نظــر

په ۲۰۱۲ کال کې جهادي لاسته راوړنو ته ځغلنده کتنه ( لومړۍ برخه )

۲۰۱۲ کال دافغانستان په وروستیو کلونو کې یو له پیښو او پرمختیاوو ډک کال وو ، په قوي   باور ویلی شوچې  ۲۰۱۲ کال د افغانستان داوسنیواشغالګرو لپاره کټ مټ داسې کال وو لکه  دشوروي یرغلګرو لپاره ۱۹۸۶ میلادي  کال چې په اوږدو کې دیرغلګرو جګړه ایزه اراده په بشپړه توګه وځپل شوه ، او عملا شاګرځ او تیښتې ته اړ ایستل شول .

د ۲۰۱۲ کال دټولو پیښو  احتوا شاید دیوې لیکنې له حوصلې لوړه خبره وي ، خو بیا هم کوښښ کوو چې په  دې کرښو کې دکال مهم پوځي ، سیاسي، فرهنګي او اجتماعي جریانات راونغاړو .

لومړی : جهادي ډګر

دجهادي عملیاتو له اړخه  ۲۰۱۲ کال دپخوا په نسبت بیساری وو ، چې په دې حقیقت خپله دښمن هم اعتراف درلود ، د۲۰۱۲ کال دجون دمیاشتې په ۲۶ مه نیټه دامریکا معتبرې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال دامریکایي مقاماتو په استناد ولیکل ، چې په ۲۰۱۲ کال کې دپخوا په نسبت دمجاهدینو دبریدونو ګراف ۲۱ فیصده لوړ شوی دی ، دورځپاڼې داعتراف له مخې دهمدې کال په می میاشت کې مجاهدینو په  یرغلګرو ۳ زره بیلابیلې حملې ترسره کړي دي ،  په یوه ورته اعتراف کې د ۲۰۱۲ کال دجولای په ۱۷ مه درژیم ددفاع وزرات ویاند وویل چې د طالبانو حملې دپخوا په نسبت ۴۰ فیصده زیاتې شوي دي ، دحملو دزیاتیدو له امله  په دې کال کې دیرغلګرو او اجیرانو تلفات هم ترپخوا په مراتبو زیات وو ، په دې اړه دجون دمیاشتې په ۲۶ مه نیټه حامد کرزي دپارلمان په غونډه کې دوینا په مهال اعتراف وکړ چې هره ورځ دطالبانو په بریدونو کې په اوسط ډول له ۲۰  تر ۲۵ عسکر وژل کیږي ، که  دحامدکرزي داعتراف له مخې یې وشمیرو نود ۲۵  ضرب ۳۶۰  = ۹۰۰۰ نتیجې له مخې  د رژیم دتلفاتو شمیر زرګونو ته رسیږي  نو ځکه د ۲۰۱۲ کال دپوځي تلفاتو په اړه  درژیم ددفاع وزارت هغه تازه  ادعا پرځای نه ده چې خپل پوځي تلفات څه باندې زر تنه ښیي ، ځکه ددفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي دتیراګست په ۱۷ مه ویلي وو چې یوازې یې دجولای او اګست په میاشتو کې ۶۰۰ تنه داردو عسکر له لاسه ورکړي ، نو آیا اوس  به یې دا دعوه معقوله وي چې په پاتې ټول کال  ۱۰ میاشتو کې یې یوازې  ۴۰۰ سرتیري له منځه تللي وي، دغه راز دامریکایانو دا ادعاهم نګه دروغ ښکاري چې وایي په ۲۰۱۲ کال کې یې یوازې ۴۰۰ سرتیري وژل شوي دي ، ځکه دوی  په تیر جون کې منلې وه چې دکال په منځنۍ میاشت می کې ورباندې ۳۰۰۰  حملې شوې وې ، که چیرې  دامریکایانو همدغه اعتراف دمجاهدینو دحملو لپاره اوسط وټاکو ، نو په درست کال کې دمجاهدینو دحملو شمیر ۳۶۰۰۰  حملو ته رسیږي ، او دې ته په پام سره   یوازې د ۴۰۰ امریکایي عسکرو وژل کیدل دا معنی ورکوي  چې  دطالبانو په  ۹۰ حملو کې یوازې  ( ۱ )امریکایي عسکر وژل شوی دی ، چې ښایي دغه سرچپه او دروغجنه ادعاء  هیڅ انساني عقل هم ونه مني .

