کړه ؛ ښه فکر وکړئ دا کوچنی افتخار نه دی…

ورپسې د وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مُفسِد خان مُفسِد خپله مفصله وینا واروله. نوموړي د وینا په پيل کې وویل: له تاسو ټولو یعني له هغه سره نیولې تر دغه  او له دغه سره نیولې تر هغه؛ ناستو کسانو ګونۍ – ګونۍ مننې چې د خپلو دفترونو په نسبت مو زیاته حاضرۍ زموږ په راجسترونو کې ثبت کړې دي. بیا یې د تېرې اونۍ د رسنیو هغو دوو سُرخیُو ته په اشاره چې په لومړۍ هغې کې د دوی حکومت په نړیوال فساد کې اول نومره توب وستایه او په دوهمې هغې کې د ډېوې په نوم یوې ناځوانې پېغلوټي هغه جرائت ورټئ چې د یوه قاضي ناروا او مفسد اغراض یې ور خنثی کړې ول. ده په داسې حال کې چې مخ يې قاضي القضات او شا یې شپږ شلي (۶ ×(20 چارواکیو ته ګرځولې وه په کنایې کې وویل چې که رسنۍ – مَسخَنۍ وې ښایې ډېر ژر د ډېرو نورو عالي رتبه جنابانو لمنې هم په سر ور واړوي.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته د مایکروفون سر سېخ شو . هغه د ۱۰ ثانيېزې وینا په ترڅ کې فقط دا وویل چې : اول نګفتیم تان اینمی است از فجایاع (فاجعه های) آزادی بیان ….

تر نوموړي وروسته سمدستې مُکلفه ناشته چې د پخلنځي (اشپزي) چارو د ماهرینو په قول د ډوډۍ مور هم نشي پسې رسېدای د ټولو پر وړاندې حاضره او د خپل عمل په سزا ورسول شوه (وخوړل شوه).

۴ ساعته وروسته د غونډې وروستی پړاو پيل شو او د ټولو برخه والو او اراکینو په متفقه رایو فیصله وشوه چې :

۱- تر هر څه لومړی باید د کورنۍ چارو او کورني امنیت وزارتونه د بهرنیو مشاورینو تر استخارې وروسته د رختونو له نړیوالو فابریکو سره دادِقرار لاسلیک کړي ترڅو  ژر تر ژره په لوړه بیه او ټېټ کیفیت په زرګونو تانه رخت هېواد ته صادر کړې او خیاطانو سره دې هم د سر خلاصولو معامله اجراء شي چې هغوی باید د یوې اوونۍ په دننه کې زموږ هر باشرفه او مُتدَیّن هېوادوال ته في کس دوه جوړې داسې یونیفارم چې هېچ جېب،چاک و چُوله ونلري هو! رښتیا کټ – مټ لکه د امریکایې محبسونو کڅوړې توزیع شي  ، ترڅو دولتي چارواکو ته د مراجعې پر مهال له هر ډول ږغ ثبتونې، عکس او فملبردارۍ څخه جلوګیري صورت ونیسي.

نوټ : په دادِ قرار = قرارداد کې مو پام وي چې معامله به د Fifty-Fifty یعني نېمایې ستا- نيمایې زما  نړیوال معیاري پروتوکول له مخې وي.

۲- ټول هغه خبریالان چې دا مهال پر روزګار لګیا دي او که پر وزګار ؛ باید په یوه اوونۍ کې دننه هر نوع غږ ثبتونکې آلات Voice Recording Tools )) حکومت ته وسپاري.

نوټ : له دوهم لمبر حکم څخه هغه خبریال وزمه کسان مستثنی دي چې د کورني امنیت وزارت او عالي مقامو مېلمنو (۴۸=۱۰۰-۵۲)شبکو سره په استخباراتي چارو کې ماموریت ترسره کوي.

۳-  پاتې احکامات دي د لومړنیو اجراتو څخه وروسته رسنیو سره په ډاګه کړل شي.

هېره مي نه شي، اوه لس مشر ټولو منصبینو ته ډاډ ورکړ چې که چیري ز ه د ۲۰۱۴ والا قیامت څخه غَوَړْ کمیس ووتم؛ نو په تدریج سره به دومره غټه،پلنه،اوږده او سوروره کابېنه درته جوړه کړم لکه دا ځای و امریکا.

ګډونوالو ته وروسته له هغې بسترې ور په شا شوې چې د ارګ پر ټنډه د افغان ولس په قلم لیکل شوی دا پيغام ورته واورول شو،چې :

خښتګ دې سوړي- سوړي راووړ

چې هره سوړه یې ګنډم ژړا راځېنه

د اوه لس مشر د کلام مُوزِنَه (شعري) نمونه :

عجــب ښایست، عجب کمال

ګــــــورئ زما د حکومت مال

خــــبرې ډېري،ســــر یې یــــــو

پر ډېرو زیاتو لیوني خوشال

—————-

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د