افغانستان

پکتيکا: طالب ځواکونو په ښرنه کې اربکی قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۴ل): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د مېشتو اربکيانو مشهور قومندان د طالب ځواکونو په بريد کې وژل شوی دی.

د پکتيکا امنيتي مسوولين د پېښې پخلی کوي او وايي چې قومندان عبدل نن سهار شاوخوا اته بجې د ښرنې بازار ته څېرمه د طالبانو په بريد کې ووژل شو.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د قومندان عبدل وژل منلي او ويلی يې دي چې نوموړی « شریری او ظالم » قومندان و.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې عبدل په مرکز ښرنه کې د اربکيانو د عمومي قومندان لعل خان ښی لاس ګڼل کېده، چې په ظلم او بد اخلاقۍ کې يې نوم وړی و.

د ښرنې د سرې کلا د کلي یو تن اوسېدونکي د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته ويلي چې قومندان عبدل به د دوی له سیمې نه په زور هلکان پوستو ته وړل او له شپې تېرولو وروسته به يې راخوشي کول.

د ښرنې قومي مخورو د قومندان لعل خان او عبدل د بد اخلاقۍ اړوند پرلپسې د ولایت مقام ته عریضې کړې دي خو د دوی په وينا چا يې غږ نه دی اورېدلی.

ياده دې وي د مرکز ښرنې اوسېدونکو له ځايي چارواکو پرلپسې غوښتي چې د مرکز امنیت باید د اربکيانو پر ځای ملي پولیس وساتي خو چارواکو د مرکز اړوند د اربکيانو فعالیت مهم بللی.

طالبانو هم د خپلې خبرپاڼې په پای کې لیکلي چې قومندان عبدل د ولس په کړولو او د غربي اشغالګرو په چوپړ کې ډېر اخلاص من کس و.

ياده دې وي د پکتيکا پر مرکز سربېره د مټاخان، یحی خېلو او سروضې ولسوالیو اوسېدونکو هم پرلپسې د اربکيانو له اخلاقي چلند او ظلمونو نه شکایتونه کړي خو سیمه ییزو چارواکو يې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x