fbpx
په واتیکان کې د عیسوي پاپانو غونډه

ولي ځيني هوښياران خلګ عيسايان دي؟

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام-

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم امابعد:

د حيرانتيا خبره داده چي دعيسائيت دين چي اساسي عقيدې ئې داسي دي چي دمعمولي عقل خاوند ته هم د منلو نه دي او بايبل  هم ډېر په اسانۍ سره معلومېږي چي دا وروسته دمختلفو ليکوالانو له خوا ليکل شوی او داسي ښکاره غلطۍ او ټکرونه په خپل منځ کي سره لري چي تطبيق ئې امکان نه لري.

له بلي خوا اسلام دخپل کردار او عمل په سبب او د خپل حقانيت د دلايلو پر بنياد په ټوله دنيا يرغل کړی دی.

د اسلام حقانيت اوس يوازي معقولي مسئله نه ده چي په فکر او سوچ سره ئې حقانيت  معلومېږي بلکي اسلام اوس داسي شو چي حقانيت ئې په خارج کي په سترگو ليدل کېږي.

او دا وجه ده چي بې شمېره دعيسايانو او يهوديانو کليساوي او عبادتخانې په مساجدو بدلي شوې او اسلام اوس په امريکا، اروپا، هندوستان او د نړۍ په اکثرو کفري هيوادونو کي تر ټولو چټک خپرېدونکی دين دی چي لامل ئې يوازي او يوازي د اسلام حقانيت او قوي دلائل دي.

د ساينس په ذريعه نړۍ ته جوته شوه چي داسلام هر حکم پر ځای دی، له حکمته ډک دی او داسي څه په دې دين کي نشته چي د واقعيت خلاف وي.

په خوا ډېر داسي اعتراضات او نيوکي پر مسلمانانو کېدې چي له امله به ئې کافرانو پر مسلمانانو خنداوي کولې خو نن هغوی په خپلو اعتراضو پښېمانه او شرمېږي.

اوس هم چي څوک اسلام نه راوړي، پرته له سرټمبگۍ او ازلي بدمرغۍ بل لامل نه لري.

خو بيا هم په ميليونونو نصرانيان په عيسائي عقيدو معتقد او په دې اند دي چي بايبل  د الله پاک له لوري راغلی مقدس کتاب دی.

د دې اساسي لامل دا دی چي دوی په پټو سترگو د پاپانو په خبره اعتماد کوي او د دين په هکله په خپله څېړنه نه کوي.

پوښتنه داده چي په عيسايانو کي ډېر هوښياران او ساينسپوهان شته، هغوی څنگه دغسي ښکاره ناسمه او د عقل خلاف عقيده لري؟

د دې پوښتني جواب په قرآن کريم کي دبلقيسي په هکله ذکر شوی دی:

بلقيسه هوښياره ښځه وه، چي ددې هوښيارتيا له سورة النمل څخه معلومېږي.

خو پوښتنه داده چي دا دومره هوښياره وه، ولي ئې پخوا د مخلوق عبادت کاوو، څوک چي خپله عاجز او مخلوق وي، هغه خو د عبادت لائق نه وي، عبادت خو بايد د الله پاک وشي. بلقيسي ولي سره د هوښيارتيا د سليمان عليه السلام سره تر ملاقات مخکي د الله پاک توحيد نه منی او لمر ته ئې سجدې کولې؟

الله پاک ددې پوښتني جواب داسي کړی دی: وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَعْبُدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كَافِرِينَ(النمل:۴۳)

ترجمه: او دا (له توحيده) هغه څه منع کړې وه چي دې ئې پرته له الله عبادت کاوو، يقينا دا له کافر قوم څخه وه!!

په دې مبارک آيت کي ئې ددې دشرک دوه سببونه بيان کړي دي:

۱:بلقيسه دغيرُالله په عبادت مشغوله اوعادت وه، دانسان طبيعت داسي دی چي څوک په يوه نظر او عقيده وي، بلي عقيدې او نظرئې ته ئې چندان فکر نه اوړي چي دهغه په هکله معلومات وکړي.

۲: د بلقيسي ټول قوم کافران وو، ددې په ماحول او چاپيريال کي د توحيد او حق اواز نه وو پورته شوی، دې نور ټول خلگ په دې طريقه ليدل چي د لمر عبادت ئې کاوو، دې هم د هغوی په څېر عقيده ساتله.

قومي عادات او ماحول هم خپل اغېز لري او د دې لامل کېږي چي ډېر وخت انسان د هغو په هکله فکر او سوچ ته نه پرېږدي.

نو له دې آيت څخه دا معلومه شوه چي يو مذهب او عقيده انسان له بل څخه غافله کوي او همدا راز دا هم معلومه شوه چي ماحول او چاپيريال د انسان په عقيده او عمل اثر لري.

له دې امله د غلط ماحول، مجلس او بې لارو ملگرو څخه ځان ساتل  ضروري دي ځکه په انسان اثر کوي.

نو دا جواب هم معلوم شو چي ځيني هوښياران ولي په عيسائي باطله عقيده معتقد دي؟

الله پاک مو دي په صحيح عقيده پوه او مستقيم وساتي او نورو ته دي هدايت وکړي آمين يارب العالمين

وصلی الله علی نبينا محمد و علی آله واصحابه اجمعين

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

ډيره سمه او په ځای لیکنه وه ، الله ج دی لیکونکی ته اجرونه ورکړی ، زه به ورسره د یوی تصحیح زیاتونه وکړم او هغه دا چه دروند ورور لیکلی چه ( داسي څه په دې دين کي نشته چي د واقعيت خلاف وي) که څه هم دا خبره تر یوی کچی عامه شوی چه واقعیتونه د حقیقت په نوم معنی کیږی ، کوم چه واقعیتونه د حقیقت او نه حقیقت دواړه اړخه لری ، هر څه چه شوی هغوی ته واقع شوی یا واقعیتونه ویل کیږی کوم په واقع شوو کارونو کی مثبت او منفی دواړه خواوی ګډون… نور لوستل »

masodkhan
میلمه
masodkhan

مننه گرانه وروره خشحاله ژوند ولری دیر خایسته معلومات ده اللہ تعالیٰ دی کامیابه که