ورزش

د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د بنګله دیش په وړاندې سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۱، ۱۳۹۴ل): د دریو هیوادونو تر منځ د یوه ورځنیو لوبو لړۍ کې نن افغانستان له بنګله دیش سره لوبه وکړه. نننۍ لوبې کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د بنګله دیش په خلاف سخته ماتې وخوړه.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې ناوړه پریکړه وکړه. د ملي لوبډلې توپ وهوونکو یو له بل پسې د بنګله دیش د لوبډلې د توپ اچوونکو ښکار شول.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په ۳۰.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د حضرت الله غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۸۵ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لپاره حضرت الله په ۴۰ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۲ او احسان الله په ۳۰ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۴ منډې جوړې کړې او پاتې نور ټول لوبغاړي له لسو څخه لږو منډو جوړولو سره وسوځیدل.

د بنګله دیش لوبډلې ټولو توپ اچوونکو غوره او پیاوړې توپ اچونه وکړه. د بنګله دیش توپ اچوونکی صالح احمد تر ټولو غښتلی توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۷.۴ اورونو کې یوازې ۱۰ منډې ورکولو سره ۶ ویکټې واخیستې.

بنګله دیش په ځوابي توپ وهنې کې ټاکل شوی هدف خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سیف حسن غوره توپ وهنې په مرسته په ۳۴.۴ اورونو کې پوره کړه.

د بنګله دیش لپاره سیف حسن په ۹۸ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۳۲ او نظم الحسین په ۴۴ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۹ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

که څه هم د ملي لوبډلې توپ وهوونکو داسې هدف نه و ټاکلی چې توپ اچوونکي ورڅخه دفاع وکړي خو بیا هم د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پیاوړو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره ضیاء الرحمن او کریم جنت دوه دوه ویکټې او راشد خان او طارق یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x