ادبي لیکني

طنز- سر به مي خدای وهي

لیکوال: ملګری –

ګران محترم د امریکا سفیر، جلالت مأب جمهور رئیس، اجرائیه رئیس محترم ډاکټر عبدالله، او ټولو وزیرانو والیانو او د ملي اوردو منسوبینو او قومي مشرانو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

خوشحاله یم چي وماته مو د (افغانستان  څنګه له پردیو وژغورو) په کنفرانس کي دخبرو خت راکی  اول خو دا درته وایم چي ګورۍ دافغانستان د دښمنانو په قول ونکړۍ  چي داسي ده یا هاسي، ده کراره کراري ده  دغومره ټک او ټوک خو به نو خود وي چي په یو ملک کي ۴۱ پردي هیوادونه په جنګ اخته وي نو ته وایې سي ټک هم مه وای، وروڼو! دا زموږ یو مجبوريت دی چي ناټو ته مو په دې هیواد کي ځای ور کړی که دانوي نو موږ او تاسي په یوازي سر د بهرنیو هیوادونو  د مداخلې مخه نیولای شوای؟

ما اوس دا دی د ځینو وروڼو خبرې واوریدې چې له مړې ګیډې ږغیدل  هسي به وکو داسي به وکو او ۰۰۰۰۰۰ خو زه هغو ته وایم  ایا  موږ دا په لکونو اوردو، عسکرو، پولیسو ته اعاشه اباته  او تنخاوې ورکولای شو، محلي پولیس خو به لا بیا هم پخپله ګوزاره وکړي  یا له یوې خوا یاله بلې.

وزیران والیان ولسوالان، دا په څه شي چلوې؟ سړی خو لږ خبرې ته فکر وکړي لا هغه تاسي یاست هغه سادګي اوس تاسو نه وینئ چي نوره نړۍ مریخ ته د تلو هڅه کوي او موږ او تاسو د دوو طالبانو له لاسه په خپل هیواد کي له یوه ځای نه بل ته سفر نشو کولای.

مه کوئ د خدای په لحاظ راشئ یو او بل ته لاسونه ورکړو تاسو نه شر میږئ چي پردي کافران د دنیا له هغه بل کنج نه درته راغلل او دلته ستا هیواد ابادوي او ته لاس تر زنې ناست یې، دغه لاس تر زنې کښیناستل دي هم له خپلې بې غیرتۍ دي چي وخپل کور او کلي ته نشي تلای، ولسوالان دي دلته په کابل کي شپې تیر وي ډیری شمیر والیان دي په دبۍ، اروپا،  امریکا، او روسیه کي عیاشي کوي او چکرونه وهي، بخښنه غواړم جمهور رئیس دي خوا نه بدوي، ستاسي دي په خدای قسم وي ودې ته حکومت داري وایي؟، دې ته دیموکراسي وایي؟، دې ته وطن دوستي وایي،؟ یوازي هغه بد بخته او تور مخی غریب عسکر ګی دي ورته پریښی ته چړچې کوې ( غم دې د لالي پر سر مسته دي تازه ګرزي ) که دغه حال و لکه دا وینئ چي یې، والله بالله تالله ستا په دغه تالار کې خو به طالب کښیني؛ که شپې وروسته وې که وړاندي، بیا نو ځانونه ورته ټینګ کړئ، ږیره به په زور درباندې پریږدي، لمونځ به په زور په درکوي، دا نن چي مو یوه اندازه وښځو ته ازادي اخستې، دا به بیرته په صفر کي ضرب وي، اول خو به بازار ته راوزي نه که بیا هم یوه او نیمه را وتله دغه شنې چادرۍ به وي بس.

ته وا بیا به دي دا سړکونه د ښځو له بیروبار نه تنګ وي او که به دي پوهنتونونو ته ښځینه زدکونکې  روانې وي او که به دي د لوبو حق ورکړی وي، کانسرت او پیستیوال  به دي پرانیستی وي؟، خو پر تا قسم ده دغسي توره تاریکه به وي، بیا دي والله که د پرمختګ څرک ولید، په خبرو کي یوه وکیل صاحب مهرباني وکړه چي  دکندوز پر سر معامله شوې دا څنګه کیدلای شي چي دوه طالبان دي بسته ولایت په داسي اسانۍ سره ونیسي؟

