شعـــــرونه

حقيقي شاهدان

غازي ستاپه مېــــړانه سنګـــرونه شـاهــدان دي
جګ غرونه شاهدان دي ميدانونه شاهـدان دي

هيڅ ندي خـــاورې شــوي شهـيدان په لحدوكي
سـالــم ســالــم پراتــه دي آيــاتــونه شــاهــدان دي

ښكاره دى نه پــټـيــږي د مقتـو ل قتل قاتـله
ملــكې شــاهـــداني دي روحــونه شـــاهــدان دي

هيــڅ نشــتــه دظــالــم دخــلاصېــدلـو كــومه لاره
ويرونه شــاهـــدان دي كـــړاوونه شــاهــدان دي

هرڅو كه كر غېړ نې فيصلې په پـټــه وكــړئ
آګاه شـئ جــاســوســانــوايمــانــونـه شاهدان دي

مظلــومــه انتــظــارسه دپاك خداى وعدالت ته
داو ښكــو بهـېـــدلي دريـابــونه شـاهــدان دي

هــريــو به دالله په وړاندي وركــړي جــوابـــونه
زخمـــونه شــاهــدان دي اودردونه شاهدان دي

دانــدى چــي اســيــر دتورو شپو تيــارو وخـــوړ
اولچــكې شـــاهدانې ځنــځــيــرونه شاهـدان دي

الهامه! په ظميرباندي دي فضــل ده رب غـواړه
په درستوګــوډاګــيــانو ظــمـيـرونه شـاهــدان دي

سيداحسان الله الهام

2012/12/28

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x