افغانستان

کوچیانو د هزارګانو د خوشي کولو په بدل کې د خپلو پسونو قیمت وغوښت

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳، ۱۳۹۴ ل): په زابل ولایت کې هغه هزاره مسافر چې څه موده مخکي د کوچیانو له خوا ترې تم شوي وه، تر اوسه ژوندي دي، او د خلاصون لپاره یې کوچیانو خپل شرطونه وړاندي کړي دي.

تیره اونۍ د کندهار – کابل پر لویه لاره د مسافر وړونکو بسونو څخه یو شمیر هزاره ګان د نامعلومو وسلوالو له لوري کښته شوي وه، چې په لومړی کې ګمان کیده، طالبانو به له ځانه سره بېولي وي، خو وروسته څرګنده شول چې د هزاره ګانو سره په جنجال اوښتو کوچیانو دا کار کړی.

دغه کوچیان ادعا کوي چې هزاره ګانو ددوی ۴۲۰ څخه زیات پسونه او میږي بیولې او دوه چوپانان یې زخمیان کړي دي.

دوی وايي چې د خپل حق د ترلاسه کولو په خاطر یې د هزاره ګانو د برمته کولو پلان عملي کړی دی.

د هزاره ګانو د شمېر په اړه ویل کیږي چې نهه تنه دي.

په دې موخه د ځايي اوسیدونکو او قومي مشرانو څخه جوړ یوه پلاوي د کوچیانو سره کتلې او د هزاره ګانو د خوشي کیدو په موخه یې د کوچیانو څخه د هغوی د شرایطو غوښتنه کړې.

د کوچیانو یو تن قومي مشر ولي محمد تقوا دغه پلاوي ته خپل شرطونو کې ویلي چې ددوی د ۴۲۰ میږو او پسونو تاوان دي ورکړی، هزاره ګان به خوشي کړي.

باید وویل شي چې د هزاره ګانو او کوچیانو تر منځ د پسونو او ځمکو پر سر شخړي ددې تر مخه په نورو مرکزي ولایتونو کې هم را پورته شوي.

په زابل ولایت کې د طالبانو نیژدو سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې ولي محمد تقوا مخکې د طالبانو په لیکو کې یوه ډلګۍ درلودل، خو وروسته د همدې قومي شخړو له کبله د طالبانو له صف څخه شړل شوی وو، او وسله یې ټوله ځیني تسلیم شوې وه.

د کوچیانو غوښتني - انځور: خبریال: احمدولي سرحدي/ زابل
د کوچیانو غوښتني – انځور: خبریال: احمدولي سرحدي/ زابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بدر زابلی

چي طالبان دونه پر خپلو سیمو واکمن ندي….د تقوا غوندي کوچیان هم زابلیانو ته د دواعشو په شان ستونزي اجاده ولای سي…
نو مناسب بولم چي سمیز طالبان استعفا وړاندي کړي…. چي تشه يي داسي کسان ډکه کړي چي د بلجایګه وو څخه خپل ولس وساتي.

تقوا دي هلته برمتنه تر سره کړي چرته چي يي غلا سوي ده.

ارمان بې سره زابله… الله دي ساته.

محمدربی آماج

تقوای حق پجانب دۍ! د پښتنو سره دغه شانی لوبه له هغه وخته را روانه ده له کله چی امریکاییان افغانستان ته راغلل،که د چا سره حافظه یاری وکړی، د یونس قانونی شخصی بندیخانه د آریوب سینما ته څیرمه به یی په یاد وی،چی ټول بندیان یی پښتانه وو، همداسی په هرځای کی چی به یی بد راغلل هماغه ځای به یی امریکایانو ته ور په ګوته کولو، د کوچیانو سره هغه د کریم خلیلی رویه به هم د خلکو په یاد وی چی دپخوانی پاچا محمدظاهر فرمان یی په کرزی باندی لغو کړ، او کوچیان یی له خپلو څړځایونو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x