افغانستان

احمد سعیدي: ډاکټر عبدالله درواغ وايي، حزب التحریر وسلواله ډله نه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳، ۱۳۹۴ ل): د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي د ډاکټر عبدالله پر هغه خبره چی حزب التحریر یې یو تروریستي ډله بللې، وویل چې ډاکټر عبدالله تر اوسه ددغه ډلي په اړه بشپړ معلومات نه لري، اوزیاته یې کړه چي دغه ډله په افغانستان کې پراخ حضور لري، پر غیر وسلواله مبارزه عقیده لري، د تیرو شلو کلونو څخه په افغانستان کې وجود لري، چي ده ورسره ملاقاتونه هم کړي.

ډاکټر عبدالله نن د وزیرانو په یوه غونډه کې وویل چې حزب التحریر د هیواد په بیلا بیلو برخو کې فعالیت لري او یاده ډله یې د تروریستي ګوندونو یوه ملکي څانګه وبلله.

احمد سعیدي د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله پر خبرو د تبصرې پر مهال یوه خصوصي تلویزون ته وویل چې په دې هیواد کې یوه مسخره روانه ده، ډاکټر عبدالله باید شرم وکړي چې داسي بې ځایه انتقادونه کوي، او زیاته یې کړه «ډاکټر عبدالله څه ثبوت لري چې حزب التحریر ډلي باندي تورونه لګوي، ایا څوک یې نیولي، څوک یې وژلي، چیرته په کومه پيښه کې لاس لرلی». سعیدي زیاته کړه ، «ډیره د شرم خبره ده، دغه حکومت هر ځای خپله بې کفایتي ښودلې».

احمد سعیدي وویل، په ګډ حکومت کې هیڅ څوک نه پوهیږي چې څوک مسؤولیت لري او څوک مسؤولیت نه لري، او زیاته یې کړه چې ډاکټر عبدالله هم انتقاد کوی، ولسمشر هم انتقاد کوي، د حکومت جګپوړي چارواکي هم انتقاد کوي، خو په دې نه پوهیږي چې دوی باید د انتقاد پر ځای اجراءات وکړي، «که دوی اجراءات نه شي کولای، نو به یې څوک کوي».

نوموړي همداراز وویل چې حزب التحریر په افغانستان کې د شلو کلونو څخه فعالیت لري، دفترونه او پوهنتونونو کې وجود لري، ډاکټر عبدالله اوس د خپل فعالیت ښودلو په خاطر ځان مبتکر انسان بولي، د وزیرانو په یوه لویه غونډه کې د رسنیو په مخ کې داسي ماشومانه څرګندوني کوي. سعیدي زیاته کړه «هر څه ورک دي، لاره ورکه دی، خپله حکومت نه پوهیږي چې څوک مسؤول دی او څوک نه دی مسؤول.»

احمد سعیدي د کابل په اطرافو کې د نوي ښارګوټي جوړوني هغه جنجالي معاملې ته، چې د کابل بانک په قضیه کې د محکمې له خوا د لسو کلونو لپاره په بند محکوم شوي مجرم خلیل الله فیروزي په کي تر ټولو لویه ونډه لرله، په اشاره وویل  «یوازي ډاکټر عبدالله درواغ نه وايي، بلکي ولسمشر، د هغه سلاکاران او د دفتر جګپوړي چارواکي ټول په فساد ککړ دی، نن درواغ وايي، سبا پښېمانه کیږي. دماشومانو حکومت دی، قط قط کوي لکه ماشومان».

نوموړي وویل چې د افغانستان ولس باید پوه شي چې دغه حکومت ډیر بی کفایته، ډیر په فساد ککړ، ډیر بی اداره او بې فهمه دی، او زیاته یې کړه «لويه جرګه به ډیر ژر دایره کړو، او له دغه فاسد حکومته به ولس خلاص کړو».

ورته لیکنې

Back to top button