نظــر

نوی کال او زموږ مسؤلیتونه

2013

دا دی ۲۰۱۲ عیسوي کال هم تیر شو راتلونکی کال ۲۰۱۳م د یو چیلنج په حیث قبول کړئ نو هغه کارونه چې په ۲۰۱۲م کې مو نه وي کړي یا درنه نیمګړې پاتې شوي وي نو په ۲۰۱۳م کال کې مکمل کړئ او د نوي کال په پیل کې کلک عزم او اراده وکړئ چې د تیر کال په پرتله دا کال کې ډیرې لاسته راوړنې ولرئ.

نن سبا د انسان ژوند واقعا ډیر مشغوله دی، باید داسې یو پلان ترتیب کړو چې د دنیا د ژوند سره قدم په قدم لاړ شو او دا د کامیابی سفر همداسې جاري وساتو ، داسې سفر چې هم مو دنیا او هم مو د اخرت د کامیابی سبب شي، ځکه الله تعالی په قرآن سوره ملک کې فرمایي چې : هغه ذات (الله) چې تاسې ته یې ژوند او مرګ درکړی چې تر څو تاسې وازمائي چې په تاسې کې کوم یو نیک عمل کوي.

ددې آیت څخه دا څرګندیږي چی دا دنیا الله تعالی موږ انسانانو ته د یو امتحان په توګه جوړه کړې، د یو کم عمر په راکولو سره یې موږ پیدا کړې یو تر سو پدا لنډ وخت کې د نیکو کارونو او د الله تعالی د عبادت په کولو سره تیر کړو. لیکن څومره د افسوس خبره ده چې انسانانو د دې امتحان کور نه د تفریح کور جوړ کړی باید داسي وشي چې د خپل خوا او شا غریبو او ناچاره وروڼو او خویندو سره مرسته او خواخوږي وکړو تر څو دوي ته د کمتیا احساس پیدا نشي. تیر کال کې د زیاتو مصروفیتونو له وجې مو چې د خپلو خپلوانو سره ندي لیدلي هغوي سره وګورو دحال او احوال نه یې ځان خبر کړو چې مینه او اړیکې مو نورې هم لا زیاتې شي . باور وکړئ دې سره به مو خوشحالي او اطمینان حاصل شي.

کومو دوستانو سره مو چې تیر کال څه خفګان راغلی وي د هغوي سره صلح وکړو پدې سره به مو د الله تعالی په وړاندې غاړې خلاصې وي پدې مو هیڅ نه کمیږي هغه د زړه بوج به مو کم شي ددې سره دا اړیکی او رشتې نورې هم قوي کیږي نفرت ورکیږي او مینه زیاتیږی. د اسلام له نظره د اړیکو پریښودل لویه ګناه ده، د هغه څلورو کسانو چې الله به د قیامت په ورځ ورڅخه ناراضه وي او بښنه به نه ورته کوي په هغه کې یو هم خپلو خپلوانو سره د اړیکو پریکولو والا دی. مګر نن موږ ټول د غیر مهذبو خلکو په لاره روان یو د نوي کال پیل سره ګډاګانې او ډول ډول ناروا محفلونه جوړوو چې دا موږ ته ښه ښکاري اما د پردې تر شا څه کیږيد (امین) په خیال هغه دې هم داسې د پردې تر شا وي بهتره ده.

د عمر کمي ته موږ د عمر لوییدا وایو ځکه د کال په تیریدو سره د انسان ژوند کمیږي بلکه څومره چې د ژوند شیبې ورو په ورو تیریږي هومره موږ قبر ته نیږدی کیږو. لیکن موږ دا هر څه شاته اچوو او د عمر په اضافه کیدو سره خوشحالیانې کوو حالا موږ ته خپل دین هیڅ کله ددې اجازه نه راکوي. په موږ کې به ډیرو کمو ممکن د الله تعالی عبادت او د هغه د راضي کولو هڅه کړې وي او د الله او د هغه د رسول په لاره یې د تلو کوښښ کړی وي. کاش موږ ټول په یوه خوله د الله څخه د مغفرت او بښنې غوښتنه وکړو کیدای شي چې زموږ د ټولو بښنه وشي تر اوسه لا د توبې دروازه بنده نده، دا خو زموږ د اعمالو نتیجه ده چې نن موږ په مختلفو آفتونو ککړ یو مرګونه ، مرضونه او ډول ډول آفتونه د الله تعالی د عذابونو څخه دي خو زه څنګه ددې آفتونو باوجود تاته د نوي کال مبارکي درکړم ؟

