پر افغان وژنه ولې چُپه خوله

لیکوال: سردار محمد همدرد

لیکوال: سردار محمد همدرد

سردار محمد همدرد

دا خبرې خو هسې هم ډېرې تکرار سوې چې نا امني ده، جګړه ده، هغه دی او دا دی خو هغه د عربي يوې معقولې ژباړه ده «کله چې خبره ډېره تکرار سي، نو زړه کې ځای ونیسي.»

له يوې خوا ټول هېواد يوې داسې جګړې نيولی دی چې هيڅ تعريف نه لري او په هره برخه کې ټول تاوان افغانانو ته رسيږي، نه دولت کومه توره وکړه او نه د دولت مخالفو ډلو خپلې موخې ترلاسه کړې خو بس جګړه روانه ده او تر نامالوم وخت پورې به روانه وي.

د نور هېواد ترڅنګ هلمند هغه ولايت دی چې جګړه پکې له تېرو څو کلونو راهيسې روانه ده، هيڅ مالومات نه سته چې تر کومه به روانه وي.

د هلمند شمال هغه ځای دی چې تر نور هلمند پکې ډېره جګړه سوې ده او لا هم دغه سيمه باندې داسې اور بليږي چې هيڅوک يې د وژلو لپاره کوم پلان، طرحه او فکر نه لري.

دلته د افغان وژنې لپاره په جګړه کې داسې تکتيکونه عملي کيږي چې له هرې خوا افغان راګير دی، له ښاره تر کلي او تر کلي تر کوره، هر ځای کې عام خلک وژل کيږي.

دلته داسې ناروا او داسې ظلم نه دی پاتې چې نه دی سوی، ډله ييز خلک ووژل سول، هره ورځ مو پر لويو لارو، کوڅو او کليو کې خلک د ړندو ماينونو ښکار ګرځي، د خلکو کورونو څخه د جګړې مورچلونه جوړ سوي دي، داسې کورنۍ نه سته چې يو يا دوه نفره يې شهيدان سوي نه وي يا پکې معيوب سوي نه وي،حتی داسې کورنۍ مې هم وليدې چې ټول نارينه يې د روانې جګړې قرباني سوي دي.

راځئ چې خپله جګړه لږه د نورې نړۍ له جګړې سره پرتله کړو، په نوره نړۍ کې د انسان ژوند څومره ارزښت لري، څومره يې دولتونه او خلک په فکر کې دي، په نوره نړۍ کې جګړه کې ښکېلې ډلې د جګړې لپاره خپل تکتيکونه لري، داسې لارې چارې چې عام خلکو ته پکې زيان نه رسيږي، اقتصادي ضربه نه رامنځته کيږي، عام المنفعه ځايونه نه تخريبيږي فقط جنګ کوي او د جنګ موخه يې مالومه وي.

په فرانسه کې وروستي بريدونه زموږ د افغانانو او افغانستان په جګړه کې د ښکېلو غاړو لپاره ښه مثال سو، په تېره بيا د دولت لپاره، هلته يو یا دوه بريدونه وسول، دومره لوی غبرګونونه پرې وښودل سول چې ټوله نړۍ يې ولړزوله، د نړۍ په لر او بر کې ولسمشرانو خپل د تسليت پېغامونه وړاندې کړل، دغه بريدونه يې وغندل، خو افغانستان کې هره مياشت، هره اونۍ او هره ورځ د فرانسې په څېر او تر دغه ډېر بوږنوونکي پېښې رامنځته کيږي، خو د خواخوږو افغانانو پرته بل هيچا يوازې دا نه چې غبرګون یې پرې ونه وښود بلکې هر چا دلته په روانه جګړه خپل تجارت وکړ، چا له ځانه سياسي کارپوه جوړ کړی او خپل کريډټ اخلي، څوک پرې څوکيو ته ورسېدل او څوک اوس هم د څوکۍ په تمه د همدې جګړې له قربانيانو ګټه اخلي.

چې د نړۍ ستر هېوادونه د فرانسې په پېښه او بريدونو خپله خواشيني ښيي او غندي يې خو افغانستان کې د روانې جګړې او د دې جګړې پر قربانيانو پټه خوله دي، نو دا څنګه بشر پالنه او بشر دوستي ده، نړيوال په کومه پلمه وايي، موږ له افغانستان سره يو.