بیا دوو درو نورو دا خبره تکرار کړه خو چي دا خبره بیخي ډیره تکرار شوه؛ نو مجبور یم چي دغوسوالونوته جواب ورکړم، هغه دا چي وه وکیل صاحب! ته خو نوی افغانستان ته راغلی یې، ټول وخت دي په امریکا او ارو پا کي تیر کړی، دلته معامله معامله نشته، دا افغانستان دی، دلته وچ زور چلیږي والله که يې یا ته په معامله ور ایله کي یا یې طالب په معامله در ایله کړي، ته له کمې خوا ګډ یې؟

دا زما خبرې د اوبو جوړهار درته ښکاریږي چي دا هر وخت مي درته چغارې او بغارې وي چي درځئ رئیس صاحب جمهور ته په ټیګار سره ووایو چي اداره دي سمه کړه، والیان دي مجبور کړه چي په ولایت کي کښیني!

تاسو نه یاست خبر چي کم وخت چي کندوز نیول کیږي دا وخت زموږ والي صاحب د امو د سیند آخوا په چکر تللی و؟ امریکایانو یوازي خپل ځان ساته چي موږ ونه خوري، امنیه قوماندان دي تر ټولو له مخه له جنګه وتښتید، نو په داسي حال کي به څوک د جنګ مورال ورکړي؛ یو دا سپیرککی عسکر به نو څه وکي، مجبور دی چي یا وتښتي یا ځان تسلیم کړي، ځان خو نشي په وژلای؛ ما چي کله د هغه عسکر ژړا واوریدله چي د کندوز له بالا حصار نه یې له یوه  تلویزون سره د خبرو په مهال  وژړل او ویل یې چي نور مو د ژوند چانس نشته که کومک ژر را ونه رسیږي!! او دولت وزیری بده ومنله چي دا ژړا باید تاسو نوای نشر کړې.

نو وزیري زه تاته وایم ته څنګه مسلمان یې څنګه انسان او څنګه افغان یې چي عسکر دي د محاصرې په حال کي بغارې وهي او ته وایې ولي یې نشر کوئ، معنا دا چي یوازي مشکل په نشر او نه نشر کي ده؛ نور که مړکیږي هم مړ دي شي خو چي ژړا یې نشر نشي!!

ښه زه اوته خو دا دی والي او قومانان ملا متوو چي همت یې و نه کړ؛ نو خارجیانو او د دولت زرګونو جنګیالو څه وکړل، ولي ونه توانیدل چي په یوه ورځ یې بیرته ورڅخه ونیسي، ۱۵ ورځې دښار په کوڅه کوڅه کي مسلسل جنګ درسره وشو تا هیڅ نه وکړل، بیا هم طالب وایي چي ما تاکتیکي شاتګ وکړ  کنه لا ګوره چي تر څه وخته  پوري  دا جنګ غزیدلی وای.

ته چي اوردو پولیس او عسکر ملامتوې؛ نو تا ولي څوک نه ملا متوي چي ولي دي په ۱۵ ورځې کي د طالب زور اوبه نکړ، امریکایې عسکرو خوپر ځای د دې چي په جنګ کي درسره برخه واخلي په مټي یې ستا روغتون په بمونو ویجاړ او په درځنو ډاکټران یې درته شهیدان کړل، جمهور رئیسه! عبدالله!  تا سي  ودې خارجیانو ته تر ګل ترخه  وویل؟ دا زه دا تاسي.

دا ورځ زما ښه په یاد ده چي د افغانستان په هر ولایت کي موږ امنیتي پیښې در لودې چي یوه یې دا وه چي په دا نیژدې د پغمان په ارغندۍ کي د طالبانو له خوا په روڼا ورځ د قوماندان عقیق وژنه وه، هغه قوماندان چي له ځانه تر عیاله له تاسره په سر او مال  له اولې ورځې ولاړ وو، تر نن پوري  ته په قسم ووایه تا یې غم وخوړ، ته په دې ورځ د بیلتونه پوښتنې ور روان وې  له پردي ډم سره دي غمرازي کوله  او عسکر دي په وینو کي لمبیدل!!

چي پوښتنه ځیني وکې دی وایي دا خو نو خاماخا را ځي پکي دا هیواد دیرش کاله جنګو ځپلی دی، داسي ژر نه سمیږي!  د خدای پار دی دا ژر ده!، څوار لس کاله وشول ته یې لا ژر بولې؟ ولي داسي کوئ کاکا تاسو خو یو وار دا خپل ګریوان ته سر ټیټ کړئ.

( ملګری )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x