نظــر

د غلو (بعث بعدالموت)

هغه وخت چې په وطن دغلو پاچاهي  وه موږ ماشومان وو ، دا د ۱۳۷۰ لسیزې لومړني کلونه وو هره ورځ به دجومات ترمخ  پیتاوي ته د غلاوو  کیسې او خاطرې بیانېدې ، عجب خروړي غله وو ، زموږ په کلي کې یې دوه خرواري سوداګر په رڼا ورځ وشکول ، کلیوالو په واوره کې پل پسې واخیست چې مخامخ په پوسته ورغی ، خو څوک نر وو چې غله ته یې ویلی وای چې غلا دې ولې وکړه .

په هغه وخت کې زموږ دسیمې دوه ځوانان  په خپلو پیکپ موټرو پورې غلو ووژل ، کلیوال اړ وو چې دولایت بازار ته په سودا پسې په تراکتورانو کې لاړ شي ،

خو بیا هم لارې غلو او پاټکونو نیولې وې نوځکه به یې دسودا پیسې دټکټر په ټول بکس یا کوم بل پټ ځای کې ايښودلې ، غلا یو مخ دود ګرځیدلې وه له چرګې نیولې بیا بیرته ترچرګې پورې دهرڅه غلا پټه یا ښکاره دود وه ، غله په خپل منځ کې هم یوه بل ته سره غله وو ، داوریدو له قراره چې زموږ دسیمې دغلو دګروپ یوه غړي دخپلو ملګرو دټول کال ګټلې پیسې  غلا کړې وې، خو هغه وخت یې اقرار ورباندې وکړ چې کله یې قومندان اودس پرې تازه کړ او په قرآن قسم ته یې وتاړه .

خو زموږ دولایت  ( ګردیز ) دواکمنو غلو په نیشه کې هغه وخت تیشه ووهل شوه ، کله چې یومازدیګر ناوخته دتېرې له غاښي په سیمه دطالبانوډاټسنې راواوښتې ، طالبان چې له لویه سره په غلو پسې راوتلې وو ، دلته یې هم په غلو خورا چپه میچنې وچلولې ، رازمحمد ، ډولي ، فاروقي ، عبدالله او نور په منډه ترې خلاص شول ، خو دزرملې شیرخان نامی غل یې ونیو او ښی لاس ګڅه پښه یې ترې غوڅ کړل .

له هغه مازدیګر راهیسې  په سیمه کې دغلو بخت چپه شو، او بیا یې چا پل په پوټي هم ونه لید ، مګر سږ کال چې له یوې خوا دملیشه جوړولو خبرې ګرمې دي ، بله غاړه یو زیات شمیر د پي آر ټی ګانو کارکوونکي وزګار شوي ، دغه راز دمني له رابریدو سره  طالبان هم کم شوي دي ، یوځل بیا دغلاوو کیسې اوریدل کیږي ، څو ورځې وړاندې دګردیز جنوب لویدیځ ته  دسروړي غره په بیخ کې  غلو دوکسه خوستیان په خپلو موټرو پورې وژلي وو ، دا خوستیان له ویش باډر څخه کانتینري بې پلېټه موټر په ګریزي کلیوالو لارو له کندهار څخه خوست ته رسوي  ، پخوا به دوی شپه ورځ په دې لارو تلل راتلل ، خو داچې اوس غله ورته مخته شوي او وژلي یې دي داسې معلومیږي  لکه غله چې له دوه لسیزې مرګاني خوب څخه راویښیدونکي وي ، په دې سربیره دګردیز دابراهیم خیلو کلي یو ځوان هم  په راده  کې غلو  په غالب ګومان په خپل مبایل پورې وژلی دی .

دپکتیا خصوصا ګردیز او شاوخوا سیمو په اړه  دبي بي سي او ازادۍ راډیو ګانو وروستي راپورونه هم دغلاوو او شوکو په اړه وو ، بي بي سي وایي چې دګردیز په شاوخوا خصوصا احمدابا او سیدکرم کې غله بیا سورسترګي شوي دي ، داسیمه دغلو په پخوانۍ ( تنظیمي ) دوره کې هم یوه خطرناکه سیمه وه، راز محمد غله په دې سیمه کې پاټک درلود چې داوریدو له قراره یې یوځل خپل پلار اخترمحمداکا هم شکولی وو ، بي بي سي وایي چې اوس بیا دلته  غله لارو ته راوزي ، پاټکونه اچوي ، په لارو کې ونې چپه کوي او دموټرو دتیریدو مخه نیسي او چه څوک په ګیر ورشي نو مبایل ، لاسي ساعت او پیسې ترې وړي .

خو دا یوازې ګردیز نه دی چې دشوکمارو مافیا په کې راویښیدونکې ده ، دهیواد په نورو سیمو کې هم دغلا پیښې زیاتې شوي دي ، په کابل ښار کې غلو په سرویسونو کې له کیسه بُرۍ او پټې غلا څخه اوس ترقي کړې ، او په سپینه ورځ دوسلې په زور په نره غلا کوي ، دمحور ورځپاڼې یو راپور وایي چې دښار په لویدیځ کې غله په رینجرو کې ګرځي ، په لوګر کې بیا غلو خورا نوښتګرانه فعالیت شروع کړی دروهي ویب پاڼې دراپور له مخې غلو دکابل ګردیز  دلویې لارې له غاړو  دلمریزې بریښنا وسائل او برقونه  په دې نامه خلاص  کړي چې ګواکې دوی دبریښنا وزارت کارکوونکي دي او نیت یې دی له دېنه بهتره  وسائل په سرک نصب کړي ، په دې ډول غلو د سیمیزو چارواکو دهمکارۍ په سیوري کې غلا ترسره کړې او په خپله مخه تللي .

دا ټولې پیښې په ځانګړي ډول دګردیز ښار او شاوخوا سیمو وروستی وضعیت په ډاګه کوي ، چې غله له دوه لسیزې چوپتیا وروسته د( بعث بعدالموت ) په مرحله کې دي او که چاره یې ونه شي ، ممکنه ده چې تاریخ تکرار شي .

د یادونې وړ ده چې غله دنړۍ په بله هره سیمې او واکمنۍ کې فعالیت کولای شي خو یوازې په هغو سیمو کې فعالیت ته زړه نه ښه کوي چېرته چې طالبان وي ، څرنګه چې طالبان دغلو په ضد راپورته شوي وو له  همدې امله  طالبان او غله سره غوښه او چاړه شوي دي ، اوس هم  غله ترډیره په هغو سیمو کې راج چلوي چیرې چې طالبان فعالیت نلري  .

خالد افغان زوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x