ادبي لیکني

نوی مارکېټ

house for rentتليفون يې ښي غوږ ته نيولی وو، د ولاړو موټرو په چولو کې کوږ وږ روان وو، د هسک مارکېټ لاندې دوکانوو ته يې وکتل، څو ببر سرو او وچ مخيو هلکانو په خپلو لاسي ګاډيو کې لمر ته ډډې وهلې وې، چپ لاس ته څو نورې د ترکاري کراچۍ ولاړې وې چې يوه نيم سړي به اوبه ورباندې پاشلې، دی ورتېر شو او د يوه بند د کان له مخه يې په تليفون کې خبرې کولې.
،،،،،،،،،،،
نجلۍ خپل تور لاسي بکس په يوه لاس کې نيولی وو، بيايې يې تلفون وشرنګېد.

–    د زرمتي مارکېټ مخې ته يم، مخامخ دا نوی مارکېټ چې جوړېږي، دلته دا موټر چې….

د تليفون ليکه وشکېده، په مخامخ سړک يوه نجلۍ ورو ورو راتېره شوه، يو بل لور ته يې وکتل او بيا يې تليفون مخ ته ونيو.
،،،،،،،،،
د هوټل نماينده کتاب راوړاوو:
نام ات؟
ـ عصمت
تذکره ات هم بده!
عصمت د تورې کورتۍ له چپ جېبه تذکره ورته راوکښله، هوټلي وویل:
ـ در منزل دووم،اطاق دوازدهم، این کلي؟
له دې سره د ښي لاس په پورته ختليو سيمټي زينو کې په ټک ټک وختل.
د ۱۲ مې خونې په وره کې يې کيلي وپېچله، په نسواري پرش باندې دوه واړه بالښتان ايښې وو، د کړکۍ خواته په کټ باندې توشکه هواره وه.
بل ته یې وکتل، نجلۍ سترګې ښکته واچولې، هلک په کټ کې د ناستې نجلۍ تر څنګ ډډه ووهله.
په تليفون کې یې راډيو چالانه کړه، د ده خپرونه روانه وه، بيا یې نجلۍ ته سترګې ورپورته کړې:
ـ ګوره زه هم والاکه خوشی سړی يم.
نجلۍ په اسوېلي کې سترګې ورکږې کړې:
ـ ولې زه بې پلاره درته ښکارېږم؟ ته څه خبر يې زه له موره په څه رقم راووتم.
عصمت: ولې هغه څه خبره ده؟
نجلۍ تور ځلېدونکی بکس يوې خواته کړ:
ولې! يوه ورځ مې دې خپرونه نيولې وه، تا شعر ويل، ماته ژړا راغله، د مور مې راپام شو. ما ژر راديو کېښووه، خو ښه وو دا نه شوه پوه.
نجلۍ بله خبره کوله چې عصمت پرې غږ کړ:
ـ ګوره! ګوره نسيمې په خدای دا شعر چې مې ثبتاوو ته مې په نظر کې وې، دا وخت په راډيويي خپرونه کې غزل له يوه نرم موزيک سره ورو ورو خپرېده.
ـ نجلۍ ساعت ته وکتل: عصمته په ما ډېر ناوخته ده! زما ډېره درته سودا وه او ښه شو چې ومې ليدې!
ـ ولاړه به شې، ولې لکه چې خوښ دې نه شوم!
،،،،،،،،،،ٍ

نجلۍ نيم ساعت وروسته د خپل کور په خونه کې ناسته وه، او په خپل ړانده محبت يې لعنت وايه!

۱۳۹۱-۹-۱۷ ننګرهارپوهنتون

ليکوال: نقيب احمد عزيزي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x