
عراق کې د ۲۵۰ اټومي بمونو په کچه یورانیم کارول شوي
لیکوال: ډاکټر اسامه ابو الرب
ژباړه: نبراس الحق عزیز
روانه میاشت د «عربي ساینسي ټولنې» سازمان یو نوی کتاب چاپ کړ. په کتاب کې هغه روغتیايي ستونزې څیړل شوي چې د ۱۹۹۱ – ۲۰۰۳ کلونو ترمینځ د خلیج جګړو زیږولي دي.
په کتاب کې هیښوونکي حقایق او ویروونکې احصائیې ذکر شوي، د مثال په توګه، د ټیټې درجې (کمزورو) یورانیمو هغه اندازه چې په عراق کې کارول شوې؛ له ۲۵۰ اټومي بمونو سره برابره ده.
د «د خلیجي جګړو روغتیايي ستونزې او په اتومي وړانګو د هوا ککړتیا» تر سرلیک لاندې دغه کتاب ډاکټر کاظم المقدادی لیکلی. نوموړی اکاډیمک شخصیت او د روغتیا او چاپیریال ساتنې په برخه کې عراقي څیړونکی دی او په سویډن کې اوسیږي. ډاکټر کاظم المقدادي په روغتیاپوهنه کې دکتورا ترلاسه کړې. د ماشومانو روغتیا، ټولنیزې روغتیا، چاپیریال ساتنې او د اتومي وسلو د روغتیايي زیانونو او اتومي وړانګو له کبله د هوا ککړتیا په برخو کې تخصص لري.
د کتاب یو څپرکی ډاکټرې «می الاناووط» تر «د خلیجي جګړو روغتیايي ستونزې.. د ناورین ژورتیا څومره ده؟!» سرلیک لاندې لیکلی. نوموړې په سرطاني ناروغیو کې دکتورا ترلاسه کړې.
په کتاب باندې د «عربي ساینسې ټولنې» مدیرې ډاکټرې «موزه بنت محمد الربان» سریزه لیکلې او ویلي یې دي چې د چاپیریال ساتنې پوهانو د عراق مختلفو سیمو د خاورې په نمونو تر څیړنو وروسته ثابته کړې چې په خاوره کې په پراخه کچه یورانیم شتون لري. څیړونکو ویلي چې له همدې کبله دا مهال په عراق کې په زیاته اندازه د سرطان ناروغۍ ثبت شوې پېښې موجودې دي.
د نوو زیږیدونکو ماشومانو په جسماني خلقت ناوړه اغیز:
ډاکټر موزه لیکي چې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلي چې په عراق باندې د امریکا په مشرۍ د ۱۹۹۱ او ۲۰۰۳ کلونو دواړو جګړو، چې د کمزورو یورانیمو بمونه په کې کارول شوي، په عمومي ډول په عراقي ولس ناوړه اغیزې کړي او په ځانګړي ډول یې د سرطاني ناروغیو او د ماشومانو د پیدایښتي معیوبيت په پېښو کې زیاتوالی راوستی.
نوموړې زیاتوي: «خبره تنها د ټیټې کچې یورانیمو د استعمال نه ده، بلکې په دغو جګړو کې ګڼې نورې داسې وسلې کارول شوي چې د چاپیریال په ککړتیا او د خلکو په روغتیا یې ژور منفي اغیز پريښی. له دې څخه د هغو خلکو عدم بشریت ښه معلومیدای شي چې د بشري حقوقو په نعرو ستوني شکوي، له دې څخه دا هم معلومیږي چې دښمنان په ټولو اړخونو کې د عربي او اسلامي نړۍ د بربادۍ موخې لري او د هغوی ژوند او راتلونکی له مینځه وړي».
ډاکټره موزه په پای کې لیکي چې دوی هیله من دي چې د دې موضوع مطرح کول به خلک په خوځښت راولي او په رسمي، پوهنیزه او ولسي کچه به بیړني او کارنده ګامونه پورته شي.
نوموړې ټینګار کوي چې ګاونډي هیوادونه او په ځانګړي توګه کویټ او سعودي به د عراق له ککړ چاپیریال څخه بې اغیزې پاتې نه شي نو ځکه د دغو هیوادونو ترمینځ د یو مشترک پلان د جوړولو غږ کوي ترڅو راتلونکي نسلونه وژغورل شي.
ډاکټر کاظم المقدادي په خپل کتاب کې لیکي چې د عراق د ۱۹۹۱ او ۲۰۰۳ کلونو جګړو په ترڅ کې په دې هیواد باندې د یورانیمو لویې لويې ذخیرې توغول شوي چې اندازه یې تر ۲۲۰۰ میټریک ټن څخه اوړي. د جاپان په «اوکیناوا» پوهنتون استاذ «کاتسوما یاګاساکي» د څرګندونو پر اساس، د ټیټې کچې یورانیمو دغه مقدار د ۲۵۰ اټومي بمونو د جوړښت لپاره کافي دی.
