افغانستان

کابل: له کوره تښتېدلې نجلۍ د پولیسو د جنسي تیري ښکار شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۳۹۴ل): یوه نجلۍ چې د کورنیو مشکلاتو له کبله له کوره تښتېدلې وه، ادعا کوي چې د کابل په کوڅو کې لومړی د ټیکسي چلونکي او بیا د بندي خانې پر مهال پولیسو جنسي تیری باندی کړی.

نوموړی وایی چې له کوره د تيښتي وروسته زه د جنسي تیري ښکار شوم، چې د هغه شکایت می پولیسو ته وکړ، پولیسو ددې پر ځای چې د تیري کونکو پر ضد اقدام وکړي، زما سره یې جنسي تیری وکړ، او بیایی بندي کړم.

دغه نجلۍ چې مخ یې پټ کړی وو، د یوه خصوصي تلویزون سره د مرکې پر مهال وویل چې له کوره د تيښتي وروسته چې هر ځای می پناه وړې، هلته راسره جنسي تیری شوی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم د ښځینه بندي خانو څخه داسي راپورونه ورکړل شوي چې په زندانونو کې نارینه پولیس د ښځينه پولیسو او بندیانو سره بد چلند او غیر اخلاقي سلوک کوي.

دغه انجلۍ چې عمر یې ۱۸ کاله ښيي، اوس مهال د ماشومانو د تربیې په یوه مرکز کې ژوند کوي. نوموړی وايي چې کله یې د پولیسو د افشا کولو هڅه وکړه ، په بندي خانه کې د نوکریوالو ښځینه پولیسو او بندیانو له لوري تهدید او ووهل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x