خبرونه

د تخار استازې: د تخار څلور ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ليندۍ،۲مه، ۱۳۹۴ ل): په ولسي جرګه کې د تخار ولايت استازې وايي چې ددې ولايت د درقد ولسوالۍ له سقوط وروسته درې نورې ولسوالۍ هم د طالبانو له لوري تر ګواښ لاندې دي.

حبیبه دانش وايي چې د تخار د ينګي کلا، خواجه بهاء الدين او اشکمش په ولسواليو کې د طالبانو د واک ساحه ورځ تربلې پراخيږي او په بريدونو کې يې زياتوالی راځي چې له امله يې دغه درې ولسوالۍ د دولت له کنترول څخه وتلی شي.

دانش ويلي چې د تخار په ولايت کې اوس د دولت واک کمزوری شوی دی او ځای يې پخوانيو جهادي قومندانانو، قاچاقبرانو، زور واکو او خپلسرو وسله والو نيولی دی.

هغې چې په کابل کې د تخار د ورستيو حالاتو په اړه خبريالانوسره خبرې کولې وويل چې په تخار کې د پخوانیو جهادي قوماندانانو، زورواکو او قاچاقبرو خپلمنځي منفي رقابت د وسله والو طالبانو فعالیتونو پراختیا ته زمینه برابره کړې.

د يادونې وړ ده چې تېره مياشت وروسته له هغې چې طالبانو د تخار د درقد ولسوالۍ ونيوله، طالبان د دې ولسوالۍ په ښار کې وګرځېدل او خلکو ته يې په ډاډه زړه د خپل ورځنی ژوند د پرمخ بېولو ډاډ ورکړ.

همدا راز طالبانو د درقد ولسوالۍ د ښار هټۍ والو ته خپله نرخنامه وټاکله او ورته وويل شول چې تر دې وروسته دې په ټاکلې نرخنامه خپلې سوداګانې وپلوري.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو فعاليتونه د هېواد په شمالي ولايتونو کې تيز شوي چې له امله يې ګڼې سيمې په خپل واک کې اخيستی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x