نړۍ

سویلي کوریا: د امریکایانو اپاچي چورلکه راغورځېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲، ۱۳۹۴ ل): د سویلي کوریا په مرکزي سیمه وانجو کې د امریکایې ځواکونو یوه اپاچي جنګي چورلکه راغورځېدلي او په پېښه کې د پلوټ په شمول د چورلکي یو تن تخنیکي همکار وژل شوي دي.

د امریکا پوځي چارواکو ویلي چورلکه د ګینګوان ولایت په وانجو سیمه کې غورځېدلي، تراوسه د چورلکي د غورځېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

امریکا د سویلي او شمالي کوریاګانو تر منځ د ۱۹۵۰م -۵۳م دجنګونو وروسته په سویلي کوریا کې نژدې ۲۸،۰۰۰ پوځیان د سویلي کوریا دپوځ د تقویې او روزني لپاره ځای پرځای کړي او دوی په ګډه د شمالي کوریا مقابله کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x