مولوي وکیل احمد متوکل، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر

متوکل: افغانستان کې د داعش شتون لنډمهاله دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايي چې د داعش ډله په افغانستان کې په بیړنۍ توګه مینځ ته راغلې او په هیواد کې د دې ډلې شتون لنډمهاله دی او ډیر ژر به له مینځه لاړه شي.

نوموړي له العربیه تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې داعش هومره پراخ نفوذ نه لري لکه څومره چې په رسنیو کې ښودل کیږي او طالبان تر داعش ډلې ډیر پیاوړي دي.

ښاغلی متوکل هغه اټکلونه له حقیقت لرې بولي چې ښايي طالبان د داعش او نورو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه له روسیې سره لاس یو کړي. د نوموړي په باور، که چېرې طالبان د ملا محمد عمر له وفات وروسته هرڅومره کمزوري شي بیا هم خپل اصول له لاسه نه ورکوي او په خپلو آرونو باندې به ټینګ پاتې شي؛ ځکه چې، په خبره یې، طالبان د افغاني خاورې څخه راټوکېدلي دي.

نوموړی د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې طالبانو اسامه بن لادن امریکا ته تسلیم نه کړ، وايي چې طالبانو د یو اسلامي هیواد په توګه نه شو کولای چي نوموړی امریکایانو ته تسلیم کړي. خو زیاتوي چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې هڅې کولې چې نوموړی یو معتمد اسلامي هیواد ته وسپاري، خو په وینا یې له بده مرغه هیڅ هیواد دې کار ته حاضر نه و.

ښاغلی متوکل وايي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر ډیره لېوالتیا درلوده چې د اسامه موضوع د خبرو له لارې حل کړي، خو زیاتوي چې امریکایانو فرصت ورنکړ او سمدستي یې نظامي بریدونه پیل او هیواد اشغال کړ.

مولوي وکیل احمد متوکل د دې پوښتنې چې «ایا رښتیا هم ملا محمد عمر دوه کاله وړاندې وفات شوی او طالبانو یې د وفات خبر پټ ساتلی و؟» په ځواب کې وايي:

«هو دا رښتیا ده، طالبانو غوښتل چې لومړی خپل کور له داخل څخه جوړ او بیا د خپل مشر د وفات اعلان وکړي، ځکه چې د ملا محمد عمر وفات یوه داسې لړزوونکې پېښه وه چې ښايي د طالبانو ټول تحریک ورسره له مینځه تللی وای».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د