دیني، سیرت او تاریخ

قبر – د یو ځوان د عبرت کیسه!

حنظله “عزیزی”

یو ځوان وایي: زه د هغو کسانو څخه وم چي لمونځ مي نه کاوه، زما ټولو دوستانو پلار ، وروڼو ….. نصیحت راته کاوه چی لمونځ کوه خو زما د چا په خبره پروا نه کېده تر څو چي یوه ورځ زما تلیفون زنګ و واهه د تلیفون تر پورته کولو وروسته یوه سپین ږیری سړي په ژړا سره راته وویل: احمد ! ما ویل: بلې.

ویل: الله دي د نوره غمه وساته خو نن سهار ستا ملګری او آشنای یوسف پر خپل بستر مړ پروت ؤ .

ما په چغو سره ناري کړه یوسف ؟! هغه  هغه خو تېره شپه زما سره ؤ سپین ږیری به ژړا سره و ویل: د ماپښین تر لمانځه ورورسته د ښار په هغه لوی مسجد کي د جنازې لمونځ پر آداء کوو او نور یې نو ټلیفون بند کړی.

ما ډېر وژړل چی یوسف څنګه مري هغه خو ځوان ؤ ؟!

خو دا مي د ځان سره حِس کړه چي مرګ زما پر دغه خبره خاندي، خیر هغه مسجد ته چی سپین ږیري را ښوولی ؤ په ژړا ورغلم او دا زما په ژوند کي اول وار ؤ چي پر یوه مړي د جنازی لمونځ آداء کوم، په مسجد کی مي شا و خوا په یوسف پسي کتل، ومي لیدی چی هغه په یوه ټوکر کي پیچل سوی دی او د لمونځ کوونکو د صفو مخ ته بېله حرکته پروت دی، ما چي دغه حال ولیدی بېله اختیاره یوه لویه چغه را څخه وسوه،

خلکو زما طرف ته په حیرت سره وکتل خو ما په خپل پټو سره مخ پټ کړی او سر مي کښته وځړاوه، په دغه وخت کي مي پلار خپل طرف ته ور کش کړم او په غوږ کي یې راته وویل: تر هغه دمخه لمونځ کوه چی پر تا لمونځ کیږي.

دا خبره نه وه بلکه دا د مرګ وارۍ ؤ ، سر مي را پورته کړی او د یوسف جسد ته مي وکتل او د ځانه سره می و ویل: که اوس یوسف له دغه مرګه را پورته سي د څه شي آرزو به لري او څه شي به غواړي؟

نشې ؟ سګرېت ؟ آشنایه؟ د خارج سفر ؟ غزلي او رقصونه؟ بیا مي خپل ځان د ده پر ځای فرض کړی او د قیامت هغه ورځ مي را په یاد کړه چي الله جل جلاله د هغې ورځي په اړه په سورةُ القلم کي فرمایي: يَوْمَ‌ يُکْشَفُ‌ عَنْ‌ سَاقٍ‌ وَ يُدْعَوْنَ‌ إِلَى‌ السُّجُودِ فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ‌ [ القلم: 42 ]

ژباړه: هغه د قیامت ورځ یاد کړه چي پنډۍ لڅه کړل سي او د قیامت د ورځی سخت حالت راسی او انسانان د سجدې کولو لپاره را وغوښتل سي ( یا په سجده کولو سره امر کړل سی ) نو هغه کسان چی په دنیا کي یې سجده نه کول هلته به هم د سجدې کولو توان او طاقت و نه لري.

خیر یوسف مو هدیرې ته یووړی او په خپل قبر کي مو کښېښاوه او زه د ځان سره په دې فکر کی سوم چی اوس د ده د عمل پوښتنه ځني وسي دئ به په جواب کی څه ورته وایي؟

وایي به :  شل غزلي او سندری مي په یاد دي.

په سوو فلمونه مي لیدلي دي.

په زرهاوو سګریټ می څکولي دي.

دومره شراب او نشې می کړي دي او داسي نو.

نو می د ځان سره دېر وژړل ، لمونځ نسته چی شفاعت یي وکړی ، داسي ښه او صالح عمل نه لري چی اوس ده ته نفعه او فایده ور ورسوی ، زه به دغه افکارو کی ډوب ولاړ یم او د ځای څخه حرکت نه سم کولای، پلار مي ډیر راته و درېدی او زما انتظار یې کاوه ، څو آخر می یوسف هغه خوږ آشنای، هغه د لهوُلعب او شپو روڼولو ملګری یواځي په هغه قبر کي پریښاوه چی لږ وروسته به د هغو قهرمنو ملائکو په واسطه چي نَکیر او مُنکر ورته ویل کیږي د ده عمل پوښتنه ځني کېدل او زه په داسی حال کي ځني را رهی چی ده می د قدمو کړپئ اورېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x