پاکستان: د موبایل ټولي شبکې به نن کار نه کوي

په پاکستان کي موبایل نیټورکد امت اخبار د خبر سره سم نن به په پاکستان کي د انټرنیټ ټولي شبکې د سهار د اتو بجو څخه بیا تر لسو بجو پوري بندي وي.

د پاکستان امنيتي چارواکي وايي چي دا ګام یې د امام حسین رضی الله تعالی عنه د شهادت د څلویښتمي په مناسبت پورته کړی، تر څو په دغه ورځ چي په کښي شیعه ګان خپل خاص مراسم لمانځي، په هیواد کي امنیت تامین شي.

د پاکستان تلیفوني شبکو د کنټرول ادارې (PTA) ويلي چي بندیز د پاکستان په ۵۰ ښارونو کي لګیدلی، چي په هغو کي د پنجاب اتلس ښارونه، د سند او خیبر پښتونخوا شپږ شپږ او د بلوچستان نهه ښارونه شامل دی، او پر دې سربیره په ازاد کشمیر او مظفر اباد او میرپور کي به هم موبایل کار نه کوي.

د پي ټي ای (PTA) ادارې ویلي چي دغه ګام یې د پاکستان د وزارت داخله په امر پورته کړی.
بل خوا د پاکستان په اکثرو غټو ښارونو کي د امنیت په خاطر د موټرسایکل په ډبله سواري هم پابندي لګېدلې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د