نظــر

په اسلام آباد کې له افغان سفارت څخه افغانان تر پزې راغلي

لیکواله : لیلی کابلې

نړیوالو هېوادونو د لسیزو لسیزو ګرکېچونه د دپلوماسۍ له لارې حل کړل، د امریکا او کیوبا ۶۰ کلنه دښمني یې ښه مثال دی چې د دپلوماسې له لارې ورته د پاي ټکی کېښودل شو. له نړۍ به تیرشو، راځم د موضوع اصلي مطلب ته، آیا د وحشت ملي حکومت په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفارت څخه خبر دي؟ چې ګاونډي هېواد پاکستان ته یې څوک د استازو په حیث لیږلي دي؟! آیا افغان حکومت به وکولاي شي چې د دغه استازو په واسط د پاکستان سره د ترینګلو، کړکېچنو او خړپړو اړیکو ته د پاي ټکی کېږدي؟! آیا دغه استازو د افغان محصلینو ستونزې حل کړې؟ آیا دغه دپلوماتان (استاي) باسواده دي؟ آیا دغه استازي په دپلوماتیکو اړیکو کې نوښت لري؟ نه، نه، نه یو ېې هم نلري.

ولې افغان حکومت خپل مهم ګاونډي هېواد پاکستان ته پوه او ځیرک کسان د دپلومات (استازي) په حیث نه لېږي؟ داسې کسان چې په دپلوماتیکو اصولو، عمومي بین المللي حقوقو، بین المللي اړیکو او نړیوال سیاست پوره پوه وي، نوښتګر وي او ځیرکتیا ولري، همدارنګه په انګلسي ژبه، دپلوماتیکو تشریفاتو او اصولو په پوره ډول مهارت ولري، نه لیږي؟! د دا ډول کسانو اړتیا ځکه ده چې د یو هېواد دپلوماتان (استازي) په بل هېواد کې د خپل هېواد هر ډول استازیتوب کوي، د دوی پوهه، ځیرکتیا، اخلاق، د خپل هېواد او هېوادوالو په وړاندې صداقت، همدردي او مینه، په میزبان هېواد کې نندارې ته ږدي.

دپلوماتان(استازي) په اقتصادي، پوهنیزو، هنري، سیاسي او نورو برخو کې سرچینې/ منابع/ مرستې ترلاسه کوي تر څو له یوې خوا د دواړو هېوادونو په اړېکو کې مثبت تغیر راولي او له بلې خوا خپلو هېوادوالو ته له دې لارې خدمت وکړي.

نن سبا په دپلوماسۍ کې د مذاکرې او مکاتبې ژبه انګلسي ده مګر له بده مرغه په اسلام آباد کې دافغانستان لوی سفارت یو دپلومات هم په انګلسي پوره نه پوهیږي، او نه د خبرو اترو په هنر پوهیږي، که نړۍ ته ځېر شو د نورو هېوادونو استازو د(دپلوماسۍ) له لارې د کلونو کلونو ګړیچونو ته د پای ټکی کېښود، خو بدبختانه افغان استازي په دې ونه توانېدل چې له پاکستان سره په اړیکو کې مثبت رول ولوبوي او یا شته کړکېچنو او ترینګلو اړیکوته لږ مثبت تغیر ورکړي، حتی افغان سفارت په اسلام آباد کې په دې ونه توانېده چې د افغان وګړو ستونزې په پوره ډول حل کړي، څرنګه چې دپلوماسۍ له اصولو نه یوه موخه دا ده چې د خپلو وګړو د ځان او مال حفاظت او ساتنه په بل هېواد کې وکړي، مګر افغان دپلوماتان په خپلو سیاسي موخو کې پاتې راغلي دي، په دپلوماسۍ کې سیاسي موخې د ځانګړو سیاسي تکتیکونو په واسطه تر لاسه کیدای شي چې له بدمرغه د افغان سفارت ټول مسولین او منسوبین له دغه موخې محروم او معذور دي.

په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفارت د دې په ځای چې سیاسي، اقتصادي، هنري، اجتماعي، حقوقي، تجارتي، علمي او ټولنیزې موخې سرته ورسوي، په ټول سفارت کې داسې استازی نشته چې په ځانکړې سیاسي پوهه سمبال وي، د سفارت مسولین او منسوبین ټول د لوړ پوړو چارواکو خپل خپلوان دي، چې زیاتره یې په انګلسي ژبه خبرې نشي کولای، هغه هم په داسي هېواد کې د افغانستان استازیتوب کوي چې رسمي ژبه یې انګلسي ده، له دپلوماتیکي هنر څخه محروم استاي نه په دپلوماتیکو اصولو، نه په عمومي بین المللي حقوقو، نه په بین المللي اړیکو او نه په نړیوال سیاست کې خاص مهارت لري، سفارت د غاصبینو او لوړ پوړو چارواکو د خپل خپلوانو ځای ګرځېدلی دي.afghan embassy islamabad1

