نړۍ

په کشمير کې د هندوستان هلیکوپتر الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۳مه، ۱۳۹۴ل): نن له غرمي مخکي د هندوستان تر ولکي لاندي کشمیر کي ددغه هیواد یوه هلیکوپتر الوتکه (چورلکه) را لویدلي ده.
دغه الوتکه هغه وخت پر ځمکه را پریوته کله چي يې په سیمه کې له یوه مزار څخه الوتنه وکړه.

هندي رسنۍ وايي په دغه پيښه کې د ښځینه پیلوټي په شمول اوه تنه وژل شوي دي.

ویل کیږي چورلکه کي هندو مذهبه زیارت کونکي دغي سیمي ته دیو مشهور هندو مذهبه بزرګ زیارت ته راغلي وو.

ددغه هندو برزګ زیارت ته هر کال په ملیونونو هندو مذهبه عقیدت مندان راځي، دپولیسو سمیز قومندان جنرال دانش رانا له رسنیو سره دخبرو پر وخت دپیښي پخلی کړي، نوموړي زیاته کړه تراوسه پوري دا نه ده معلومه شوې چې دپیښي لامل څه وو، خو څیړني رواني دي.

د هندوستان تر ولکي لاندي کشمیر په ۱۹۴۷ زدیږ کال کي دبرطانیې لخوا دهند او پاکستان ترمنځ ویشل شوي خو وروسته دغه سیمه هند تر خپلي ولکی لاندي راوستلې، تر اوسه پوري پر دغه سیمه د هند او پاکستان شخړه روانه ده ، دواړه هیوادونه کشمیر د ځان بولي. د کشمیر خلک له ډیره وخته د خپل جلا او ازاد هیواد د جوړیدو په لټه کې دي.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x