نظــر

ملا اختر محمد منصور، د سترو استخباراتي سازمانونو ستر ننګوونکی

ليکوال : ( بدرالافکار )

له هغه مهاله چې د طالبانو تحريک په افغانستان کې سر راپورته کړی تر اوسه پورې د خپلو غليمانو له لوري له سترو ننګونو سره مخ شویدی.

کله کله دغه ننګونې دومره سترې وي چې هيچا هم له دغو ننګونو څخه په برياليتوب د دوی د وتلو فکر نه کاوه.

د طالبانو د تحريک د بري راز تل د دوی يووالی ، خپل امير ته وفاداري او د دستور په توګه اسلامي شريعت ته ټينګ باور بلل کيږي.

خو تير شپږ کاله بيا دوی له بېسارو او بېل ډول ننګونو سره مخ شول ، د نړۍ او سيمې سترو استخباراتي سازمانونو هڅه وکړه چې دوی ته له داخل څخه ضربه ورکړي ، اجرائيوي قيادت يې له منځه يوسي ، ټوټه ټوټه يې کړي او دومره يې کمزوري کړي چې يا د سولې په بهانه تسليم شي او يا په خپله منحل او له منځه لاړ شي.

خو د طالبانو نوي زعامت له دغو ټولو ننګونو سره په ډير صبر ، ځيرکتيا ، او هوښيارتيا مبارزه وکړه او په دې وتوانيد چې له دغو ننګونو څخه خپل تحريک ته نجات ورکړي.

د CIA ، MIX ، NDS او ISI لومړی پلان د دغه تحريک په ضد دا ؤ چې مرحوم ملا عبيدالله اخوند او ملا برادر اخوند چې دواړه د طالبانو د تحريک يا اسلامي امارت اجرائيوي مشران او د دوی د مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد مرستيالان ؤ ونيسي.

دوی په دې فکر کې ؤ چې طالبان به د خپل اجرائيوي مشرتابه لپاره نور وړ اشخاص په آساني پيدا نشي کړای ، ځکه دغه مهال د طالبانو نور ډير د سر سر مشران هم په کيوبا او پاکستان کې بنديان ؤ .

مرحوم ملا عبيدالله اخوند د پاکستان د ISI په همکاري د امريکا د CIA له لوري ونيول شو. خو د ده له نيول کيدو سره سم د ملا برادر اخوند تر څنګ ملا اختر محمد منصور چې دغه مهال د طالبانو په تشکيلاتو کې د کندهار والي ؤ ، ملا محمد عمر مجاهد د خپل مرستيال په توګه غوره کړ.

د مرستيال په توګه د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کيدو وروسته هغه تشه تر ډيره بريده ډکه شوه ، کومه چې د طالبانو په اجرائيوي قيادت کې د مرحوم ملا عبيدالله اخوند له نيول کيدو وروسته را پيدا شوې وه.

همدغه راز د طالبانو د تحريک تشکيلات لا د منظم کيدو په حالت کې شول ، اقتصاد يې هم د ښه کيدو په حالت کې شو.

څه موده وروسته ملا عبدالغني برادر چې د ملا محمد عمر مجاهد نيږدې ملګری او ډير باوري شخص ؤ هم د امريکا د CIA د انګلستان MIX او د پاکستان د ISI له لوري په ګډو عملياتو کې ونيول شو .

دغه مهال هيچا دا فکر نه کاوه چې د طالبانو تحريک د يو موټی پاتې او له کمزوري کيدو د خوندي پاتې شي. خو ملا اختر محمد منصور په دې وتوانېد چې د طالبانو د تحريک د هرې برخې مشران پر ځان راټول کړي ، د دوی باور خپل کړي ، تشکيلات يې له سره منظم کړي ، په نظامي برخه کې هم پرمختګ وکړي او اقتصاد يې پياوړی کړي.

ملا اختر محمد منصور د خپلو غليمانو هغه فشارونه چې د سولې او مذاکراتو په برخه کې يې په غير مستقيم ډول پرې وارېدول په بېلابېلو وختونو کې په بېل ډول دفع او ځواب کړل.

