fbpx

پر ادبیاتو د کډوالۍ اغیزې

لیکوال: جمشیدعمر عمر

لیکوال: جمشیدعمر عمر

جمشیدعمر عمر

کله چې په افغانستان کې داخلي جنګونه پيل شول، نو ډیری کورنۍ دي ته مجبورې شوي؛ چې هیواد پریږدي او نورو هیوادونو (پاکستان، ایران او غربي هیوادونو) ته کډوال شي. په دي کډوالو کې لیکوال او شاعران هم مله ول. طبیعي ده چې کډوالي له ځانه سره ګټې او زیانونه لري، دا چې ګټې او زیانونه به یې څه وي، په دي اړه به یو څه رڼا واچوم.

لومړی وسیله د یو لیکوال او شاعر لپاره ژبه ده، چې لمخې یې د تخلیق لپاره استفاده کوي. که یو لیکوال او شاعر په بله ژبه پوه نه شي، نو څنګه به تخلیق وکړي؟ څنګه به خپل پيغام نورو ته ورسوي؟… مخاطب به یې څوک وي؟ دا به دده د تخلیق مخه ونیسې. اوس که څه ونه وایي او څه ونه لیکې، نو دا به ددي معنا ولري چې زموږ ادبیات په ټپه ودریږي.

که دی نوي ژبه زده کړي او خپلې ژبې ته اثار وژباړي، نو زموږ ادبیات به ورسره غني شي. موږ به د هغوی له مثبت فکر او فرهنګ سره اشنا کړي. موږ به د هغوی له لیکوالو او شاعرانو سره اشنا کړي. موږ اوس ډیری فورمونه له عربي نه راخپل کړي او خپل ادبیات مو پري تطبیق کړي، لکه غزل، ربعي، قصیده… او داسې نور. اوس که دوی داسې یو فورم موږ ته رامعرفي کوي، چې موږ یې په خپلو ادبیاتو کې نه لرو، نو دا به یې خپلو ادبیاتو ته یو خدمت وي او زموږ لیکوال او شاعران به هم ورته نور کار وکړي. د هغوی نوي تصویرونه، ایماژونه، استعاري ترکیبونه… او داسې نور شیان نه یې هم په خپلو اثارو کې استفاده کولی شي.

دا هم کیدای شي چې د بلې ژبې په یادولو سره به خپله ژبه ورو ورو هیره کړي او اثار به یې هم په دوهم ژبه وي.

بله دا چې، موږ په خپل ادبیاتو کې د آزاد او سپين شعر ډیر نمونې درلودي، خو نوم مو نه و زده، چې ده ته کوم نوم ورکړو، خو کله چې مو ادیبان له نورې نړۍ سره اشنا شول، پوه شوه چې ده ته ازاد او سپن شعر وایي. اوس موږ پوه شو چې اخوند درویزه ډیر مخکې داسې شعرونه ویلی ول. موږ په ولسي ادبیاتو کې دده ډیرې نمونې لرو، لکه سروکې.

دوهمه موضوع د جغرافیه ده. طبیعي ده چې زموږ لیکوال او شاعران د خپلې جغرافیه سره بلد دي. ددي ځای په ثقافت، دود او دستور سره اشنا دي. کیدای شي په کډوالی کې ګودر ونه لري. هلته داسې طبیعي مناظر چې موږ یې لرو، هغوی ونه لري. زموږ کلي او د کلې خلک یو ډول دي او د هغوی بل ډول. زموږ لیکوال او شاعران ډیر څه له غرو، سیندو، کلیو او بانډو نه برابروي، اوس که هلته دا شیان نه وي، څه به کوي؟ بلدیدل د بلي جغرافیه سره یو څه وخت غواړي، چې دا هم یو څه خنډ ګرځې د ادیب لپاره.

بدې پېښې هم د یو شخص نه لوی سړی جوړلی شي. لیکوالي او شاعري هم د همدې ناخوالو نه پيلیږي. یو لیکوال او شاعر د همدې بدو پیښو په نتیجه کې یو څه لیکي، نو په کډوالۍ کې هم ډیر کړاونه دي، چې دا هم زموږ ادبیات یو څه غني کولی شي، لکه: د صدیق کاوون طوفاني یو اثر په مهاجرت کې لیکل شوی (د باد په کنډوالو کې). دی خپل تېر وختونه یادوي او وايي چې څه حاصل نه شول. هیڅ ارمان مې پوره نه شو. د وطن یاد کوي. بل دا چې په اروپایې هیوادونو کې د افغانانو ژوند ته اشاره کوي. دی وایې: دوی ته هیڅ اهمیت نه ورکول کیږي او د پردي خطاب ورته کیږي. دی لدي خبرې هم ځوریږي، چې زه دلته څه یم؟ زما هویت او قهرماني څه ده؟ دا ټول موږ ته دا اثر راښی او دا د کډوالۍ یوه بله ګټه ده.

زموږ لیکوالو ته چې په خپل هیواد کې هغومره زمینه برابره وي، هلته به نه وي برابره، چې دا یې هم د تخلیق مخه نیسې.

دا هم کیدای شي، چې د نورو لیکوالو او شاعرانو تر اغیزې لاندې راشي.

د شخصیتونو لخمې هم یو هیواد پيژندل کیدای شي. کیدای شې هغه بل هیواد مو په شخصیتونو دعوه وکړي، چې دا زموږ د هیواد دی. دا مو هم ادبیاتو ته صدمه رسولی شي.

ځینې ټولنې په خلکو داسې بندیزونه لګولي، چې لیکوال خپل قلم په ازاد ډول نه شي کارولی، نو مجبور دې چې کډوال شي او هلته خپل قلم په کار واچوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د