افغانستان

ظاهر قدير: ملي امنيت په ډاګه د داعش ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ۲مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې لومړی مرستيال وايي چې د افغانستان ملي امنيت د داعش ډلې ښکاره ملاتړ کوي او ان د دې ډلې مشران يې په کابل کې اوسيږي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي محمد ظاهر قدير نن د ولسي جرګې غونډې ته به خبرو کې وويل چې د ده ټول دوستان د جګړې لومړۍ کرښه کې په کمو امکاناتو او سختو حالاتو کې د دښمن په وړاندې شپې ورځې تيروي، چې اړيکې هم ورسره نه شي نيول کېدی، خو حکومت، پاکستان او ټوله نړۍ د دښمن تر څنګ ولاړه ده.

هغه وويل چې دوی ثبوتونه او اسناد لري او وخت په وخت يې ولسي جرګې ته هم وړاندې کړي دي چې ملي امنيت په دې موضوع کې لاسوهنه کوي.

ظاهر قدير نږدې درې مياشتې وړاندې ننګرهار کې د داعش ډلې سره د جنګ اعلان کړی و، هغه وويل چې دوی له داعش سره په مبارزه کې له دولت څخه هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او ټول امکانات يې خپله او ملګرو برابر کړي دي.

قدیر زياته کړه چې جلال اباد هغه مهال له سقوط سره مخ و، که چېرته دوی په ۲۴ ساعتونو کې نه وای رسېدلي نو جلال اباد به سقوط کړی و، خو نوموړي دا ونه ويل چې د چا له لوري او کله يې سقوط کاوه خو زياته يې کړه چې د «دښمن» پلان شنډ شو چې دا ډېرو زياتو توضيحاتو ته اړتيا لري.

نوموړي د اعش د پاکستان خلک وبلل او ويې ويل چې ۲۰ زره کورنۍ چې زياتې يې وسله وال کسان لري له پاکستان څخه شينوارو ته راغلي دي چې پاکستاني کارتونه هم ورسره دي او په سيمه کې يې نا امني رامنځته کړې.

هغه وويل چې د شينوارو په سيمه کې نا امني د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې د نا امنۍ په مانا ده.

د يادونې وړ ده چې ظاهر قدير د روژې په پنځلسمه د ولسي جرګې له لارې دولت ته اخطار ورکړ چې د کوچني اختر تر پنځلسمې نېټې دې په ننګرهار کې د داعش غم وخوري کنه خپله به په سيمه کې د داعش د جنګيالو پر وړاندې وجنګيږي.

که څه هم تر اوسه د ملي امنیت ادارې د ولسي جرګې د مرستيال د څرګندونو اړوند رسماً څه نه دي ويلي، خو د داعش ډلې پر وړاندې د دولتي ځواکونو چوپتيا ولسي خلک د دې ډلې او دولت تر منځ په اړيکو لرلو باور ته نږدې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x