قاطع دلایل:
ډاکټر کاظم المقدادي زیاتوي چې داسې کره دلایل شتون لري چې ښيي په عراق کې د سرطاني ناروغیو د ډیرښت لامل هغه یورانیم دي چې په دې هیواد کې استعمال شوي دي. د ۱۹۹۱ جګړې وروسته او په ۲۰۰۳ کال د عراق له اشغال وروسته د دې هیواد د ځینو سیمو په ماشومانو کې د وینې سرطان او په نجونو کې د تي سرطان پېښې زیاتې شوي. د ترسره شوو احصائیو پر اساس په هغو سیمو کې چې د جګړو ډګرونو ته نږدې پاتې شوي، د پیدایښتي معیوبو ماشومانو د شمېر کچه لوړه ده.
لیکوال وايي چې کاناډايي ساینسپوه «هاري شارما» د بصرې ښار د لیدنې وروسته اندیښنه څرګنده کړه چې د ۱۹۹۱ جګړې په ترڅ کې د یورانیمو د استعمال له کبله به ۵ – ۱۲ ٪ کسان د سرطاني ناروغیو په وجه خپل ژوند له لاسه ورکړي. د نوموړي په وینا د ۱۹۹۱ – ۱۹۹۸ کلونو ترمینځ یوازې په بصره کې سل زره وګړي د سرطان په ناروغیو اخته وو چې ۷۵٪ یې ماشومان وو. همدا راز د جنين سقوط، ذهني ناروغیو او پیدایښتي معیوبیت پېښې له عادي حالته ډیرې زیاتې شوي دي چې نظامي او ولسي وګړي دواړه پرې مبتلا کیږي.
لیکوال زیاتوي چې په وروستیو دوو لسیزو کې په عراقي ټولنه کې د سرطاني ناروغیو پېښې د ناورین تر کچې زیاتې شوي دي، د سرطاني ناروغیو هغه پېښې چې رسما ثبت شوي تر یو میلیون زیاتې دي او دا شمېره مخ په زیاتېدو روانه ده. هر کال د سرطاني ناروغیو له کبله له ۱۰ زرو څخه تر ۱۲ زرو پورې کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو د هغو سرطاني ناروغیو او مړینو شمېره چې رسما ثبت شوي نه وي، په کال کې لسګونو زرو ته رسیږي.
ډاکټر المقدادي لیکي چې د ۱۹۹۱ کال جګړې څخه لس میاشتې وروسته په لومړي ځل د یورانیمو د استعمال له وجې په ولسي خلکو کې روغتیايي ستونزو بېلګې د عراق په جنوب (په ځانګړي ډول بصره، میسان، ذي قار) سیمو کې وموندل شوې. د دغو اتومي وسلو اولني قربانیان ماشومان او په ځانګړي توګه تي خور او نوي زیږیدلي ماشومان وو.
لیکوال زیاتوي چې عراقي ډاکټرانو د ۱۹۹۱ کال جګړې وروسته د سرطاني ناروغیو د «خاموشۍ مرحله» کې لوی بدلون محسوس کړ (د خاموشۍ مرحله هغې مرحلې ته وايي چې مریض په ناروغۍ اخته شوی وي خو لا یې پر وجود آثار راښکاره شوي نه وي). هغه سرطاني ناروغي چې په ۱۵ – ۴۵ کلونو کې به یې د انسان په وجود کې اثار راښکاره کېدل، اوس دغه موده د یورانیمو د استعمال له امله د لسو میاشتو او پنځو کلونو ترمینځ مودې ته راکمه شوې ده.
نا اشنا پېښې:
په هغو سیمو کې چې د یورانیمو وسلې کارول شوي دي، د سرطاني وبا له امله ډیر تغیرات مینځ ته راغلي. ډاکټرانو د ۱۹۹۱ جګړې څخه وروسته د هغو سیمو په اوسیدونکو کې چې بمبار شوې وې، نا اشنا روغتيايي پېښې ولیدې. د مثال په توګه:
– پرلپسې د جنین سقوط او مړه بچیان زیږول.
– په نوو زیږیدونکو ماشومانو کې نا اشنا جسماني عیبونه چې تر دې وړاندې نه و لیدل شوي.
– په ښځو او سړیو کې د شنډ توب خپریدل.
– په هغو سیمو کې د سرطاني ناروغیو ډیرښت چې په غربي ډوله بمونو بمبار شوې وې.
– په داسې کورنیو کې د سرطاني ناروغیو پیدا کېدل چې تر دې وړاندې يې هیڅ غړی په سرطان نه و اخته شوی، ځیني وختونه په یوه کورنۍ څو کسان په سرطاني ناروغۍ اخته کیدل.
– ډاکټر جواد العلي ته داسې ناروغ هم مراجعه کړې چې په یو وخت کې په دوه، درې او څلورو ډوله سرطاني ناروغیو اخته و.