 په ۲۰۱۲ کال کې دطالبانو جهادي عملیات په ورځنیو عملیاتو ( کنترولیدونکو چاودنو ، کمینونو ، توغندویي بریدونو او تعرضونو )  سربیره له سترو استشهادي او تهاجمي عملیاتو ، نفوذي بریدونو ، دهوایي ځواک ضد بریدونو او چریکي عملیاتو څخه عبارت وو ، چې دلته ورته په لنډو اشاره کوو .

دهوایي ځواک ضد بریدونه

۲۰۱۲ کال  په افغانستان کې دامریکا دهوایي ځواک ، چورلکو او بې پیلوټه الوتکو لپاره یوخورا زیانمنوونکی کال وو په دې کال کې په لومړي ځل دامریکا ۱۱ جنګي الوتکې له منځه لاړې چې ۹ یې  دسبتمبر په ۱۶ مه دهلمند دشوراب په اډه دبرید په وخت تخریب او زیانمنې شوې او دوه نورې یې  دبګرام په اډه په توغندویي بریدونو کې له منځه لاړې چې دامریکا دلوی درستیز مارټین ډیمپسي ځانګړي الوتکه هم په کې وه ، په دې سربیره په دې کال کې دافغانستان په مختلفو ولایاتو کې دخارجي او داخلي ځواکونو ۲۹ چورلکې  دمجاهدینو په بیلابیلو بریدونو کې له منځه تللې ، ددې چورلکو ډیر شمیر رانسکورې شوې او دګوتو په شمیر یې په ځمکه ناستې له منځه وړل شوې دي ، لکه داکتوبر په ۱۸ نیټه چې دپکتیا په زرمت کې په امریکایي اډه دبرید په مهال دوه په ځمکه ناستې امریکایي چورلکې هم داور خوراک شوې ، باید ووایو چې دغورځیدلو چورلکو دسقوط زیاتره پیښې ددښمن لخوا منل شوې خو یوشمیر نورې یې له څرګندو شواهدو سره  سره یا نه دې منل شوې  او یایي سقوط ته دبیړنۍ ناستې یا تخنیکي ستونزې پرده وراغوستل شوې ده ، دبیلګې په توګه دسبتمبر په ۵ نیټه دلوګر مرکز ته نږدې پوځي چورلکه مجاهدینو وویشتله او اور یې واخیست ، په داسې حال کې چې دالوتکې دسوزیدلو او له منځه تللو ویډیو په انټرنیټ پاڼو کې خپره شوه ، خو دفاع وزارت دچورلکې ویشتل کیدل نه منل ، او هغه یې یوازې یوه بیړنۍ ناسته او عادي پیښه بلله .

دغه راز د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې ۱۶ بې پیلوټه الوتکې هم  دمجاهدینو لخوا رانسکورې شوي دي  .

