نظــر

طالبان مشفق دي او پر خپلو هیوادوالو یې پوره شفقت کړی دی!

لیکوال: حافظ حذیفه (منصوري)

طالب جان، د خپل اولس په زړه کې پوره ځای لري، هغسې به نه وي لکه څنګه یې چې په هیواد کې غرب پلوه مفسدې رسنۍ تعبیروي.

له بده مرغه باید ووایو چې دنړی کفار په ډیر مکر او سپین سترګۍ سره کوشش کوي تر څو مسلمانان سره وپاشي، او دمؤمینانو تر منځ ورور ګلوي او خواخوږي په دښمنۍ بدله کړي او تر یو بریده پورې غربیان دې شوم هدف ته رسیدلي بولم.

رابه شو یو لنډ مثال یې په هیواد کې، روان ناورین دی، چې له دواړو خواوو نه افغانان په کې ښکیل دي، د جګړي یو لوري ته د غربیانو په لاس جوړه شوې داشرف غني اداره ده، او ددې ادارې جوړښت یوازې په دې معنی دی چې غربیان یوازې خپل ټاکلی هدف ترلاسه کړي او طالب چې د هیواد اصلي بچی او د خپلو هیوادوالو پوره خواخوږی دی ورته د دښمن په صفت معرفي کړي.

په هیواد کې  موجوده مفسدې رسنۍ، په دې کړنه کې له غرب سره پوره همکاره دي، غواړي غرب خپلې موخې ته ورسوي.

د جګړې بل لوری چې طالبان یې تشکیلوي او هدف یې افغانانو ته سوبه راوړل، افغانان له محکومیت څخه ژغورل، او په هیواد کې یو سوچه اسلامي، سولییز نظام قایمول دي، قرار لري.

د اشرف غني ادارې غرب ته د خذمت په خاطر بلا تشکیلات ایجاد کړي چې له هغې څخه یوه یې  همدغه رسنیزه خبري اداره ده چې غرب ته په پوره صداقت کار کوي، او په بدل کې ترینه، خپله ماهانه، کونجاړه حاصلوي.

په غرب پلوه رسنیو کې ناست ربوټونه دغرب په اشاره، د افغانانو په فکرونو کار کوي، تر منځ  یې تفریقه پیدا کوي، او د اسلامي نظریي څخه یې فکرونه منحرفوي.

افغانان چې په اسلام مین خلک دي، دا چاره ورته ستونځې جوړوي او د جګړي د خوځښت لامل ګرځي.

خو اسلامي امارت چې په رأس کې یې پوه علماء کرام شتون لري، له افراط او تفریط څخه خالي داسې یو معتدل نظام رامنځته کړی، چې د خپلو هیوادوالو سره د پوره خواخوږۍ او دردمندۍ څرګندوینه کوي.

داچې غربیان د تیر په څیر خپل هدف ته ونه رسیږي نو یې له غربیانو سره په څنګ کې ولاړ له خپل ناپوه ولس سره د شفقت او ترحم لار غوره کړې ده، له خپل اولس سره د طالب دشفقت او ترحم یوه بیلګه دا ده چې طالبانو  ته په میاشت کې د دوه سري حکومت په سلګونو عسکر تسلیمیږي، د دوی له طرفه ورته عمومي عفوه اعلانیږي او روغ رمټ خپل اهل او عیال ته سپارل کیږي.
همدغه راز….
د جګړې په ډګر کې ورسره له پوره احتیاطه کار اخستل کیږي ترڅو دوی ته ژوندي په لاس ور شي، او خپلو کورنیو ته یې سلامت وسپاري.
خو د غرب په لاس دجوړ شوي حکومت کړنې او قانون بیا بالعکس دی، د دوی په قانون کې بشر په اور سوځول کیږي، بې عفته کیږي، او په دایمي بند محکومیږي، چې د باګرام او پلچرخي زندانونه پرې ګواه دي.
همدغه مشفق طالب ژوندی په اور سوځول کیږي چې یو روڼ مثال یې څه موده وړاندې په بدخشان ولایت کې د څو طالبانو ژوندي سوځول وو چې دغه کړنه د اشرف غني په خوښه ترسره شوې وه.
د اشرف غني له حکومت سره د طالبانو دغه درمیانه د خواخوږۍ چلند د دې ښکارندویي کوي چې طالب په حق دی او هدف یې سپېڅلی دی.

هیواد وال باید نور ویده پاتې نه شي د کفر ټولې کړنې باید تعقیب کړل شي د دوی شومو اهدافو ته زمینه سازي و نشي، پریږدی چې غربیان د تیر په څیر خړ مخی له هیواد څخه وتښتي او په هیواد کې د رښتینې ورورګلوی فضا رامنځ ته شي.

نو راځۍ چې له موجوده فاسد نظام څخه لرې والی اختیار کړو او خپل هیواد په خپله آباد کړو!!

په هیواد او په ګرده اسلامي نړی کې دمسلمانانو داتحاد او اتفاق په هیله..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x