کله به يې د مذاکراتو جعلي بهيرونه رامنځته کول چې هم به يې خپل مقابل اړخ بوخت ساته او هم به په نهايت کې د جانب مقابل په استخباراتي ناکامي او سياسي رسوايي تماميده ، او کله کله به يې له پيچيده تکتيکونو څخه په استفادې داسې واړه او لوی عمليات ترسره کړل چې د کابل د ادارې ، امريکا ، د امريکا د ملګرو او د سيمې د هيوادونو په منځ کې به يې اعتماد ډير زيات خراب کړ ، او تر څو به چې اعتماد بيرته برابريده ، ملا اختر محمد منصور به ډير ماهيان پکې نيولي ؤ.

د طالبانو له لوري د يو بندي امريکايي فوځي بو برګډال د خلاصون په بدل کې له کيوبا څخه د خپلو پنځو مهمو مشرانو را آزادول د ملا اختر محمد منصور له لوري د امريکا د ستر استخباراتي سازمان يوه تاريخي ننګونه وه ، ځکه CIA ډيره هڅه وکړه چې طالبان بې حوصلې او دې ته يې اړ کړي چې دغه فوځي ووژني.

دوی په افغانستان کې ډير داسې اعمال ترسره کړل چې طالبان يې سخت راپارول ، لکه د طالبانو مړو ته د اور اچول ، د طالبانو د مړو په جسدونو بولې کول ، په ډلييز ډول د افغانانو قتل ، په مرموز ډول په کيوبا او باګرام کې د طالب زندانيانو وژل ، د هيواد په سرحدي او ځينو مرکزي ولايتونو کې د بوای برګډال د پيدا کولو په موخه فوځي عمليات چې د لسګونو طالبانو د وژل کيدو سبب وګرځيدل ، خو ملا اختر محمد منصور له ډير صبر او حوصلې څخه کار واخيست او هيڅ ډول احساساتي غبرګون يې ونه ښود.

CIA د بو برګډال د وژلو لپاره هم ډيرې هڅې وکړې خو ملا اختر محمد منصور د بوای برګډال د خوندي ساتلو لپاره له ډيرو پيچيده امنيتي تکتيکونو څخه کار اخيست او CIA تر پايه پورې ونه توانېده چې برګډال پيدا کړي.

له امريکا او د ناټو له نورو غړو سره مذاکرات ، په بهرنيو هيوادونو کې د خپلو سياسي استازو ميشتول او په قطر کې د دفتر خلاصول او له دغو سياسي جرياناتو د خپل تحريک په ګټه کار اخيستل د ملا اختر محمد منصور له لوري د CIA او د ناټو د نورو غړو د سترو استخباراتي سازمانونو يوه بله لويه ننګونه وه . ځکه د دغو استخباراتي سازمانونو پلان دا ؤ چې طالبانو ته فرېب ورکړي او د يو څه سياسي امتيازاتو په ورکولو سره يې له خپل مسير څخه منحرف کړي او د طالبانو د مشرانو او افرادو په منځ کې بې باوري رامنځته کړي. خو پر ځای د دې چې دغه استخباراتي سازمانونه دغو اهدافو ته ورسيږي د ملا اختر محمد منصور په وړاندې يې ډير څه وبايلل.

ملا اختر محمد منصور وکولای شول چې د دغو سياسي جرياناتو په مټ هم له ځانه په سيمه او نړۍ کې فشارونه لرې کړي ، هم خپل بنديان راخلاص کړي ، هم په سيمه کې طالبان د يو سياسي او فوځي قدرت په توګه مطرح کړي هم په پاکستان کې خپل لسګونه تنه بندي مشران را آزاد کړي او هم په ډير دقت خپلو نظامي پرمختګونو ته دوام ورکړي.

د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د وفات د خبر پټ ساتل هم د ملا اختر محمد منصور له لوري د سيمې او نړۍ د پياوړو استخباراتي سازمانونو يوه بله تاريخي ننګونه وه . دغه سازمانونه د دې پر ځای چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ته ځان ورسوي د ملا اختر محمد منصور لخوا د راز ساتنې اصل ته د اهتمام له وجې د ده د وفات له خبر څخه هم بې خبره پاتې شول.