ستر او خبرساز عملیات

په ورځنیوعادي جهادي عملیاتو سربیره تیرکال مجاهدینو  ځیني ستر تلفات اړونکي او پیغام لیږدوونکي عملیات هم ترسره کړل ، چې له دې جملې  دجنورۍ په ۳مه په کندهار کې په پولیسي او سرحدي ځواک دوه پله پسې استشهادي عملیات ، دمارچ په ۵ مه دکندهار په هوایي ډګر استشهادي برید ، داپریل په ۱۵ مه  په کابل کې دری ځایه دغه راز په ننګرهار ، لوګر او پکتیا کې هم مهال د ۳۰ تنو فدایانو ستر او همآهنګ برید چې ۲۴ ساعته یې دوام وکړ ، دجون په لومړۍ دخوست دصحراباغ په  سالیرنو کمپ  د ۱۰ تنو فدایانو ستر هجومي عملیات چې ترسلو ډیر خارجي عسکر یې مړه او ټپیان کړل ، په همدې میاشت کې دکندهار په ښار ، سپین بولدک او شاولیکوټ کې په امریکایي مراکزو ستر عملیات ،  دجون په ۷ مه دسرپل په محبس برید او دبندیانو ازادول ، د جون په ۹ مه دکاپیسا په تګاب او نجراب کې په فرانسویانو زیان اړونکي بریدونه ، دجون  په ۲۱ مه په خوست کې په ګډو ځواکونو استشهادي برید ،  دجون په ۲۲ مه  دکابل په قرغه کې په سپوږمۍ هوټل کې په مهمو دولتي کسانو دفدایانو برید ، داګست په ۷ مه دلوګر دخدر په قرارګاه دموټر بم په واسطه ستر برید ، داګست په ۲۱ نیټه په بګرام اډه کې دامریکایي لوی درستیز مارټین ډیمپسي دالوتکې له منځه وړل ،داګست په ۲۸ مه دکندهار په امنیه قومندان او سرحدي ځواک په مشر جنرال رازق بریالی موټربم برید ،  دسبتمبر په ۱۶ دهلمند په شوراب کې په باسټن کمپ باندې د ۱۵ تنو فدایانو هیښوونکی برید ، دسبتمبر په ۲۹ مه دبدخشان په وردوج کې دمجاهدینو بریالي عملیات او د ۲۲ عسکرو ژوندي نیول ، داکتوبر په ۱۵ مه دپروان په شیخ علي ولسوالۍ کې دحامدکرزي په مرستیال کریم خلیلي باندې برید، داکتوبر په ۱۸ مه دپکتیا په زرمت کې دامریکایانو په ستره قرارګاه دموټر بم ستر برید ، داکتوبر په ۲۰ دپروان په بګرام کې دامریکایي اکمالاتي شرکت سوپریم ګروپ  دګودامونو په بشپړ ډول له منځه وړل ، دنومبر په ۲۱ دکابل وزیراکبر خان کې په امریکایي استخباراتي مرکز فدایي برید ، دنومبر په ۲۳ په میدان ښار کې په پوځي اهدافو ستر فدایي برید ، د دسمبر په ۲ مه د جلال اباد په هوایي ډګر دفدایانو ستر عملیات  ، د دسمبر اوومه دملي امنیت په مشر اسدالله خالد باندې بریالی فدایي برید ، د دسمبر ۲۶ مه دخوست په زاړه هوایي ډګر کې دسي آی اې په کارکوونکو او اجیرانو استشهادي برید او داسې نورې پیښې دیادولو وړ دي .

نفوذي بریدونه

هغه عملیات چې سږکال یې دیرغلګرو دعزم او مورال په تابوت وروستی میخ ټک واهه ، دیوشمیر نفوذي مجاهدینو عملیات وو ، چې دښمن یې له سختې وارخطایي او ناهیلۍ سره مخامخ کړ، که څه هم دافغان امنیتي لیکو دګډونوالو لخوا څخه له څوکلونو راهیسې په یرغلګرو بریدونه روان وو ، خوسږکال دې عملیاتو ډیر زور واخیست او یرغلګرو ته دمرګ ژوبلې دیوه مهم  عامل په توګه وپیژندل شول ، سږکال ددغه ډول پیښو له جملې هغه چې راپورونه یې ورکړل شوي شمیر یې تر ۵۰ زیات دی ، چې په نتیجه کې یې په سلهاوو بهرني عسکر ، پولیس او اربکیان له منځه تللي ، ددې بریدونو وروستۍ پیښه  د دسمبر په ۲۴ مه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دکابل په امنیه قومندانۍ کې دنرګس په نامه یوې  میرمنې امریکایي لوړرتبه سلاکار دتفنګچې په توسط وواژه ، د ۲۰۱۲  کال په ترڅ کې ددښمن په لیکو کې نفوذي عملیات ، ددښمن لپاره دیوه ستر او سرساموونکي خطر په توګه پیژندل کیږي دتیر سبتمبر په ۱۸ نیټه دامریکایي پوځ لوی درستیز دغه بریدونه دخپلو پوځیانو په وړاندې ترټولو ( سخت او جدي تهدید ) بللی وو .

