خبرتیاوی او پیغامونه

دخواخوږۍ پيغام- حبيب الله غمخور

٢۸ / ۱۲ / ۲۰۱۲

سويډن – دمالموښار

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې  اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې دخواشينۍ پيغام !
په زياته خواشينۍ  مو دډله ايزورسنيوله لارې  خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان پياوړی سندربول اومنلی هنرمند ښاغلی   عزیز غزنوی چي دهر افغان په زړه کي ځاي لري اوخوږ اواز ئې دافغانانو په مغزکي انگازې کوي  نه يوازي موږ بلکې  دخپلې کورنۍ ټول غړي  اودوستان  په  پخپل خواږه  اوهڅاند اوزکښي د ملي اوشاعرانه عشقی  سندرو داورېدونه  دتل لپاره محروم کړه .

عزيز غزنوی ديومشهور هنرمندپه توگه دافغانانوپه زړونوکي تل پاتی ځاي لري .

عزيز غزنوی زموږ منلي سندرغاړي اووتلی هنرمندوو . محروم  غزنوی نه يوازي دخپلې کورنۍ څخه بلکې دټول هيواد گران افغانستان دغيرتی اوددې هيوادهنرپالو هيوادوالونه جلاسو .  اناالله و انا اليه راجعون

موږ پداسي حال کښي چې ددې وتلې اوپېژندل سوی هنرمندمړينه ټولوهيوادوالو،دهنراوموسيقی مينه والو ، دهغه درنې کورنۍ اوپاتي په غم غمجنوکسانو له لپاره  لويه  ضايع او دردونکې پېښه  بولو،پوهېږوچي دداسي خواږه اومنلي دوست ناببره بېلتون څومروالو اودده دکورنۍ لپاره څومره زړه بوږنوونکۍ اودردونکۍ دي .

موږ پداسي حال کښي چي دخپلو ټولوهنرپروره اوهنرپاله هيوادوالواوددې وياړلي هنرمند ددرنې کورنې اودوستانوسره ځانونه پدې دردونکی غم کښي  شريک بولو،دلوې څښتن له دربارنه دعزيزغزنوی درنې کورنۍ،زموږ دهيوادو منلو هنرمندانو،دفرهنگی چوپړ ښکلي اوغيرتی کورنې ټولواړوندانوته دزړه صبرپه غو ښتلو دمرحوم روح ته په دعاکولوسره هغه ته دفردوس جنت  غوښتنه کوو.  روح دې ښاد اويادې ابدي وي .  

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې  دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداري  په استازيتوب

حبيب الله غمخور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x