خبرونه

د کندوز چارواکي: کندوز يو ځل بيا د سقوط له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ۳مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز يو شمير مدني فعالانو او دولتي چارواکو ويلي چې که د کندوز دامنيت له پاره اقدام ونه شي نو يو ځل بيا به دغه ولايت د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

پرون په کندوز کې ددې ولايت دامنيت په اړه جوړه شوې غونډه کې چې دولتي چارواکو او مدني فعالانو په کې ګډون درلود وويل شول چې طالبان اوس هم د کندوز ښار اړوند سيمو کې په ازاد ډول ګرځي او دا ويره شته چې يو ځل بيا په دغه ښار بريد وکړي او په خپله ولکه کې یې واخلي.

ددې ترڅنګ د کندوز د ولايتي شورا غړو هم ويلي چې د کندوز په ځينو مهمو سيمو کې اوس هم طالبان فعال وسله وال حضور لري چې دولت يې په شاتمبولو کې پاتې راغلی دی.

په غونډه کې د کندوز امنيه قومندان محمد قسيم جنګل باغ وويل چې د کندوز د ښار د سقوط او د امنيتي وضعيت د خرابوالي مهم لامل د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او د مرکزي دولت نه پاملرنه ده.

هغه وويل چې په دې سختو شرايطو کې چې يو ځل بيا د کندوز ښار د طالبانو تر ګواښ لاندې دی که پام ونه شي نو لرې نه ده چې دا ښار به يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ولويږي.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي هم د کندوز د ښار په څنډو کې د طالبانو د فعال حضور خبره وکړه او ويې ويل چې طالبان د تېرو وختونو په پرتله لاقوي شوي دي.

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې طالبانو دکندز ښار ونيو او د څو ورځو له پاره يې په خپله ولکه کې اخيتسی و چې وروسته يې د طالبانو په وينا له ښاره تکتيکي شاتګ کړی و.

بايد وويل شي چې په کندوز د طالبانو د حاکميت پروخت د کندوز پر يوه ملکي روغتون د امريکايي ځواکونو له لوري هوايي بريد وشو چې د ډاکټرانو او ناروغانو په ګډون يې په لسګونو تنه مړه او ټپيان کړل.

له هغې وروسته د کندوز دياد روغتون مسؤلينو اود بې سرحده ډاکټرانو له لوري دغه روغتون د غبرګون په توګه تړل شوی دی او د بريد په اړه يې د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې خو تر دا مهاله ددغه بريد څېړنه په ځای پاتې ده او روغتون تړل شوی دی چې ولسي ناروغان يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x