شعـــــرونه

غزل – بشيراحمد وصال

بشیراحمد وصال

شفــــــــق به درته وایمه دزړه ماتې سندري
ته هم په زړه کي وساته یوڅه ماتې سندري

له خوبه به اوس نه وزې ارام به یې له شوره
چي چابه درته وېلي پـــــه ویده ماتې سندري

اسمان سره مي ولیدي له ستورو سره ناست وي
دچاپه یاد دي کړي ورته په شپه ماتې سندري

نیمګړي نیمخوا شول دیتیم دزړه فصـــــلونه
پري اوري هره ورځ لکه شیشه ماتې سندري

لږسر ګریوان ته ښکته کړه دازړه ظالم دی پوه کړه
چی نه مي ماتوي په ځیګره ماتې سندري

داســـــــتا دوصال تاربه مي نیولی ترهغو وي
چي وینم دي په خوله کي مستانه ماتې سندري

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close