ميانمار: د غره د ښوېدو له امله ۹۰ تنه مړه سلګونه نور ورک او ټپيان دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ليندۍ، اوله، ۱۳۹۴ ل): د ميانمار په کاچن سيمه کې د غره د ښوېدو له امله لږ ترلږه ۹۰ تنه وژل شوي او په سلګونو نور تر خاورو لاندې دي.

دسيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې د کاچن په نامه يوه لرې پرتې سيمه کې د يشم او يو شمېر نورو قيمتي کاڼو د راوېستو په يوه کان کې چې شاوخوا دوه سوه تنه په کې په کار بوخت دي، د غره د راښوېېدو له امله مړه او تر خاورو لاندې شوي دي.

دغه غر جې نږدې ۳۰۰ متره لوړوالی يې درلود له راښوېېدو سره يې نږدې ۵۰ کورونه هم زيانمن کړي دي.

د ميانمار د بېړنيو مرستو د ادارې مسؤلينو ويلي چې د ژغورنې ټيمونو پرون ۷۹ تنه او نن د يکشنبې په ورځ ۱۱ تنه له خاورو را ايستلي دي خو دا معلومه نه ده چې څومره کسان به نور تر خاورو لاندې وي.

د پېښې له قربانيانو څخه يوازې یو تن ژوندی ژغورل شوی و خو څه وخت وروسته هغه هم ساه ورکړې ده.

ديادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په دغه سيمه کې د کانونو د کيندنو پر مهال د غرونو د ښوېدو له امله ګڼ شمېر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ميانمار د اسيا په جنوب ختيځ کې پروت هېواد دی چې له هند، بنګال، چين، لاوس او تائي لینډ هېوادونو سره ګډې پولې لري.

ددغه هېواد په روهنګيا ايالت کې له څو کالونو راهيسې مسلمانان د بودايانو او حکومت له لوري سخت ځورول کيږي چې درې کاله وړاندې په زرګونو روهنګيا مسلمانان په دغه هېواد کې ژوندي وسوځول شول.

تېر کال هم په ميانمار کې د مسلمانانو په وړاندي د ميانمار د بودايي نظام ځواکونو او عامو بودايانو له دغه هېواده د مسلمانانو په شړلو او په بحر کې د لارې له بندولو له امله له سختو مرګوني مشکلاتو سره مخ کړي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د