– په داسې عمر کې په سرطاني ناروغیو اخته کیدل چې له طبي اټکلونو سره په ټکر کې وي. د مثال په توګه د ۱۰ او ۱۲ کلونو نجونو د تي سرطان، یا د سرطان هغه نور ډولونه چې ډیر کم ماشومان پرې اخته کیږي.
– د سرطاني ناروغیو او د سرطاني ناروغیو له کبله د مړینو احصائیه په پراخه توګه لوړیدل، چې د ۱۹۸۹ کال په پرتله دغه احصائیه څو چنده لوړه وه.
لیکوال وايي چې عراقي ماشومان د سرطاني ناروغیو لومړني قربانیان دي. احصائیو جوته کړې چې عراق د نړۍ د هغو هیوادونو په سر کې راځي چې د ماشومانو د مړینې پېښې په کې زیاتې وي. د دې لامل دا دی چې په عراق کې د لویدیځو هیوادونو په پرتله د هغو ماشومانو شمېر زیات دی چې په سرطان اخته دي. په عراق کې د سرطاني ناروغانو ۸٪ ماشومان تشکیلوي، حال دا چې په پرمختللو هیوادونو کې دغه اندازه ۱٪ ده.
ویل کیږي چې په ماشومانو کې د سرطاني ناروغیو تر ټولو زیاته برخه د وینې سرطان تشکیلوي، ورپسې د لنفوم سرطان، د ماغزو او اعصابو سرطان راځي. خو ښايي د تېرو پنځلسو کالو په ترڅ کې د عراق د بصرې ښار په ماشومانو کې د وینې سرطان ناروغي درې چنده زیاته شوي وي.
خو ډاکټره «می ارناووط» وايي چې «له جګړې وروسته په لومړیو کلونو کې د دې موضوع پټ ساتل او په خلیج کې د زهرجنو او ککړو موادو په استعمال باندې عدم اعتراف د دې لامل وګرځید چې خلک د حقیفي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره په نړیوالو ورځپاڼو او خبریالانو باندې اعتماد وکړي، ځکه خو رسنۍ په دې موضوع کې تقریبا یوازینۍ معلوماتي سرچینه وګرځیده او رسنیو د هغو کسانو د څرګندونو په استناد معلومات خپاره کړل چې هغه مهال یې د څو کلونو لپاره د روغتیا په برخه کې کار کړی او یا له حالاتو سره نږدې پاتې شوي».
د اولادونو کې د زیږون شمېرې کموالی:
نوموړې ډاکټره وايي چې په ۲۰۰۸ کال د سي آی ای د راپور پر اساس په عراقي میرمنو کې ناوړه روغتیايي اغیزې لیدل شوي دي چې له کبله یې د ۲۰۰۰ کال په پرتله په ۲۰۰۸ کال کې په ښځو کې د اولادونو د زیږون وړتیا په اجمالي توګه له ۴.۸۷ اولادونو څخه ۳.۹۷ اولادونو ته راښکته شوې.
په همدې راپور کې راغلي چې په بصره کې د ۱۵ کلونو څخه کم ماشومانو کې د سرطان ناروغۍ سلنه د ۱۹۹۰ کال په پرتله په ۲۰۰۰ کال کې له ۳.۹٪ څخه ۱۳٪ ته لوړه شوې. همدارنګه په بصره کې تر ۵ کلونو کمو ماشومانو کې د وینې سرطان (لوکیمیا) سلنه له ۱۳.۳٪ څخه ۵۶.۷٪ ته لوړه شوې. په ماشومانو کې د «لوکیمیا» سرطان پیدا کیدل له اتومي وړانګو سره نیغ په نیغه اړیکه لري.
راپور کاږي چې په ۲۰۰۳- ۲۰۰۴ کلونو کې پر فلوجې ښار تر بمبارۍ وروسته په نوو زیږیدونکو ماشومانو کې د جسماني نیمګړتیاوو او زړه ناروغیو پیښې د اروپا په پرتله ۱۳ چنده زیاتې شوې. همدارنګه په ماشومانو کې د هډوکي کوږوالي او دې ورته نورې داسې ناروغۍ ولیدل شوې چې تر دې مخکې چا نه پیژاندې.
هېره دې نه وي چې د نوموړي کتاب بریښنايي بڼه په انټرنټ کې موندل کیږي او د «عربي ساینسي ټولنې» له ویب پاڼې څخه ښکته کیدای شي.
عربي ساینسي ټولنه (ARSCO) یوه خپلواکه او غیره انتفاعي ټولنه ده، چې د څیړونکو او اکاډمیکو ساینسپوهانو، انجینرانو او روغتیاپالانو لپاره د تجربو او معلوماتو شریکولو، خپلمنځي همکاریو، د ساینسي بحثونو او مقالو د خپرولو او د نظریاتو د تبادلې لپاره زمینه برابروي.