افغانان احسان فراموشه خلک نه دي، څومره چې افغانان بشر دوسته خلک دي، په نړۍ کې يې ساری نه سته، د فرانسې پېښه خپله افغانانو هم وغندله، وينه د ټولو انسانانو سره ده، ټول يو ډول انسانان دي او يو ډول بشر يې دی، که د نړۍ په لر کې وي او که په بر کې، خو نوره نړۍ کې چې کومه بشري پېښه رامنځته سي ټوله نړۍ يې پر وړاندې غبرګون ښکاره کړي، خو زموږ ګيله دا ده چې پر افغانانو هيچا غبرګون ښکاره نه کړ، بلکې هر چا د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې ولټولې.

افغانستان او په تېره بيا هلمند کې اوس داسې يو حالت دی چې هيچا پر ولس زړه نه سوځي، نه دولت او نه د دولت مخالفې ډلې، بس نا خبرۍ کې ولس قربانيږي، د همدې جګړې د ډال په توګه ترې کار اخيستل کيږي او د همدې جګړې خس وخشاک مو همدا ولس دی.

دلته داسې هديره نه ده پاتې چې هره ورځ دې پکې مړی ښخ سوی نه وي، داسې مسجد نه سته چې هره مياشت او هره اونۍ ترې د جنازې اعلان نه وي سوی، ترکومه به داسې يو؟؟؟

که هر څومره فکر وکړو، هر څومره روانه جګړه وشنو، ويې څېړو، مطالعه يې کړو، بالاخره دې پايلې ته رسيږو، چې د جګړې قربانيان افغانان دي او دا جګړه فقط د افغان وژنې پروژه ده چې دلته عملي کيږي، خو هيڅوک يې غم نه خوري او نه داسې پلان، طرحه جوړه سوه چې دا جګړه پرې قابو سي، فقط په سر کې معاملې کيږي، مقرريانې کيږي، ډالرې تاويږي، را تاويږي او جګړه لاپسې غځيږي، خو تر کومه؟

راتلونکی تاريخ به د روانې جګړې په اړه څه ليکي، راتلونکي نسلونه به څه قضاوت کوي، د نړۍ اوسني مشران به راتلونکي نسل ته څه ډول قناعت ورکړي چې ولې دلته فقط افغان وژنه ده؟

مخکې مې هم يادونه وکړه چې افغانان بشر دوسته ملت دی، دوی پرته له ډودۍ ژوند کولی سي، وږی نس زغملی سي، خو دوی يوازې خپل عزت او امن په فکر کې دي، دوی هر وخت امن غوښتلی دی، امن غواړي او امن به وغواړي.

که څوک د بشر پالنې او بشر دوستۍ دعوه کوي نو لږ تر لږه افغانستان کې روانه جګړه دې بايد تعريف کړي، د جګړې موخه دې مالومه سي چې بالاخره جګړه د څه لپاره، هدف څه دی، که دا جګړه د يو مالوم هدف لپاره وي، نو دغه هدف ته د ښکېلو غاړو د رسېدو پرته له جګړې بله لاره نه سته؟

جګړه که هر ډول وي، بايد له کور او کلي ووځي، افغانان دي نور خوندي سي، د روانې جګړې د غځېدو يو لوی لامل دا دی چې دولت له لويه سره ناسمې مقرریانې کوي، لومړی خو اساسي ستونزې نه سي پيدا کولی چې پيدا يې کړي بيا همدا ولس تېر باسي او د مشکلاتو دختمولو لپاره کوم ځانګړی پلان او اساسي طرحه نه لري.

چې دولت کې اصلاحات را نه سي، هغه مخالفې ډلې چې ځانونه افغانان بولي، که دوی ژور فکر ونه کړي چې بالاخره د دې جنګ قربانيان څوک دي، خپله د جګړې د ختمولو لپاره لارې چارې ونه سنجوي، د نورو له اشارو لاس پر سر نه سي، نو نه به جګړه ختمه سي، نه به ستونزې هوارې سي، نه به سوله راسي.

ټول بايد په دې فکر کې سو، چې نور د پرديو لپاره کار ونه سي، که دلته هره ډله وي که جګړه کې ښکېله وي او که نورو برخو کې، ټول په دې پوهېږو چې جګړه د حل لاره نه ده، څلوېښت کاله جګړه وسوه کومه ګټه يې وکړه؟
د ټولو ستونزو حل، دعزت او غيرت ژوند، د خپل مېړني او وياړلي تاريخ ساتنه او خونديتوب او د هغه سپېڅلو مشرانو د ارمانونو پوره کېدل چې دلته يې قربانيانې ورکړي دي، ټول په سوله، خواخوږۍ او د جګړې په ختمېدو کې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د