افغانستان

خوست: د ولايتي شورا يوه غړې د شورا له غړيتوبه ووېستل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱، ۱۳۹۴ل): د خوست د ولايتي شورا يوه ښځينه وکيله د نيمګړو تعليمي اسنادو له امله ددې شورا له غړيتوبه وويستل شوه.

د دې ولايت د ټاکنو کميسون مشر عبدالرحمن محبت وويل چې د حکمينه په نامه يوه ښځينه غړې يې د خوست د ولايتي شورا له غړيتوبه ويستلې ده او پر ځای يې بله ښځينه وکيله ټاکلې ده.

محبت وويل چې حکمينه يې ځکه د شورا له غړيتوبه ويستلې ده چې د دولسم ټولګي د فراغت قانوني اسناد يې جعلي وو.

هغه وويل که څه هم په لومړي سر کې د ټاکنو کميسيون ته نوموړې د دولسم ټولګي دفراغت اسناد وړاندې کړي وو خو د يو لړ شکونو له امله يې اسناد له سره وڅېړل شول او جعلي ثابت شول.

خو حکمينې ويلي چې دې تر دولسم ټولګي پورې په افغانستان د شورويانو د يرغل پر مهال په پېښور کې زده کړې کړي دي او د دولسم ټولګي اسناد په لاس لري او په دې مسئله کې ورسره ظلم شوی او د خپل حق غوښتنه به وکړي.

د حکمينه پرځای د نعت بي بي په نامه د خوست ولايتي شورا پخوانۍ نومانده چې د نورو نوماندانو په پرتله يې زياتې رايې وړې وې د ولايتې شورا د غړې په توګه شورا ته وروپېژندل شوه.

که څه هم په پيل کې په افغانستان کې د ټاکنو د نوماندانو د تعليم له پاره کوم ټاکلی قانون نه و معلوم او هر چا کولای شول چې نوماند شي او له دې لارې ولايتي او ملي شوراګانو ته ځانونه ورسوي، خو په وروستيو کې د افغانستان د ټاکنو په قانون کې د تعديل وروسته د ولايتي شورا ګانو د نوماندانو له پاره لږ ترلږه تر دولسم ټولګي تعليم ضروري وګڼل شو.

د يادونې وړ ده چې د خوست د ولایتي شورا له ۱۵ غړو څخه يې درې ښځې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x