مبارکي خو به هلته خوند کړی وو چې یو بل سره مو د نفرت پرځای مینه او مرسته کړای وی یو بل ته مو د ورورګلوی لاس ورکړی وای او دا ټولې بدبینی مو له مینځه وړی وای ددې سره به مو د دواړو جهانونو کامیابي ترلاسه کړی وای. خو موږ په مزو او چړچو کې غرق یو. د تلویزیون په مختلفو چینلونو د سندرو او ډمتوبی پروګرامونه ګورو، کیکونه پرې کوو اود نوي کال شپه د خرافاتو نه ډکه لمانځواو د ګناهونو مرتکب کیږو. باید موږ د یو څو شیبو خوند لپاره ابدي ژوند خرابه نکړو ددې هر څه کولو نه مخکې موږ باید پر دې ښه سوچ وکړو چې د آینده آفتونو نه ځان وژغورو. دا ټول هر څه د غربي تهذیب برخه ده چې زموږ ځوان نسل یې هم ډیر متاثره کړی او زموږ دین خو د دا ډول بې حیایی څخه په کلکه ممانعت کوي ځکه حیا د ایمان یوه مهمه برخه ده او چا کې چې حیا نه وي هغه کې ایمان نه وي، دی پلیته کلتورونو خو موږ د حیواناتو نه هم بدتره کړي یو. خلکو د شرق څخه راختلي د رڼا ستوری یعني اسلام پریښود او په غربی تیارو یي زړونه وبایلل. د وخت غوښتنه دا ده چې موږ ټولې ناوړه طریقې پریږدو او د الله او د هغه د رسول په لاره روان شو ، علم حاصل کړو نورو ته یې ورسوو او نور خیریه کارونه وکړو.

دا کال باید پدې امید او یقین سره پیل کړو چې الله موږ سره دی او هغه به موږ ته کامیابي را نصیب کوي. د دیني او دنیاوي علومو حاصلول ډیر ضروري دي ترڅو د ښه او بدو تر مینځ توپیر وکړو. الله تعالی موږ ته د عمر مختلفو مراحل راکړې، وړکتوب ،ځواني او بیا بوډاتوب.د قیامت په ورځ به د ځوانی د عمر پوښتنه زېاته کوي دا ځکه چې د ځوانی په دوران کې د انسان د ګمراه کیدو امکانات ډیر وي او شیطان پرې غالبیدای شي چې په نتیجه کې د ډیرو ګناهونو مرتکب شی .

هی ! ځواني د قدرت یوه قیمتي او عظیمه ورکړه .انسان ماشوم وي بیا ځوان او وروسته زوړ شي د وخت په تیریدو سره د ده دا غوښتنې اضافه کیږي چې کاش ما ته هغه وخت بیرته راغلی وای مګر داسې بالکل ممکنه نده ، تیر شوی وخت کله هم نه راځي، موږ باید پدې تکل کې شو چې دا قیمتي سرمایه چیرته مصرف کړو- الله تعالی ته د ځوانی یوه سجده د بوډایئ اویا(٧٠) سجدو نه بهتره ده. متاسفانه زموږ ځوان نسل د جوماتونو د ښایست سبب نه بلکه د نورو بیهوده شیانو د ښایست سبب ګرځي.

د خدای لپاره لږ په خپل ځان رحم وکړئ او د الله او رسول په لاره روان شئ په هر صورت راځئ د نوي کال شروع پدې عزم او یقین سره وکړو چې لمونځ به نه قضا کوو، د الله تعالی په رسی به کلکې منګولې لګوو، د قرآن کریم تلاوت خپل عادت ګرځوو او خپلو اولادونو ته به د دنېاوې تعلېم سره سره اسلامی تعلیم هم ورکوو او خپل کور او ماحول به په اسلامي تربیې روزو او د خپل نفس د اصلاح څخه به شروع کوو تر څو خپل ځان الله ته نیږدی کړو – ددې ټولو کارونو کولو سره به موږ ته ذهني سکون پیدا شي او دا هر څه به موږ د ابدي کامیابی پر لورې روان کړي. الله تعالی دې زموږ د ټولو مل شي.

لېکوال: عزېز امېن احمدزى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx