افغانستان

ملي امنيت شورا: دظاهر قدير ادعا بې بنسټه ده، «مونږ د داعش ملاتړي نه يو»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ۳مه، ۱۳۹۴ل): ملي امنيت د ظاهر قدير د هغې ادعا په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه چې د امنيت شورا يې له داعش وسله والې ډلې سره په ملاتړ تورنه کړې ده.

دولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير پرون وويل چې ملي امنيت او د دولت په داخل کې ځينې کړۍ د داعش وسله والې ډلې سره لاس لري او ملاتړ يې کوي.

هغه چې د ولسي جرګې په غونډه کې يې خبرې کولې زياته کړه چې د داعش وسله والې ډلې غړي په کابل کې اوسيږي او داسې شواهد او اسناد يې وخت په وخت د ولسي جرګې له لارې وړاندې کړي چې ملي امنيت او دولت د داعش ملاتړي دي.

خو د ملي امنيت د سلاکار له دفتر څخه په خپرو شويو معلوماتو کې ويل شوي چې د ظاهر قدير دغه څرګندونې د مليشې جوړولو او غيرقانونۍ کړيو د راپورته کولو له پاره پلمه جوړوي.

د ملي امنیت د سلاکار ویاند تواب غورزنګ دظاهر قدير دغه څرګندونې بې بنسټه بولي او د دغې ادعا د څېړنې غوښتنه کوي.

حاجي ظاهر پرون په ولسي جرګه کې دا هم ويلي وو چې د ننګرهار په شينوارو کې نا امني د افغانستان د ۳۴ ولايتونو د نا امنۍ په معنی ده او که چېرې يې مخه ونه نيول شي دغه ستونزه پراخيږي او د افغانستان نورې سيمې هم ګواښلی شي.

ظاهرقدير په دې وروستيو کې له ننګرهار څخه دداعش ډلې د له منځه وړلو له پاره هڅې پيل کړي دي.

خو طالبانو څو مياشتې وړاندې په ننګرهار کې د داعش وسله والې ډلې د له منځه وړلو له پاره له دوی سره جګړې وکړې او له ځينو سيمو څخه يې په شا کړل او سيمې يې په خپله ولکه کې واخيستې.

په ننګرهار کې دنن ټکي اسيا خبريال ته د سيمې خلکو ويلي چې دطالبانو او داعش ډلې ترمنځ په جګړو کې يې ليدلي چې داعش ته له دولتي پوستو او نظامي مرکزونو څخه وسلې او موټر ورکول کيږي او د داعش ټپيان په سيمه کې د دولت نظامي مرکزونو ته د تداوۍ له پاره وړل کيږي.

د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط نن ټکي اسيا ته ويلي چې د طالبانو او داعش تر منځ دجکړې پر مهال د ايتلافي ځواکونو الوتکو پر طالبانو بريدونه کړي دي خو داعش ډله يې نه ده په نښه کړې.

د ځينو سياسي شنونکو په اند په سيمه کې د داعش د ورانکارۍ او ولسي وګړو د ځورونې او وژنې سره سره بيا هم دولت د داعش ډلې په وړاندې کوم جدي اقدام نه دی کړی، چې له امله يې ولسي خلک په دولت شکمن کړي چې ګواکې رښتيا هم د دولت د داعش پلوی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x