د خدای په لحاظ! په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د سهار په نهو بجو کار شروع کوي، تر دوولسو بجو، بيا له دوولسو بجونه تردوو بجو سفارت بند وي، په دغه وخت کې دپلوماتان(!) ډوډۍ خوري (دوه ساعته د ډوډۍ خوړلو لپاره وقفه وي) کله چې په دوه بجو کار پیل کړي ډېری وخت د ماسپښن له دوه بجو وروسته اسناد نه اخلي، او کارمندان وايي اوس د اسنادو د توضیح کولو وخت دي، ځه لاړ شه صبا راشه! يعنې معنیٰ دا چې سفارت په ورځ کې فقط دری (۳) ساعت کار کوي، که جنجال  وکړې، درته ویل کیږي ((مشکل شخصي تان است، برو افغانستان اینجا نه میشه، ما نمی تانم مشکل تان حل کنم، سفارت صلاحیت های محدود داره.))

د سفارت ټول کارمندان واسطو واله او یا هم د لوړ پوړه چارواکو خپل خپلوان دي هر دپلومات خپل خپلوان او یا هم ملګري په سفارت کې په دنده ګمارلي دي، د وکیلانو او وزیرانو زامن په کې کار کوي، د زیاتره کاري دوره یې یوه کال مخکې پای ته رسېدلې ده، خو بیا هم له دندې نه دی ګوښه شوی. د پخوانیو جهادي مشرانو زامن په کې دنده اجراء کوي یو یې  له تجارتي (اتشه) سره کار کوی ، چې اوس مهال په اسلامي پوهنتون کې محصل هم دی، ټوله ورځ د سفارت په موټر کې چکرې وهي، د شرعياتو محصل دی په انګلسي ژبه هیڅ خبرې نشي کولای، د سفارت نه خپل معاشونه اخلي.

د سفارت فرهنګي څانګه د بيسوادانو مرکزدی، دا شعبه صرف او صرف مصحلينو ته ( N.O.C.)None Objection Certificate ورکوي، ټولې (ان او سي) ګانې غلطې ليکل کیږي، چې زیاتره یې املايي غلطۍ لري، کله چې محصل پوهنتون ته د سفارت لخوا ورکړل شوې ( N.O.C) وړاندې کړي، د پوهنتون کارمندان پرې خندا کوي، محصل ته ویل کیږي، ځه بله راوړه، کله چې سفارت ته د بلې (ان او سي) لپاره لاړ شي، یوه ورځ نور وخت په کې لګیږي،  محصل ته ویل کیږي تاسې بهانې جوړوئ! مثال هلک ته جنۍ لکلې او جنۍ ته هلک. همدارنګه کوم کس چې N.O.C ټایپ کوي دا کس مطلق بیسواده دی، په انګلسي هیڅ نه پوهیږي، یوه صفحه پارمټ په یوه ورځ کې نه شي ټایپ کولای، د خداي په لحاظ افغانستان کې نور څوک نشته؟ غریب محصلین مجبور دي چې د یوه (ان او سي) سند لپاره په وار وار د ټکسیانو کرایې ورکړي، چې د محصلینو له وسې وتلی کار دی، دا ځکه چې په دنده یو نااهله کار کوي، په کار نه پوهیږي او د یوه سردار او خانزاده زوی دی.
د سفارت زیاتره مسؤلین او منسوبین د لوړ پوړو چاروکو خپل خپلوان دي، دزیات شمېر دپلوماتانو کاري دوره پای ته رسېدلې ده، خو بیا هم په زور په خپل پوست کار کوي، د سفارت کارمندان په خپل وخت سفارت ته نه راځي، ډېری کارمندان یې په لسو بجو راځي، مراجعینو ته ویل کیږي، کونسل (سلاکار) په جلسه کې دی، خو کونسل به په کور کې ویده وي، او مراجعین به د انتظار او انتظار له وجې د سفارت نه طوافونه کوي، همدارنګه زیاتره استازی په غیر مسلکي دندو ګمارل شوي دي:

مثال یو وترنر په سیاسي دفتر کې د مشاور په حیث دنده اجراء کوله، بل هلک د اصول الدین محصل دی په مالي شعبه کې دنده اجراء کوي، څرنګه چې د سفارت زیاتره داخلي کارمندان بې سواده دي او هیڅ دپلوماتیکي پوهه نلري،   زیاتره ډيپلوماتانو پوهنتونه شروع کړي، ټوله ورځ په پوهنتون کې وي مراجعین ورته په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي همدارنګه د مراجعیونو سره سم سلوک نه کوي، زیاتره وخت د دوي لخوا مراجعینو ته ویل کیږي، (مشکل شخصی تان است صبا بیا.) خدای تعالیٰ مو د اواز واوري!

په پاکستان کې افغان محصلین له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، تعلیمي آتشې محصلین له ستونزو سره مخ کړي، دوی د محصلینو ستونزو ته جواب نه شي ورکولاي، په پاکستان کې یوازې افغان (بې هېواد او بې پوښتنې) محصلینو ته تعلیمي وېزي په سختۍ ورکول کیږي، د محصلینواستازو په وار وار له سفارت سره اړیکه نیولې او خپلې ستونزې یې ورته ویلې، خو د سفارت لخوا ورته هیڅ مثبت جواب نه دی ویل شوی، بدبخته ولسمشر سفارت خانه په بیسوادانو ډکه کړې ده، ددې په ځاي چې سفارت کې علمي، فرهنګي، دپلوماتیکي،سیاسي، اقتصادي او هنري کسان په دندو وګماريدوي ټول بیسوادان رالېږلي دي، نو دا بیسوادان به مو خاورې له سیالانو سره سیال کړي. که یو یا دوه ددې غریب ولس په دردونو دردمن کسان هم دلته وای ددغه بدمرغه سفارت مراجین به له سلګونو ستونزو خلاص وای، خو افسوس چا ته له چا نه وژاړو؟!

په خوب ویده د بیسوادانو منځ کې راګیر سفیر له دریو کلونو راهیسي په دې ونه توانیده چې د محصلینوستونزو ته د حل لاره پيدا کړي، محصلینو ته تعلیمي وېزې په کلونو کلونو نه ورکول کیږي، د بدبخته محصلN.O.C. چې د څو دقیقو کار دی او په سفارت یې حق دی په یوه یا دوو ورځو کې ورکول کیږي، سفارت په ورځ کې دری ساعته کار کوي د خدای لپاره! او سفیر هیڅ عکس العمل نه ښي، د خدای په لحاظ ته د یو غریب ولس استازی یې، یو کس له پېښور نه یو بې وسه مهاجر راځي او سفارت ته مراجعه کوي ستا د ظالمو استازو لخوا ورته ویل کیږي چې سبا راشه، د الله په خاطر دې افغان وژنې، لوږې، تندې، غربت، او فقر ته نه ګورئ، یو کس له پېښور نه راځي صرف د یو امضاء لپاره او ته ورته وایې سبا راشه، ستا د ظالمو مسؤلینو او منسوبینو ظالمانه قضاوت ته وګوره، یوه غریب او بیچاره محصل د یوه کوچني او ساده مشکل لپاره افغانستان ته لیږې، چې له هغې جملې نه یو زه هم یم، تعلیمي پاسپورت مې دوه ورځې تر وخت تېر ؤ، دپاکستان داخلېوزارت مې غربت او مجبوریت حس کړراسره ویې منلو خود سفارت د ظالمو او مغرورو مسؤلینو لخوا راته وویل شول چې لاړشه افغانستان ته، پس له ډیرو زاریو او عذرونو هم بلاآخره راغلم کابل ته، د څو ورځو لپاره درسونه رانه پاتې شول، خپل کارونه مي په کابل کې خلاص کړل.

ولسمشرغني! د خدای په لحاظ سفیر او دپلوماتان د په خوب ویده دي، لږیې راویښ کړه، د خدای لپاره سفارت کې اجرآت راوله، سفارت په افراطیت بدلیږي، خلک په کې هوایي معاشونه اخلي، د مال ډاکتر په کې سیاسي مشاورین دی، د پلار خونه د سپېره شه، د یوه بې سواده امظا ته په ساعتونو ساعتونو انتظار او زارۍ کوو،  ستا استازی اوس په پوهنتونو کې داخلي کړي ټوله ورځ پوهنتون کې وي، مراجعین له سفارت نه طوافونه کوي مفکره!له حده تېر ظلم روان دی که د کوم وخت د پاکستان په اړه فکر کاوه، سفارت د هم په نظر دروله.

چېرې به مو عرض څوک واوري؟ خو له هغو وروڼو په کله غوښتنه کوو چې که لوړو چارواکو (خانزاده ګانو) ته کوم وخت ورتلئ د خپلو غریبو او مظلومو محصلینو لپاره نه بلکې د خدای لپاره مو دا عرض ورورسوئ، الله به اجرونه درکړي،

په الله مو سپارم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زرلخته كابلي

ولا جي دا ليكنه دي سل به سلو كي سمه ده . او قصه له دي هم بدتره ده خو سه ووايو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x