خبرتیاوی او پیغامونه

دهیواد دپیاوړي ملي اوسیاسي شخصیت ډاکټر عبد الصمد حامد دوفات په اړه دتعزیت پیغام

بسم الله  الرحمن  الرحیم
په ډیره خواشینی موخبرترلاسه کړچې دهیوادنامتوسیاستوال، ملي اوتاریخي  شخصیت  ډاکټرعبدالصمدحامدلدې فاني نړی سترګي  پټي  کړي ( انالله واناالیه  راجعون )
دافغانستان اسلامي امارت دنوموړي مړینه یوه لویه ضایعه ګڼي او  په  دې اړه  خپله ژوره خواشیني  څرګندوي، اودارواښاد له کورنۍ،  دوستانواوټول ملت سره په  دې  غم کې  ځان  شریک  بولي
ارواښادډاکترعبدالصمد حامدکه  که له یوې خوانامتوسیاستدان ،کارپوه اوڅیړونکي  وو، خوله  بلې خواهغه دافغانستان دبشپړې ازادۍ او استقلال  غوښتونکی شخص هم وو، چې  هریرغل  یې په ډیرمنطقي اومعقول انداز غانده ،نوموړي دافغانستان په سپیڅلې خاوره دپردیو او دهغوۍ دلاسپوڅودسلطې او حاکمیت کلک مخالف وو ،

همدا لامل وو چې دثور دکودتاوروسته په ۱۳۵۷ه ش کې زندان ته واچول شو او له دوه کاله بند تیرولو وروسته ازاد او له هیواده په هجرت کولو مجبور شو
دروسانودتجاوزپه غندلوکې هغه مهال لویدیځورسنیودهغه څرګندونې  په شدومداوځغرده خپرولې ،  خودامریکايي  یرغل  په  وړاندې دنوموړي څرګندونو اونظرته لویدیځوراډیوګانواورسنیوخاصه توجه نه کوله  ،   له  همدې  امله  لویدیځومطبوعاتوهمدې دراک  شخصیت  ته شاکړه ،خوهغه پټه خوله  نه کیناست دافغانانوپه عامومحافلواوغونډواولیکنوکې  یې  پخپله دامریکايي  یرغل هم  هغسې  غندنه وکړه  لکه څنګه یې  چې دانګریزاوروسي  یرغلونوغندنه  کوله
نوموړي دخپل ژوند په اوږدو کې دخپلو رسمي او علمي بوختیاو ترڅنګ همیشه دافغانستان او خپلو خلګو دخیر ښېګڼې او هیواد ته دواقعې سولې په راګرځولو کې کوشش کاوه
له نوموړي نه دکابل ادارې له لوري څو ځله غوښتنه وشوه چې ورسره کار وکړي خو هغه په دې وجه ورسره ونه منله چې اوسنی نظام یې مشروع او دافغانستان دخلګو دګټو ساتندوي نه باله
دارواښادډاکټرعبدالصمدحامد،  مړینه دهیوادلپاره لویه ضایعه ده ،  الله  ج  دې  دهغه  کورنی اودوستانوته جمیل  صبراوستر اجرونه ورنصیب  کړي  امین

دافغانستان داسلامي امارت ویاند 

قاري محمدیوسف احمدي

۱۴۳۴/۲/۱۹هق
۲۰۱۳/۱/۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x