
د ماین په چاودنه کي د ایساف یو عسکر وژل شوی
نن ټکی آسیا: د ایساف د مطبوعاتي ادارې څخه په تازه خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي نن ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کي د ایساف یو عسکر د ماین چاودني په یوه پيښه کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په خبرپاڼه کي د وژل شوي عسکر د هویت په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړه شوي، او نه هم د پيښي دقیق ځای ښودل شوی، ځکه چي د وژل شوي عسکر هویت ځیني څرګندیږي.