دیرغلګرو تیښته اودهیواد ازادي

۲۰۱۲ کال که په یوه جمله کې تعریفوو نو ( دیرغلګرو دتیښتې دپيل کال ) ورته ویلی شو ، په دې کال کې دامریکا ۳۰ زره سرتیري دجګړې له تاوده میدانه وتښتیدل ، په دې سربیره فرانسوي عسکرو خپل جنګي ماموریت په بشپړ ډول پای ته ورساوو او ټول محاربوي  ځواکونه یې بیرته په راغلې لار لاړل ، بلژیک داګست په  ۷ مه خپل ۲۳۰ عسکر وایستل او په دې ډول یې دتیښتې بهیر پيل کړ ، نیوزیلنډ هیواد هم له هغه وروسته  دخپلو عسکرو دژر ایستلو خبره وکړه چې کله په بامیانو کې ورباندې بریدونه وشول ، دغه راز دبرتانیې دفاع وزیر هم هلمند ته دسفر په مهال وویل چې ډیر ژر به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي .

په ۲۰۱۲ کال کې بهرنیان  تقریبا دافغانستان په ټولو ولایاتو کې له زیات شمیر قرارګاوو څخه وتښتیدل ، دوی رسما دخپلو ۴۰۰ مهمو قرارګاوو پریښودل ومنل خو دپریښودل شویو قرارګاوو شمیر له دې څو برابره زیات دی ، ځکه امریکایانو یوازې دهلمند په مارجه ولسوالۍ کې تر ۹۰ ډیرې قرارګاوې پرې ایښي دي ، دشمال او مرکزي افغانستان په  ولایاتو کې امریکایانو خپل حضور یوازې مراکزو ته  رامحدود کړی دی او په ولسوالیو کې له لسګونو قرارګاوو تښتیدلي ، دوی دخپل دې شکست او تیښتې لپاره  داوړو دپوزې  میندلو په خاطر په زیاترو شمالي او مرکزي ولایاتو کې  دمسؤلیت دانتقال په نامه تبلیغاتي بهیر پيل کړ چې په څو څو پړاوونو کې ترسره شو او لا هم  تکراریږي ، په حقیقت کې امریکایان غواړي له افغانستان څخه په داسې ډول پښې سپکې کړي لکه له ویتنام څخه چې وتلي وو ، په ویتنام کې چې کله امریکایان له یومخیزې تباهۍ سره مخ شول نو یې د ( بریا اعلان کړه او راتښته ) فارموله وکاروله ، دوی په دې ډول غواړي دلته د ( مسؤلیت وروسپاره او تښته ) فارموله عملي کاندي . باید ووایو چې دامریکایي عسکرو تیښته  دهیوادوالو لپاره یو ښه زیری دی ځکه داشغال دلمنې په ټولیدو سره په اتومات ډول  دهیواد سیمې خپلواکه کیږي او داولس له سره دیرغل سیوری لري کیږي.

په پای کې باید یاده کړو چې دمجاهدینو لوړې ټولې بریاوې یوازې دالهي نصرت او مهربانۍ نتیجه بللی شو ، ځکه دنړۍ دداسې سترو او خونخوارو  طاقتونو په وړاندې دتش لاس افغان اولس داسې ښکاره بریاوې له الهي نصرت پرته په  بل څه سره نه شي تحقق موندلی ، د ۲۰۱۲ کال په لړ کې داسلامي امارت دنظامي کمیسیون مسؤلانه او مدبرانه فعالیت  او دمجاهدینو بي دریغه قربانۍ  دالهي نصرت  په سیوري کې په دې منتجې شوې ، چې دنړۍ دجابرو قدرتونو په وړاندې جهادي عملیات په ښه توګه جریان پیدا کړي ، دنظامي کمیسیون دنورو فعالیتونو ترڅنګ یومهم او دپاموړ فعالیت دهیواد ټولو سیمو او ولایاتو ته  دځانګړو هیئتونو لیږل او دجهادي جبهو کلک مراقبت ، اکمال او رهبري کول وو ، چې نتیجه  یې خورا ښکاره او دتقدیر وړ وه  .    

ادامه لري

ترتیب : عبدالرؤف حکمت

———

د الاماره ویب پاڼي څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x