افغانستان

شکریه بارکزۍ ناروې کې سفیره ټاکل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۳۹۴ل): پرون ناوخته په خواله رسنیو کې د شکریې بارکزۍ د نوې دندې په باب خبرونه خپاره شول. آغلې بارکزۍ دمګړۍ په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې دي.

نن شکریې بارکزۍ په خپله رسنیو سره په خبرو کې په ناروې کې د سفیرې په توګه د خپلې نوې دندې پخلی کړی. بارکزۍ ویلي، په بهرنیو چارو وزارت کې يې اسناد ارزول شوي، کله یې چې د ناروې حکومت اسناد وارزوي، دغه دنده به پیل کړي.

بارکزۍ د ولسمشر اشرف غني په حکم سفیره ټاکل شوې. شکريه بارکزۍ د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د محمد اشرف غني د کمپاین فعاله غړې وه. تر دې مخکې، بارکزۍ د ولسمشر له لورې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون د مشرې په توګه نومول شوې وه چې د اجراییه رييس له مخالفت سره مخ شوه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د نړی د پخوانی هیوادو پخوانی جغرافیاوی پولی یو سمبولیک حیثیت لری یا د یو ادرس د پاره چه هره سیمه باید نوم ولری چه په اسانی ادرس او اداره شی پخوانی جغرافیاوی پولی د پخوا په شان د هیوادوهویت او خود ارادیت ن تمثیلولی ، نړی اوس د مړو او غریبو ( ظالمانو او مظلومانو ) دوه هیوادو نه چه ماسونیزم ( نړیوال استعمار ) یی اداره کوی ، یعنی داسی نه چه امریکا یا روس په مونږ یا خپلو خلکو حکومت کوی ، د هری سیمی او هر کلی ماړه په غریبو حکومت کوی ، یا د ټولی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close