کابل: د پاریس د قربانیانو په یاد کانسرټ جوړ شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳، ۱۳۹۴ ل): کابل کې د فرانسې په سفارت کې دننه د پاریس د قربانیانو په یاد او غمرازۍ کې د موسیقي کانسرت جوړ شو، چې په کې د افغانستان یو شمیر د موسیقي هنرمندانو ګډون کړی وو.

تیره اونۍ په پاریس کې یو شمیر وسلوالو د پاریس په مختلفو برخو کې هم مهاله ډزي او چاودني وکړې چې له کبله یې د ځینو احصائیو سره سم تر ۱۳۰ زیات وګړي ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات نور ټپیان شول.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ ډاکټر داود مرادین

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ ډاکټر داود مرادین

د موسیقي دغه کانسرټ د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ له خوا په دې خاطر جوړ شوی وو تر څو فرانسویانو ته وښودل شي چي افغانستان ددوی د درد پوره احساس لري.

ددغه انسټیټیوټ مشر ډاکټر داود مورادین ویلي چې افغانستان له ډیرو کلونو د تروریزم ښکار دی او د فرانسې د بریدونو غم او درد افغانان ښه درک کولای شي.

په دغه کانسرټ کي د فرانسې سفیر هم ګډون درلود، نوموړي د کانسرټ ګډونوالو ته وویل چې دا یوازي د فرانسوي اتباعو د وژنو پيښه نه وه، بلکي پر دې پيښه ټوله نړۍ دردمنه شوه.

نوموړي د کانسرټ د ګډونوالو او د موسیقي هنرمندانو څخه مننه وکړه چې ددوی سره یې غمرازي وکړه.

باید وویل شي چې ددې ترمخه د حزب همبستګي ګوند غړو او ځینو مدني فعالانو هم په پاریس کې د فرانسوي اتباعو په وژنه خواشیني ښودلې وه او په کابل کې یې د هغوی په یاد شمعې بلي کړي وي.

په پاریس کې ترسره شوي بریدونه که له یوه اړخه زیات شمیر غربي او د اسلامي نړۍ ولسمشرانو، ګوندونو او اشخاصو وغندل خو بل اړخ ته زیات شمېر په دې اند هم وه چې د همدې فرانسویانو د پوځونو او بمباریو له کبله د مالي او افغانستان غوندي وروسته پاته هیوادونو کې زیات شمېر مسلمانان وژل شوي چې هیڅ چا یې پوښتنه نه ده کړې.

دوی زیاتوي چې همدې فرانسویانو په اوروپا کې تر ټولو لومړی د اسلام او مسلمانو په ضد د تبعیضي چلند څخه کار واخیست چې له کبله یې د وسلوالو اسلامي ډلو دداسي یو سخت دریځ سره مخ شول.

دوی ټینګار کوي چې دداسي پيښو مخه یوازي هغه وخت ښه نیول کیدای شي کله چې فرانسه په خپلو بهرنیو او کورنیو سیاستونو کې بدلون راولي، دفلسطین په قضیه کې چې د منځني ختیځ د ستونزو مور بلل کیږي، د اسرائیل پر ځای د حقدار تر څنګ ودریږي، د مالي او نورو اسلامي هیوادونو څخه خپل پوځونه وباسي، او د سوریې په جګړه کې د ښکېلېدو پر ځای ددغه جګړې د ختمولو لاري چاري وسنجوي.

د یادوني وړ ده چې ددغه پيښي وروسته فرانسې په سوریه کې بمباري تر پخوا زیاته کړې، او وايي چې په دغه هیواد کې به دداعش په خلاف خپل عملیات نور هم زیات کړي.

باید وویل شي چې په سوریه کې د امریکا په مشري اتحادي ځواکونه، د بشار الاسد نظام، روسیه او اوس فرنسا هم بمبارونه کوي چې د بشري حقوقو د فعالانو او خبریالانو په وینا تر ټولو لوی ضرر یې هغو کسانو ته رسیږي چې تر اوسه یې له خپلو سیمو د هجرت لاره نه ده موندلې او یا یې وسلوالي ډلي هجرت کولو ته نه پریږدي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Khalil
میلمه
Khalil

ددی پروګرام په لاره اچونکی او ګډونکوی به هم د حضرت محمد مصطفی (ص) دشفاعت تمع لری. لعنت په دی ډمانو

احمد
میلمه
احمد

تیر ځل کی مو هم ددغو وطن پلورنکو څیرو په هکله خپل نظر ویلی وو یوخلی بیا اوس وایم چی په هغه شیدو دی نعلت وی چی داکتر داود مرادین او دغه دمدنبی شغالانو په نامه دغه وطن پلورنکو دین پلورونکو اوعزت پلورونکو خوړلی دی مرده باد ۰دخپل وطن په شهیدانو خو دغو مدنی شغالانو یوه ورځ هم احتجاج ونکړ او یا ممکن ده چی دغه خاینان هم دهمدغو فرانسویانو یهودو او نصراو له نصله وی ځکه یی دویر په ټغر کینی نو ورور خوبه دورور ویر کوی لکه غنی او عبدالله چی ورسره دزړه خواله وکړه رولا غنی خو… نور لوستل »