امريکا: پر کنسرت د بريد له امله ۱۶ تنه ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ليندۍ،۲مه، ۱۳۹۴ ل): د امريکا د لونيزيانا ايالت د نيو الينز په ښار کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۶ تنه ټپيان شوي دي.

اسوشيټيد پريس خبري اژانس د ځايي پوليسو له قوله وايي چې دغه پېښه د نيو الينز د ښار په يوه پارک کې هغه مهال رامنځته شوه چې په دغه پارک کې يو کنسرت روان و، چې شاوخوا ۳۰۰ کسان يې نندارې ته راټول شوي وو.

د نيو الينز ښار د پوليسو مشر مايکل هيريسن ويلي چې دغه پېښه د يکشنبې په ورځ ماښام شاوخوا ۷ بجې د اپرناینت واټ د سيمې د فرينډ پلي په لوبغالي کې رامنځته شوه.

مايکل هيريسن وويل چې دوی معلومات ترلاسه کړي وو چې په دغه کنسرت د څو تنو له لوري بريد کيږي. هغه وويل چې بريدکوونکي دوه کسان وو چې له پېښې وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي چې د کنسرت ترڅنګ يو کس چې ټوپک يې په لاس و ډزې وکړې خو د هغه له ډزو وروسته د کنسرت له دننه هم د ډزو اوازونه پورته شول.

له پېښې وروسته سيمې ته مرستندويه ټيمونه رسيدلي او ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.

تر دا مهاله د پېښې مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی او نه هم سيمه ييزو پوليسو د پېښې په تړاو څوک نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې د تېرې اوونۍ د پاريس له بريدونو وروسته د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې وخت په وخت د چاودنو او بريدونو اوازې او راپورونه پورته کيږي.

په امریکا کې ډېری وخت وسله وال د خلکو ژوند ګواښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د