نړۍ

په سوریه کې روسي بمباریو تر ۴۰۰ ډیر ولسي وګړي وژلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱، ۱۳۹۴ ل): د تېر سپټمبر میاشتي راهیسي کله چې روسیې په سوریه کې بمباری پيل کړي تراوسه تر ۴۰۰ ډیر بې ګناه سوري وګړي وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان دي.

په بریطانیا کې د سوریې د بشري حقونو د فعالانو ډله وایې چې د سپټمبر میاشتي د ۳۰مي نیټې څخه چې په همدې نېټه روسيې په سوریه کې هوایې بریدونه پیل کړل بیا د نومبر میاشتي تر ۲۰مي پوري ۴۰۳ بې ګناه سوري وګړي وژل شوي دي، په وژل شویو کې یوازي ۹۷ ماشومان دي.

پر همدې مهال د سوریې د بشري حقونو د فعالانو یوې بلي ډلي ویلي چې تراوسه ۵۲۶ بې ګناه کسان وژل شوي او په هغوی کې یوازي ۱۳۷ ماشومان شامل دي.

نن هم د بشارالاسد ځواکونو په هوایې بمباریو کې چې د پلازمېني دمشق دباندي په دوما سیمه کې ترسره کړي ۷ تنه بې ګناه سوري وګړي ووژل شول چې درې تنه یې ماشومان دي.

د جمعې په ورځ روسي بیړیو د کسپین سمندرګي څخه سوریه په کروز توغندیو وویشته، د کروز توغندیو بریدونه د څلورو ورځو څخه دوام لري.

روسي او سوري چارواکو وویل چې ددوی جیټ الوتکو په دیرزور ولایت کې د داعش ۵۰ هدفونه په نښه کړي او مرګ ژوبله یې رامنځته کړي، دا د روسيې د بمباریو له پیل څخه تر ټولو سخت بریدونه دي چې دوی یې په یاد ولایت کې ترسره کوي.

د تېرکال د اکتوبر میاشتي څخه تراوسه دوه څلویښت زره، دوه سوه څلور دیرش هوایې بریدونه ترسره شوي چې په هغې کې کروندې، کلي، ښارونه او بازارونه په نښه شوي، همدارنګه په دې بریدونو کې دوه ویشت زره، درې سوه اویا بیلري بمونه کارول شوي دي.

په دې بریدونو کې شپږ زره، اته سوه نه اتیا ملکي خلګ وژل شوي چې یوازي یې یو زر، څلور سوه شپږ دیرش ماشومان قرباني شوي دي.

په یادو بریدونو کې پنځه دیرش زره خلګ ژوبل شوي هم دي.

د تېر سپټمبر میاشتي د ۳۰مي نېټي څخه کله چې روسي ځواکونو هوایې بریدونه پيل کړل یوازي د حلب ولایت څخه نژدې یو لک خلګ د بمباریو له وېري تښتیدلي او خپل کورونه یې پري ايښي دي.

همدارنګه زر کسه بېځایه شوي د ادلب ولایت په مرکز کې د یوه کمپ څخه تښتېدلي، ادلب ولایت د القاعده تنظیم پوري تړلو جنګیالیو په ولکه کې دی او د سوري ځواکونو له ولکي وتلی دی.

په سوریه کې د جګړې له پیل څخه تراوسه دوه نیم لکه خلګ وژل شوي او د سوریې د نفوس نیمه برخه خلګ بېځایه شوي او د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x