د فرنسویانو فاتحې ته ورتلم خو..

2003- امریکايي عسکر د ولسي وګړي تر وژلو وروسته د هغه سره یادګاري انځور اخلي

نعمان منلی – کالم نښتر:

نیت مې کړی و فرنسویانو ته فاتحې ته ولاړ شم، هورې انسانان وژل شوي دي، مال فرنسویانو ته به ډاډینه ورکړو او په غم به یې ورشریک شو..، خو له بده مرغه زموږ د خپل هیواد او ټولې اسلامي نړۍ په ماشومانو بوخت یو، زموږ ټولو هیوادونو کې د فاتحې ټغرونه ويړ دي، د فرانس تقریبا دوه سوه مړو فاتحې ته ورتلم خو زموږ مړي له شمېره اوښتي دي.

اراده مې وه د فرنسویانو د مړو دفن مراسمو ته ورشم خو زموږ د مړو د دفن مراسم نشته ډلیېزو قبرونو کې یې دفن کوو، زما اراده وه د فرانس ناپېژاندو مړو د دفن ویرونو او رسمونو ته ورشم .. خو دلته مې پخپل کور او کلي کې د سکنیو او خپلوانو جنازې راته ایښې دي. دلته ناټو بمونه اوروي هلته روسي او فرنسوي الوتکو د سوریي ګڼې سیمې بمبار کړې او لسهاوو ماشومان بې ګفته او بې دفنه پراته دي ..

چا راته ویل: د پاریس ایفل ټاور کې قضابه جوړه ده انسانان وژل شوي دي او .. مال دا ټاوري یې نه پیژنم خو زموږ بمبار شوي جوماتونه او روغتونونه له شمیره وتلې دي او لا هم د انسانانو پر سرونو رانړول کیږي، او دا لړۍ څو کلنه ده، خدای خبر تر څو به روانه وي د فرنسویانو او ملګرو له ارادو یې څه خبر یو..

د فرانس په څو مړو خو نړۍ شور جوړ کړ، آن زموږ له خوا هم د هغوی جنازو ته خلک .. ورغلل او کومو چې د ورتګ وس نه لاره هغوی دلته پریمانه اوښکې وبهولې، په ډلیېزو رسنیو کې یې غوا جوړه کړه او زموږ د ویړې اسلامي نړۍ سلګونو سیمو کې په زرهاو انسانان په چوپتيا کې مري، هیچا یې غږ پورته نه کړ ..

که تاسو په نڅا ځایونو ژاړئ موږ پخپلو نړیدلو جوماتونو ژاړو ..

که تاسو د لوبو په ځایونو ژاړئ موږ پخپلو مدرسو او ښوونځیو ژاړو

که تاسو په ټاورونو ژاړئ موږ پخپلو اذانخونو ژاړو ..

که تاسو په دوو سوو ژاړئ موږ پخپلو زرګونو شهیدانو ژاړو..

موږ پخپلو ماشومانو، میرمنو، ځوانانو او سپینږیرو ژاړو ..

موږ پخپلو هیوادونو ژاړو، موږ پخپل ټول امت ژاړو ..

زموږ عامه نسل وژنه روانه ده ..

فرنسویانو! زموږ عذر ومنئ ستاسو فاتحې ته نشو درتلی

پخپل کور او کورونو کې په درنو ویرونو اخته یو ..

سیکولر اشنا! تا نه ګرموم ته ورسره ژاړه، ته یې فاتحې ته ورځه، ته یې په غم اوښکې تويوه، ستا په روزي کې جنجال نه درته جوړوم، تا خورا درنه سودا کړې ده، د “ضمیر” په نوم ارزښتناکې متاع په بدل کې چې دې کومه مزدوري ته ملاتړلې ده هغه درته حلاله .. کړه، ته د غربي تمدن یوه بې حسه او بې احساسه پرزه یې، د غرب د هر ډول اهدافو له پاره څرخیدل ستا مجبوريت.. ده، ته د فرنسویانو په وير ژاړه او د فاتحې مراسمو ته یې ورځه.

تبصرې (2)

  • څه ووایم په والله ډېر ګنهکار یم، یو دعاء مو نه قبلیږي.
    ظالمان زموږ مشران دی موږ ډارن ورته لاس تر زنی ناست، دوی د کافر بادار په مشوره چپه میچن په هر مهال او هر ځای راتاو کړي.
    یا الله تاته ژاړو، تاته وایو، له تانه یې غواړو، ... هر څه ستا په لاس دی که هر څه راڅخه اخلې خو ایمان رانه مه اخله یاااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااالله!

  • آفرین بر رشتینی قلم پر سپین پاک ضمیر الله پاک دی اجر جزیل درکي د بي ضمیره ، بی وجدانه غرب پالونکو حق دی ورکړی دی خذلهم الله تعالی