ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۲۹) – په وړو خبرو پسې مه ګرځه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

په وړو خبرو پسې مه ګرځه!

ډېر خلک وړې وړې خبرې، چې له سره د یادولو وړ نه وی، زړه ته نیسی او په دی سره ډېر دروند غم پر خپلو اوږو باروی.

وتعظم فی عین الصغیر صغارها
وتصغر فی عین العظیم العظائم.

” د وړو خلکو په سترګو کې وړې خبرې ډېرې سترې وی، خو د لویو خلکو په سترګو کې بیا ډېرې لویې خبرې هم وړې ښکاری. ”
تاسې منافقانو ته وګورئ، څومره ټیټ همته او لوېدلی هوډ لری، هېڅ حوصله نه لری، او نه د یوه شی په اړه مقاومت کولای شی، د جهاد په اړه د دوی وینا دا وی:

( لاَ تَنفِرُواْ فِی الْحَرِّ )
” په ګرمۍ کې جهاد ته مه وځې ”
( ائْذَن لِّی وَلَا تَفْتِنِّی )
” ماته اجازه وکړه، او په فتنه کې مې مه اچوه ”
( بُیُوتَنَا عَوْرَةٌ )
” کورونه مو خالی دی. ”
( نَخْشَی أَن تُصِیبَنَا دَآئِرَةٌ )
” موږ وېرېږو، چې له کومې پېښې سره مخ نشو. ”
( مَّا وَعَدَنَا اللهُ وَرَسُولُهُ اِلَّا غُرُوراً )
“له موږ سره الله او رسول د دوکې ژمنه کړې ده. ”

په داسې نفسونو او داسې خیالاتو افسوس پکار دی.
د دوی ټول فکر د خېټې په اړه وی، او په هر څه کې غواړی، چې ځانونه ماړه کړی، لوی لوی قصرونه او ماڼۍ جوړې کړی، او د ځان لپاره د ځان پالنې اسباب ولټوی، تل یې دنیوی ګټو ته سترګې نیولې وی، ټول غم یې له خپلو جامو، سورلۍ، بوټ، څپلۍ او دسترخوان سره تړلی وی.
که تاسې د ځینو کمزورو خلکو حالت ته وګوری، سبا بیګا به یی له خپلې ښځې، اولاد، وروڼو او ګاونډیانو سره له جګړو پرته بل کار نه وی، او دا په ډېرو وړو وړو خبرو، کله په دې چې په ترکارۍ کې مالګه ډېره شوې، نو اوس دده ژوند په دې کور کې د تېرېدو وړ نه دی، او کله یو لوښی د یوه ماشوم له لاسه مات شوی دی، نو اوس دا ماشوم په کور کې د پرېښودو وړ نه دی، او کله یې له ګاونډی څخه یوازې د خولی خبره اورېدلې یا په درواغو چا ور رسولې، نو اوس دده لپاره دغه خبره زغمل د سړیتوب خلاف ده، کله یې په ګاونډ کې په چرګانو جنجال دی، او کله یې په سپیو، کله د کارونې په لوښو او سامانونو او …. ټول خلک هم ترې په کړاو اخته دی، او ددې بدمرغه خپلې شپې او ورځې هم نا ارامه دی.
داسې خلک لوړ هوډ نه لری، او نه په خپل ژوند کې سترې موخې لری، چې پرې بوخت شی، همدې خبرو ته وزګار وی، او همدې خبرو ته یې مخه وی، له دوی سره له دې پرته د پام وړ کار نشته، چې خپل وخت پرې ډک کړی.
هوښیاران وایې: چې لوښی هر کله له اوبو خالی شی، له هوا ډکېږی، دوی چې په خپل ژوند کې ارزښتناک کارونه او چارې نه لری، خود به په داسې وړو وړو خبرو خپل ژوند تېروی، او هرو مرو به یې ژوند تنګ او له غمونو ډک وی، اوس ته خپل کارونه په پام کې ونیسه، چې ته په کومو کارونو غمجن کېږې، ایا دغه کارونه د غم او خفګان وړ دی؟ ایا ستا ارزښتناک وخت په داسې کارونو او خبرو بربادول ښه کار دی؟ ایا دا مناسب ده، چې د الله تعالی بهترین نعمت ( روغتیا او دماغ ) دې په دې وړو خبرو له لاسه ور کړې؟
الله تعالی تاته ډېر ستر ستر نعمتونه درکړی دی، چې ته یې باید په داسې خبرو له لاسه ورنه کړې، او که دا کار وکړې، نو دا ستا لپاره ډیر ستر تاوان او په ناچله پیسو سودا کول دی.
ارواپوهان وایې: هرشی تر خپله معقوله بریده پورې تر سره کول پکار دی، او د هر شی لپاره خپله اندازه وی.
الله تعالی څه ښه ویلی دی:

( قَدْ جَعَلَ اللهُ لِکُلِّ شَیْءٍ قَدْراً )
” الله تعالی د هر یوه شی، لپاره خپله اندازه ټاکلې ده. ”

نو هرې پېښې ته خپله اندازه وزن ورکړه، او په ټولو چارو کې له کمی او زیاتی څخه ډډه وکړه.
د صحابه کرامو رضی الله عنهم هوډ ته فکر وکړه، چې د یوې ونې بېخ ته ناست دی، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د وفا لاس نیوی کوی، په همدې سره دوی د الله تعالی رضا ترلاسه کړه، هغوی دغه لاس نیوی د نبی علیه السلام د ملګرتیا او د الله تعالی د دین په خاطر د کور کلی او دنیوی ژوند هرڅه پرېښودلو لپاره کړی وو، نو ته ولې په وړو وړو خبرو پسې ګرځې او غټ غټ کارونه پرې پرېږدې؟
په وړو وړو خبرو خپل ژوند تباه کوې، دا کار مه کوه، په وړو خبرو پسې مه ګرځه، دا پرېږده، خپل هوډ ستر کړه، په ارزښتناکو کارونو ځان بوخت کړه، او بیا وګوره، چې غمونه دې درنه په کوم لوری مخه کوی، او له څومره خوښیو سره مخ کېږې، یو ځل یې تجربه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x