ملا محمد عمر مجاهد په داسې حال کې وفات شوی ؤ چې په افغانستان کې سياسي او نظامي وضعيت ډير نازک ؤ ، که هغه مهال دغه خبر افشاء شوی وای نه به خارجي قواوې له افغانستان څخه په آسانه وتلې وای او نه به د سيمې د هيوادونو سياست د طالبانو په وړاندې د اوس مهال په شان ؤ ، بلکه ټولو به په ګډه د طالبانو د لمنځه وړلو لپاره ډير ستر استخباراتي او نظامي عمليات سرته رسولي وای او طالبان به يو ځل بيا له ډيرو سختو ستونزو سره مخ شوي وای او د ژرندې د دوه پلونو تر منځ به رژيدلي وای.

د طالبانو د نوي امير په توګه له اعلان کيدو وروسته په نوموړي د طالبانو د اکثريت راټوليدل په استخباراتي سازمانونو د نوموړي يوه بله بريا وه .

د سيمې او نړۍ استخباراتي سازمانونو ډيره هڅه وکړه چې طالبان وويشي خو نوموړی په دې وتوانېد چې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د کورنۍ وفاداري او ځينو نورو مهمو مخالفينو وفاداري خپله کړي. او خپل اصلي مخالفين بيخي په انزوا کې واقع کړي.

اوس چې کومه ډله ملا مدم  رسول اعلان کړې ، دا ډله ډيره ناوخته رامنځته شوه . دوی د خپل مشروعيت لپاره کوم قانع بخش دلايل وړاندې نشوای کړای او نه يې د ملا اخترمحمد منصور قيادت د اسلامي شريعت له نګاه څخه وننګاوه .

دوی چې کوم دلايل وايي هغه يوازې تورونه او تهمتونه دي او داسې عاميانه خبرې دي چې شرعاً هيڅ وزن نلري. دوی په افغانستان کې کوم خاص نظامي حضور نلري ، يوازې او يوازې د طلوع ، آزادۍ راډيو ، بي بي سي راډيو ، شمشاد تلويزيون او نورو طالب مخالفه رسنيو ترې يو ببو جوړ کړی. د دوی تشکل يوازې رسنيز دی او بس.

په افغانستان کې د داعش د ډلې د نفوذ او پرمختګ مخنيوی د سيمې او نړۍ په سترو استخباراتي سازمانونو د ملا اختر محمد منصور يوه بله لويه بريا وه .

سره لدې چې داعش په شام ، مصر ، ليبيا ، يمن ، الجزاير او ځينو نورو ځايونو کې جهادي تحريکونه له سختو مشکلاتو سره مخ کړل ، د هغوی په مقابل کې يې موازي تشکيلات رامنځته کړل ، د هغوی ډير افراد يې ځانته واړول ، ډيرې سيمې يې ترې ونيولې ، خو په افغانستان کې په دې ونه توانيدل چې کوم د پام وړ پرمختګ وکړي.

په نظامي برخه کې وځپل شول او د افغانستان په ولس کې له سخت نفرت سره مخ شول.

د معلوماتو له مخې ملا اختر محمد منصور تر څو مياشتو پورې د داعش پر ضد د تبليغاتو او جنګ امر نه ورکاوه ، هڅه يې وکړه چې په عراق او شام کې د داعش له مرکزي مشرانو سره ارتباط ټينګ کړي او يو تفاهم ته ورسره ورسيږي.

همدغه راز يې داعشيان پريښودل چې خلکو ته يې اصلي حقيقت معلوم شي ، خو کله چې له دوی سره له تفاهم څخه مايوس شو نو بيا يې د دوی په مقابل کې هغه مهال په اقدام لاس پورې کړ کله چې داعشيان د خلکو په منځ کې ښه منفور شول او ده په کافي ډول اتمام د حجت پرې وکړ.

د خراسان لپاره د داعش د څانګې رامنځته کول او تقويه کول په يقيني ډول د هغه امنيتي تړون برخه وه چې د امريکا په اشاره د پاکستان د ISI او د افغانستان د ملي امنيت تر منځ لاسليک شوی چې وروسته يې په کور دننه ډير بحثونه او اعتراضونه راوپارول ، او هدف يې ترې دا ؤ چې په طالبانو فشار وارد کړي او مذاکراتو ته يې مجبور کړي.

ملا اختر محمد منصور په دې و توانېد چې د اشرف غني ټولې هغه هڅې په اوبو يوسي چې پاکستان ته د نيږدې کيدو لپاره يې کولې او پلان يې دا ؤ چې د پاکستان  ملکي حکومت په ځانګړې توګه د پاکستان فوځ او استخبارات تر يو ډول سياسي او اخلاقي فشار لاندې ونيسي ، تنزل ورته وکړي او امتيازات ورکړي او د طالبانو پر ضد ترې استفاده وکړي ، خو ملا اختر محمد منصور په لومړي سر کې تر ډيره وخته ځان غلی ونيو ، له آرامې ديپلوماسي څخه يې کار واخيست ، ديپلوماتيک تماسونه يې بوختونکي او وخت اخيستونکي ؤ او په نهايت کې يې د کابل په ښار او د هيواد په بېلابېلو برخو کې د سترو عملياتو د پلانولو او سرته رسولو په مټ هم د کابل د ادارې او د پاکستان تر منځ اعتماد خراب کړ او هم يې طالبان په افغانستان کې د برلاسي فوځي ځواک په توګه مطرح کړل.

چې دغې مطرح کيدلو د سيمې هيوادونه وويرول او هغوی اوس په آساني سره په طالبانو فشار ته زړه نه ښه کوي.

له هغوی سره اوس دا باور پيدا شوی چې طالبان بيا په افغانستان کې واک تر لاسه کولای شي او که ډير فشار وارد کړي او يا د طالبانو په ضد کوم اقدام وکړي شايد په راتلونکي کې به يې ګټو ته تاوان وکړي.

پورتنيو حقايقو ته په کتو سره ويلای شو چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو نوی مشر د نړۍ د سترو استخباراتي سازمانونو ستر ننګونکی دی او په دې حقيقت په خپله د نوموړي غليمان هم اعتراف کوي.

د امنيتي او استخباراتي چارو د شنونکو له آنده ملا اختر محمد منصور د CIA ، د ناټو د نورو غړو هيوادونو د استخباراتو ، د روسيې د استخباراتو ، او د پاکستان د ISI تر ټولو ستر هدف دی ، او د ده په اړه د دغو سازمانونو او د دوی د مربوطه هيوادونو اوسنۍ چلند يو تکتيکي چلند دی. دغه سازمانونه غواړي ملا اختر محمد منصور له خپل امنيت نه په غفلت کې واچوي او اغفال يې کړي.

دغه شنونکي زياتوي نوموړی هغه مهال خپل امنيت خوندي کولای شي کله چې يو ښه اجرائيوي ټيم رامنځته کړي ، او يا خپل مرستيالان ښه فعال کړي او د خپل مرحوم امير ( ملا محمد عمر مجاهد ) لاره تعقيب کړي.

د شنونکو له آنده د نوموړي نيږدې دوستان او مشاورين د ده د امنيت لپاره ډير څه کولای شي ، ځکه دوی بايد نوموړی اړ کړي چې زيات احتياط وکړي.

د يادونې وړ ده چې د تليفون او انټرنيټ استعمال ، ملاقاتونه ، د اوسيدلو لپاره بار بار د يو ځای استعمالول ، تحفې ، او کتبي پيغامونه تل استخباراتي سازمانونو ته د داسې مطلوبو مشرانو د نيول کيدو يا وژل کيدو سبب ګرځيدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابراهيم مومند

ماشاء الله… ډېره په زړه پورې او منطقي ليکنه ده. الله تبارک وتعالی دې افکار صاحب اجرونه درکړي. زما په آند دا ليکنه بايد منصور صاحب ته د يوې مشورې په توګه ولېږل شي، ځکه چې داسې مسايلو ته په کې اشاره شوې ده، چې هغه هم سياسي لحاظ هم په نظامي لحاظ او هم په استخباراتي او امنيتي لحاظ ډېر مهم او ضروري دي، چې د امارت مشران په ځانګړي ډول منصور صاحب يې بايد په نظر کې ونيسي او عملي يې کړي. په آخر کې بيا هم د ليکوال د لا نورو دغسې تحيلي او هر اړخيزو ليکنو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x