ملګري ملتونه: د سوریا په شخړه کی تر اوسه ۶۰ زره کسان وژل شوي دي

سوريا - قتل عامنن ټکی آسیا: د ملګري ملتونو د بشر د حقوقو استازي نافي بیلای نن وویل چي په سوریا کي د حکومت په ضد د ملکي پاڅون له پیل څخه تر اوسه د ۶۰ زره څخه زیات کسان وژل شوي دي.

آغلي بیلای د خپل خبرو په ترڅ کي ویلي چي ددوی د څیړني چي پنځه میاشتي یی دوام وکړ، او تر اوو زیاتو سرچینو په کښي ګډون وکړ، د ۵۹ زره ۶۴۸ کسانو لسټ یی تیار کړ، چي د تیر کال 2001 د مارچ د میاشتي څخه بیا تر 2012 د نومبر تر میاشتي پوري په سوریا کي وژل شوي دي.

او زیاته کړې چي د نومبر میاشت چي په څیړنه کي نه ده شامله شوې، هم د زیاتو قتلونو شاهده وه، چي په دې سره ویلای سو چي چي تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د ملګري ملتونو په دغه څیړنه کي د ټپيانو او نه هم د مهاجرینو شمیرنه شوې.

په سوریا کي دحکومت په ضد ولسي پاڅون وروسته تر هغه په جګړو بدل شو، کله چي د بشار الاسد حکومت د ولس د غوښتنو د منلو پر ځای د هغوی سره د جګړې لاره غوره کړه، چي له کبله یې دواړو لورو او په مجموع کي د سوریا هیواد ته نه جبرانیدونکی زیان ورسید، او لا دوام لري.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د