افغانستان

ولسمشر غني له ملېشه جوړولو سره کلک مخالفت ښودلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳ مه، ۱۳۹۴ ل): له ارګ نه په تازه نشر شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ګډ حکومت په هیواد کې د ملیشو جوړولو له پروسې سره په کلکه مخالف دی،په اعلامیه کې ویل شوي، تیرو ترخو تجربو ته په کتو سره دشخصي ملیشو جوړول د هیوادوالو د زور، تکلیف،بدامني او بې قانوني سبب کیږي، نو له همدې امله یې د افغانستان ګډ حکومت په کلکه مخالفت کوي. اعلامیه زیاتوي ټول ملیشه درلودنکي اشخاص دی خپلې ملیشې د افغانستان له اردو او امنیتي‌ځواکونو سره  ثبت او یو ځای کړي.

دا اعلامیه په داسی حال کې خپریږي چې څه موده وړاندي د هیواد په شمال کې دګډحکومت لومړي مرستیال جنرال رشید دوستم د څو زره کسیز ملیشیي ځواک خبرداری ورکړ، په دې وروستیو کې د اولسي جرګې غړي ظاهر قدیر شخصي ملیشه جوړه کړه،دنوموړي په وینا چې په ننګرهار کې به د داعش ډلې په مقابل کې همدا ملیشه جنګوي.

د ګډ حکومت چارواکې په دې اند دي چې شخصي ملیشې او اربکیان که څه هم بالفعل د لږې مودې لپاره د حکومت د وسلوالو مخالفینو لپاره سرخوږی جوړولای شي، خو په اوږده مهال کې همدا ځواک بدې پایلې لري په هیواد کې د خپل منځي شخړو او اوږدو جګړو لامل جوړیدای شي.

ډیری شنونکي د ارګ له لوري‌ د دا ډول اعلامیو خپریدل یو سمبولیک او تبلیغاتي اقدام بولي او زیاتوي چې حکومت تل په خپلو دا ډول پریکړو کې پاته راغلی.

اوس دستي د هیواد په مختلفو برخو په ځانګړي‌ډول شمال کې لوړ پوړي قومندانان شخي ګارډونه او ملیشي لري، چې په سیمه کې د ناامنیو او خود سریو لامل جوړ شوی، همدا شخصي بانډونه په هدفي وژنو،غلا،ترور او دجنسي تیرو په پیښو کې پراخ لاس لري.

په ډیرو امنیتي پيښو کې د عاملینو لاس درلودل ثابت شوي خو ګډ حکومت یې عدالت ته په راکشولو او د داډول پیښو د مخنیوي په کار کې عاجز پاته شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x