french magazine charlie

فرنسوی مجلې د نبي صلی الله علیه وسلم په سپکاوي پوره کتاب نشر کړ

نن ټکی آسیا: هغه فرنسوی مجلي چي مخکي هم د نبي صلی الله علیه وسلم په اړه توهین امیزه انځورونه او کاریکاتورونه نشر کړی وه، نن یې یو ځل بیا پر 64 صفحو شامل کتاب نشر کړ، چي ټوله د نبي صلی الله علیه وسلم دژوند په اړه د توهین ډک مصور کاریکاتورونه دي.

(چارلي ایبدو) په نامه مخکي هم ورته انځورونه نشر کړی، او له وجي یی په اسلامي نړی کي سخت غبرګونونه را پارولي وه.

د الجزیرې د راپور سره سم نوی کتاب چي ۸۰ زره نسخې یی چاپ شوې، پر تایټل یی د نبي صلی الله علیه وسلم یو داسی کاریکاتور جوړ کړی، چي پر اوښ سپور دی او په صحرا کی ځغلوي.

د مجلي ایډیټر ستیفان شاربونییه وايي چي ددې نوی کتاب نوم (د محمد سیرت) دی، او دا یو تربوي کتاب دی، چي د ډیر بحث او پلټنو وروسته دیو تونسي الاصله فرنسوي عالم له خوا لیکل شوی، او ویلي چي ددې اجازه اسلام ورکړي، ځکه چي د نبي صلی الله علیه وسلم سیرت مسلمانانو خپله لیکلی.

نومړي ویلي چي ددې کتاب فکر دده سره د هغه وخته پیدا شو، کله چي په ډانمارک هیواد کي د یوې ورځپاڼي له خوا د نبي صلی الله علیه وسلم توهین امیزه کاتونونه نشر سول، او بیا مونږ هم نشر کړل.

د فرنسا حکومت پر دې موضوع په خپل رسمي موقف کي ویلي هر څوک د رايي ورکولو ازادي لري، او دا د مجلي خپل حق دی چي څرنګه غواړي خپله رایه اظهار کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د