ټولنیزه برخه

راحت څنګه حاصل کړو؟ (راحت) دالله جل جلاله ورکړه ده

(راحت) دالله جل جلاله ورکړه ده

راحت دالله تعالی ورکړه ده، ځکه چې (راحت) دپيسې او دولت نوم نه دی بلکه (راحت) دزړه ديوکيفيت نوم دی چې يوازي دالله تعالی ورکړه وي، که ازاد ازاد اولوړ لوړ کورونه جوړکړې، خادمان راټول کړې او د دروازې په مخکې ښايسته موټري ودروې، لنډه داچې هرسهولت پيداکړې مګرله دې سره سره به دي دا حال وي چې دشپې په بستره پرېوځې نوخوب به نه درځي

په داسي حال کي چې اعلی درجه بستره به درلاندي وي، په پوست بالښت به دي سرايښی وي اوښايسته رجايي به پرې غوړېدلي وي مګرټوله شپه به دي په يو اوبل اړخ اوښتوتېرېږي، دخوب دګوليوپه خوړلوبه ځانته خوب راولې، داګولۍ هم تريو وخت کارورکوي له هغه وروسته به هغه هم ځواب درکړي.

هوکې، ستاسره دراحت ټول سامان شته، ښه کور، ښايسته موټر، پيسې، ايرکنډيشن کوټه او ارام ده بستره خودنا ارامي په له منځه وړلوکي يوهم فايده نه کوي، ياد اسباب ناارامي له منځه نشي وړلی بکله يوازي الله جل جلاله دی چې نا ارامي له سړي لري کولی شي.

بل خوا يو مزدوردی چې نه پالنګ لري، نه په ايرکنډيشن کوټه کي پروت وي اونه نرمه بستره لري مګرچې دشپې ويده کېږي سهارله اته ساعته خواږه خوب نه وروسته راپورته کېږي، اوس خپله فيصله وکړئ چې هغه مالدار دراحت څيښتن دی اوکه دغه مزدورسړی؟.

په يادولرئ! چې (راحت) دالله جل جلاله ورکړه ده، دراحت په اسبابو (راحت) ترلاسه کول ضروري نه دي، ځکه چې (راحت) بېل شی دی او (د راحت اسباب) بېل دي.

يوه واقعه چې څه ترې زده کولی شو

په يادمي دي چې کله مي په کورکي دايرکنډيشن لګولوته زړه وشونوترټولومخکي يې په اخيستلوښې پرېمانه روپۍ مصرف شوې، کله چې مي کنډيشن واخيست نومعلومه شوه چې دبرېښناتارونه ددې قابل نه دي چې دکنډېشن بوج دي اوچت کړي، ځکه بايدورته نوي تارونه په کورکي وغزول شي چې په هغوهم همدومره مصرف راته، چې کله مي دنويوتارونوپه غزولومصرف وکړنوبيابل مصرف ته مجبورشوم، مستري ويل چې اولټيج دومره کم دی چې کنډيشن نشي چلولای اوسټپلايزرته اړتيالري، بلاخره مي سټپلايزرهم واخيست مګربياهم کنډېشن ونه چلېده ځکه چې دبجلي پاور ډېرکم وو ددې له پاره بايدد فلاني پاورسټپلايزر کېښودل شي، کابوشپږمياشتي په دې منډوترړوتېري شوې اوماته دمتنبي دغه شعرباربار رايادېده.

} وما انتهی ارب الا ارب {

يعني ددنياهيڅ ضرورت داسي نه دی چې له پوره کېدو وروسته يې بل ضرورت پيدا نه شي، روپۍ مي هم مصرف کړې، منډي ترړي مي هم ووهلې مګر راحت راته حاصل نه شو، ځکه چې دغه راحت دالله جل جلاله ورکړه ده دا په پيسونه اخيستل کېږي.

په ياد ولرئ ! ترڅوچې په انسان کي قناعت پيدانه شي اوترڅوچې انسان دالله تعالی په نعمتونودشکرايستلوعادي نه شي ترهغې به هيڅکله راحت اوسکون ترلاسه نه کړي، که هرڅوپيسې مصرف کړئ اوکه هرڅومره ساز اوسامان راټول کړئ بيابه هم راحت ونه مومئ، بلکه دراحت دحصول له پاره ترټولوښه طريقه هغه ده چې رسول کريم صلی الله عليه وسلم راته ښودلي ده، هغه داچې.

هروخت له ځان نه ټيټوخلکوته ګوره اوله ځانه پورته خلکوته مه ګوره، اوبيادالله جل جلاله شکراداکړه.

 

—————–

تقریر: حضرت مولانا مفتي تقي عثماني صاحب

ژباړه: احمد ګل ریان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx