ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۳۰) – د الله تعالی پر ویش خوښ اوسه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

د الله تعالی پر ویش خوښ اوسه!

د نېکمرغۍ په پورتنیو لاملونه کې ددې لامل ځینې ماناوې تېرې شوی؛ خو زه غواړم چې لږ یې نور پسې وغځوم، ددې لپاره چې ښه پرې پوه شو ، او هغه دا چې ته پر هغه وېش خوښ او راضې اوسه، چې الله رب العلمین در کړی دی، او تاته یې چې په مال، اولاد، ښځې، کور او ټولو نعمتونو کې کومه برخه در کړې، هغه د ځان لپاره پوره وګڼه، او همدا د قرآن کریم لارښوونه هم ده:

( فَخُذْ مَآ اتَیْتُکَ وَ کُنْ مِّنَ الشَّکِرِیْنَ )
” څه مو چې در کړی، وایې خله او پر هغې له شکر ویستونکو څخه شه. ”

په سلفو کې ډیر یې بیوزله او د مال له پلوه کمزوری وو، ښې ماڼۍ، ښې سورلۍ او ډېر مال یې نه درلود، خو سره له دې هم د هغوی ژوند له خوښیو ډک وو، او نه یوازی دا چې پخپله نېکمرغه وو، بلکې نورو ولسونو ته یې د نېکمرغۍ لارې چارې ورښودلې، دا ځکه چې دوی د الله تعالی په لور مخه کړې وه، او هغه څه يې په کار اچولی وو، چې الله تعالی دوی ته ورکړی وو، خپله شتمنی یې په سمه لاره کې لګوله.

همدا لامل وو، چې الله تعالی ورته په لږو کې ډېر برکتونه ایښی وو، او له هغوی نه یې دومره کار ترې اخیستی وو، چې له ډیرو شتمنیو او د زیات مال او اولاد له خاوندانو څخه یې تمه نشې کېدای.

د ځینو خلکو لپاره خو خپل مال او اولاد د هلاکت لامل ګرځېدلی دی، ځکه دوی پرې د کبر له امله له سالم او روغ فطرت څخه اوښتی دی، نو د هغو نېکو خلکو مقام ته د دوی رسېدل ډېره لرې خبره ده.

ته هغو خلکو ته وګوره چې په زده کړه کې له نړیوالو پوهنتونو څخه تصدیقونه په لاس کې لری، په دوی کې ډېر به یې داسې وی، چې هېڅ کار به ترې نه کېږې، او ډیر خلک داسې شته، چې عادی زده کړې به یې کړې وی، او الله تعالی به ترې ډېر لوی کار اخلی، خلکو ته به ترې ګټه رسېږی، د ولسونو اصلاح به کوی، او د هیواد په ودانۍ کې به ستره ونډه لری.

که ته غواړې، چې نېکمرغه ژوند وکړې، نو پخپله برخه راضی شه، خپل شکل او صورت ښایسته وګڼه، کورنی ژوند دې چې هر ډول وی، الله تعالی ستر نعمت وبوله، خپل اواز د الله تعالی د قدرت یوه نښه وګڼه، د خپلې پوهې کچه دې لوړه کړه او د لازیاتې پوهې لپاره هڅه کوه، او له الله تعالی نه یې غواړه، دا دعا: 【وَ قُلْ رَّبِّ زِدْنِی عِلْمًا】 د تل لپاره وایه، چې ای الله! زما پوهه زیاته کړه.

ځینې پوهان لا تر دې هم وړاندې تللې دی او وایې چې، تر دې هم په کمه راضی شه.

دلته د هغو کسانو د نومونو یو لوی لړ لیک شته، چې په دنیوی ژوند کې یې ډېر نعمتونه له لاسه ورکړی دی.

عطاء بن ابی رباح رحمه الله په خپله زمانه کې د نړۍ ستر عالم وو، خو سره له دې، چې تک تور، په پښو شل او کوړۍ ویښته لرونکی ازاد شوی غلام وو.

احنف بن قیس د عربو مشهور صبرناک شخصیت وو، خو له بدن نه ډېر خوار، پر ملا کړوپ، د کمزورو پنډیو او کمزورې تنې خاوند وو.

اعمش د نړۍ ستر محدث، سره له دې چې له ازادو شویو غلامانو څخه وو، د جامو او څېرې له مخې ګډوډ وو.

دا ټول پر ځای پرېږده، ټول انبیاء علیهم السلام د مال له پلوه کمزوری وو، ځینې یې د ګډو او بزو څروونکی وو، څوک یې اهنګر او ځینې یې ترکاڼان وو، خو له دې سره دوی د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو غوره مخلوق تېر شوی دی.

له دې امله که ته پخپلو شتو فکر وکړی، نو ټول د شکر وړ دی، په پردی سینګار، مال او شتو پسې مه پسخېږه، بلکې هماغه څه د ځان لپاره پوره وګڼه، چې الله تعالی در کړی دی، او شکر پرې وباسه، نو ته به له بدمرغۍ خوندی او نېکمرغی به دې په برخه شی:

( نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیشَتَهُمْ فِی الْحَیَاةِ الدُّنْیَا )
” دنیوی ژوند موږ د دوی ترمنځ وېشلی دی. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x