نړۍ

افغاني کډوالو د مقدوني سرحدي ځواکونو سره جګړه کړې

نن ټکی اسیا (سې شنبه، لېندۍ ۳، ۱۳۹۴ ل): افغاني کډوال چې د افغانستان څخه یې د یورپ په لور هجرت کړی، د سوونو په شمېر د مقدونیا او یونان پر پوله د مقدوني سرحدي ځواکونو سره په جګړه اوښتي.

دغه مهاجرین وايي چې دوی ته خوراک نه رسیږي او سربېره پر هغه یې د یخ له کبله ژوند او صحت له ستونزو سره مل دی.

افغاني کډوالو وروسته تر هغه د مقدونیې د ځواکونو سره د ډبرو او لرګیو په واسطه جګړه وکړه کله چې ددغه هیواد له لوري پر پوله باندي سرحدي ځواک زیات شو او امنیتي چلند تر پخوا سخت شول.

دوی وايي ددې سربیره چې له دوی سره امنیتي چلند سخت شوی، دوی ته د خپل ژوند ژغورني په خاطر نه لاره ورکول کیږي، او نه هم خوراک، علاج، ګرم کالي او خېمې ورکول کیږي.

د یادوني وړده چې په افغانستان کې له شخړو ډک دوه ځلي انتخاباتو وروسته ګډحکومت را منځته شو، چې د یوه کلني حکومتي مودې په تیریدو سره تر اوسه هم نه دې توانیدلی خپلي کړي وعدې پوره کړي.

د ځینو شمیرو پر اساس ویل شوي د ګډ حکومت د تشکېل وروسته په لسګونو زره افغانان له هیواده هجرت ته اړ شوي چې د هغو څخه تنها یو لک شپیته زره (160،000) یې اوروپا ته رسیدلي دي، او ډیر شمیر یې پر لارو دي.

ځکه چې دغه کډوال په غیر قانوني توګه تر سختو او له خطره ډکو لارو څخه تیریږي، زیات شمېر یې پر لارو وژل کیږي او لادرکه کیږي، چې د هغو د کره شمېر هیڅ درک نسته.

د یادوني وړ ده چې د جرمني حکومت په خپل وروستي غبرګون کې ویلي چې دوی به د افغاني مهاجرینو سره جدي چلند کوی، د هغوی د دوسیو څیړلو وروسته به اکثره بیرته خپل هیواد ته لیږدوي.

د جرمني سفارت په دې اړه په کابل کې هم کمپاین پیل کړی، تر څو افغانان له هیواد د جرمني په لور د هجرت څخه را وګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x